د قربانۍ د څاروي د څرمنې خرڅول او بل چا ته ورکول

داسلامې لارښود محترمو چلونکو ته
اسلام علیکم ورحمت الله وبره کاته .هیله ده چې  بشپړه روغتیا ولري
په ډیر احترام دوه پوښتنې لرم .هیله ده چې داسلامې فقه په رڼا کې ځواب راکړۍ
۱- دا چې اسلامې شریعت دقربانۍ لپاره په یوه غوایې کې د۷ کسانو دشراکت اجازه ورکړي مګر په ځینو سیموکې دقرباني سوئ غوایې سر د کلې خدمتګار او هم بل کس ته ورکول کیږې اودغوایې څرمن هم  طالبانوته  ددې کارحکم.څنګه ده ؟

غلام فاروق سلام – امارات متحده شارجه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قربانۍ د څاروي د څرمني ، وازدې ، غوښې ، سر ، وړۍ او ويښتان ، شيدو او نورو خرڅول او يا قصاب ته په اجرت کې ورکل حرام دي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د چرمنې په تقسيم او ويشلو امر کړی دی او د بیع او خرڅولو څخه يې منع کړې ده ، فرمايي : «من باع جلد أضحيته، فلا أضحية له» ( چا چې د قربانۍ چرمن خرڅه کړه پس هغه لره قرباني نشته ، يعنې قرباني ادا نشوه ) .

همدارنګه ذبحه کوونکي او قصاب ته په اجره کې د څرمن او بل څه ورکول جايز نه دي بلکي هغه ته به اجرت د خپله ځانه ورکوي .

ځکه د علی رضی الله عنه څخه روايت نقل شوی دی چې : «وألا أعطي الجازر شيئاً منها» ( او قصاب ته مې د هغه څخه څه ور نه کړل ) او زياتوي : « نحن نعطيه من عندنا» ( او هغه ته مونږ د خپله ځانه ورکړل ) .

او که قصاب ته د قربانۍ څخه د هغه د فقر په وجه څه ورکړل شی يا که هديه ورکړل شي باک نلري .

د څرمنې مصارف :

د څرمنې د قيمت صدقه کول واجب دي ،محتاجو خپلوانو،فقيرانو،مسکينانو ، مجاهدينو ته يعنې کوم ځايونو کې چې د صدقاتو د مصرف ځايونه دي هلته مصرفيږي  (ويتصدق بجلدها الخ – درمختار۳۳۸/۶).

مګر په عامه مصارفو کې لګول يې جايز نه دي :

که څرمن پخپله د قربانې څيښتن رنک کړی جانماز وغيره څه شی ترې جوړ کړي نو جايز دی مګر داسې کولو ته زمونږ په زمانه څه ضرورت نشته ، نو کله چې څرمن خرڅه شی د هغه صدقه کول پکار دي هغه د جومات په تعمير او نورو مصارفو کې استعمالول جايز نه دي (کفایت المفتي ج ۸ ص ۲۳۲ ) .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

ويحرم بيع جلد الأضحية وشحمها ولحمها وأطرافها ورأسها وصوفها وشعرها ووبرها ولبنها الذي يحلبه منها بعد ذبحها، واجبة كانت أو تطوعاً؛ لأن النبي صلّى الله عليه وسلم أمر بقسم جلودها ونهى عن بيعها، فقال: «من باع جلد أضحيته، فلا أضحية له» (1) .
ولا يجوز إعطاء الجزار أو الذابح جلدها أو شيئاً منها كأجرة للذبح، لما روى علي رضي الله عنه قال : « أمرني رسول الله صلّى الله عليه وسلم أن أقوم على بُدْنه (أي عند نحرها)، وأن أقسم جلودها، وجلالها (2) ، وألا أعطي الجازر شيئاً منها» وقال: « نحن نعطيه من عندنا» (3) .

فإن أعطي الجزار شيئاً من الأضحية لفقره، أو على سبيل الهدية، فلا بأس؛ لأنه مستحق للأخذ فهو كغيره، بل هو أولى، لأنه باشرها، وتاقت نفسه إليها.

آن لاين اسلامي لارښود

————————————————————

(1) رواه الحاكم، وقال: حديث صحيح الإسناد، ورواه البيهقي أيضاً (نصب الراية: 218/4) وروى أحمد أيضاً حديثاً عن أبي سعيد، وفيه: «ولا تبيعوا لحوم الهدي والأضاحي» (نيل الأوطار: 129/5).
(2) الجلال: ما يطرح على ظهر البعير من كساء ونحوه، ويجمع أيضاً على: أجلة، ومفرده: جلال بضم الجيم.
(3) متفق عليه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: