د علم تفسير پيدايښ

علم تفسير د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيات مبارک څخه پيل شوی دی په رسول الله صلی الله عليه وسلم به وحی نازلېده د هغه مقصد او مراد به يې صحابه کرامو ته بيانولو او که به صحابه کرامو ته څه سوال پيدا کېدو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه به يې پوښتنه کوله .

مثال : د دغه ايت کريمه [الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُوْلَئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ] (الانعام :۸۲) .

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او نه دی کډ کړی دوی ايمان خپل له شرک سره نو همدوی ډاډمن او همدوی لار ميندونکي دي.

په اړه عبد ابن مسعود رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دلته د ظلم څخه مطلب مطلق ظلم دی ځکه چې د ژبې د اصولي قاعدې له مخې د [لم ] حرف چې نفی ده د عموم لپاره راغلی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ابن مسعود رضی الله عنه ته وويل: چې ستا فهم او درک صحي دی (د نفي لم د عموم لپاره ) مګر دلته د ظلم څخه مطلب مطلق (هر ډول ظلم ) نه بلکي شرک دی ځکه قرآن کريم داسې بيان کړی دی :[ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ] (لقمان ) .

ژباړه : ای زما بچوړيه ! له الله سره شريک مه نيسه یقيناً شرک خورا لوی ظلم دی .

او دا مثال د تفسير د قواعدو څخه مهمه عاقده ده چې ته تفسير د قرآن په قرآن باندې ويل کيږي .

مثال د قرآن تفسير په قرآن سره :

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم د سوره انعام يو آيت د سوره لقمان په آیت سره تفسير کړی دی ، الله تعالی فرمايي :[ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ] (الأنعام :۵۹) .

ژباړه :او خاص هم دغه الله سره دي کلي ګاڼې (کونجيانې) د خزانې د غيب چې نه پوهيږي په هغو (بل هيڅوک) مګر (عالم دی پرې ) هم دی .

مفاتح الغيب څه دي ؟

ځواب يې د لقمان په سورت کې چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :[إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ] ، يعنې : دا مطلق علم غيب څخه دی ، او فرمايی : [وَينَزِّلُ الْغَيْثَ وَيعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ] (لقمان:۳۴)

ژباړه : باران هم يوازې هغه وروي . او هغه څه هم ورته معلوم دي چې په رحمونو کې دي او هيڅ نفس په دې نه پوهيږي چې سبا ته به څه کوي ؟ او هيڅ نفس په دې نه پوهيږي چې په کومه ځمکه به مړ کيږي يوازې يو الله دی چې په هر څه پوه او د هر څه نه خبر دی .

، چې پنځه مفاتح شول چې يوازې الله تعالی ورباندې پوهيږي او بس .

د صحابه کرامو په عهد کې تفسير :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته د علم تفسير نشر صحابه کرامو ته پاتې شو ، صحابه کرام ټول مفسرين نه وو بلکي په هغوی کې يو ډله مفسرين وو چې مشهور يې په داسې ډول وو :

خلفاء راشدين ، ابن عباس، ابن مسعود ،اُبی بن کعب ، زيد بن ثابت ،ابو موسی اشعري ، عبدالله بن زبير رضی الله تعالی عنهم .

لکه ابن مسعود رضی الله عنه چې فرمايي :«والله ما من آية في كتاب الله إلا وأنا أعلم أين نزلت، وفيمن نزلت، ومتى نزلت، ولو كنت أعلم أحدًا أعلم مني بكتاب الله تبلغه المطي لسافرت إليه» پس دا دليل دی په قرآن کې د هغه د علم .

د علم تفسير مدارس :

کله چې مسلمانانو د الله تعالی په نصرت سره زیاتې سيمې فتح کړې او د اسلام پولې او قلمرو پراخه شو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته خلفاء راشدينو په دور کې صحابه کرام د دين د حفاظت او خپرولو لپاره بېلابېلو ښارونو ته د شرعي نظام د تحکيم او تعليم او تربیې لپاره وليږل شول .

د لومړي ځل لپاره په مکه کې د علم تفسير او فقهې مدرسه د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه لخوا جوړه شوه او هلته يې زيات شمير زده کوونکي وروزل .

دوهمه د علم تفسير او فقهې مدرسه په مدينه منوره کې اُبی بن کعب رضی الله عنه لخوا جوړه .

او دريمه مدرسه د عراق په کوفه کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه لخوا جوړه شوه او همدارنګه په دمشق کې د علم تفسير مدرسه د ابی الدرداء لخوا جوړه شوه .

د صحابه کرامو وروسته تابعينو دا مسئوليت په ښه شان تر سره کړ په تابعينو کې مشور مفسرين عبارت وو له :

مجاهد ، سعيد بن جبير ، عکرمه ، طاوس ، عطاء بن رباح ، سفیان ‌بن عیینه، وکیع‌ بن جراح، شعبه ‌بن حجاج، یزید بن هارون او عبد بن حمید چې دې مفسيرانو ابن جرير طبري ته زمينه برابره کړه .

د تابعينو د دور مشهور تفاسير دا دي :

۱- تفسیر عکرمه، ۲- تفسیر عوفی، ۳- تفسیر مجاهد، ۴- تفسیر والبی، ۵- تفسیر زیدبن اسلم.

آن لاين اسلامي لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: