ايران ته قاچاقي تلل او هلته د کار کولو حکم څه دی ؟

السلام. علیکم ورحمت الله وبرکاته.
زه فضل کریم دلوگرولایت. سخه دا پیغام درلیگم. هیله ده چی جواب راکری.
له.خلکومی واوریدل. چی سوک په قاچاقی لارو ایران. ته یاکوم بل هیواد. ته ځي.
که چیرته. په سرحدی سیم. ده هغوی دعسکرله خوا. ووژل شی.
نومرگ یی خراب ده.
اوداهم وایی. چی. هلته. کاراومزدور کوی هغه پیسی هم. ورته حرامی دی.
داسلامی. ورورولی. سم او دقیق. رکری. زهخپله هم ایران کی مسافریم. اوله همدی قاچاقی لاری. راغلی. یم
په احترام. ستاسو ورور. فضل کریم مظلوم.


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د اسلامي هيوادونو تر مينځ معاصر سرحدات څه شرعي اصل نلري .

د نفقې پيدا کولو لپاره بل هيواد او بل ځای ته سفر کول جايز دي ، کچېرې په خپل هيواد کې کار بار پيدا نشي .

لقوله سبحانه وتعالی :

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ (الملک :۱۵ ) .

ژباړه: الله هغه ذات دی چې : ځمکه يې ستاسې په واک درکړې ده ، نو په کونجونو او څنډو کې يې وګرځئ او د الله روزي وخورئ او بيرته همغه ته مو ورتګ دی .

[وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ] ( مزمل ۲۰ ) .

ژباړه : او (ځنې ) نور د تاسې به سفر کوي ( لپاره د تجارت او معاملاتو) په ځمکه کې او لټوي به دوی (رزق ) له فضله د الله .

مګر د سخت ضرورت پرته د قاچاقي لارې سفر کول جايز نه دي ځکه په دې کې ضرر دی ، د قتل ، وهلو ، بندې کولو له خطر سره سړي مخکې کيږي ، چې شرعاً خپل ځان ضرر ته ورکول جايز نه دي .

لقول رسول الله صلی الله عليه وسلم : : «لا ينبغي لمؤمن أن يذل نفسه. قالوا: وما إذلاله لنفسه؟ قال: يتعرض من البلاء لما لا يطيق» (رواه الإمام أحمد والترمذي، و سلسلة صحيحية ) .

دوهم :

په ايران کې د افغانانو کار او مزدورې د اجارې عقد دی ، چې مسافر هلته ځي د کوم ايراني سره د طرفينو په خوښه د اجارې عقد تړي ، اجرت ، د کار او مزدورۍ ډول ، وخت ورسره ټاکې او کار کوي .

چې د اسلامي شريعت له مخې په دې معامله کې هيڅ فاسد شرط نه لېدل کيږي ځکه په اسلامي شريعت کې د اجارې د عقد د صحت شرطونه په لاندې ډول دي :

د اجارې د صحت شرطونه ايجاب او قبول ، د دواړو طرفونو رضايت او بل دا چې مزد او ګټه به معلوم وي .

د مزدور د پاره ساعت ، ورځې او د مياشتې اجرت معلومول او يا د کار د مقدار له مخې د هغه اجرت معلومول .

(موسوعة الفقهية ، مفقه الاسلامي وادلته ) .

او چا چې تاسې ته ويلي چې هلته ستاسې د کار مزد حلال نه دی ، بې اصله خبره ده هيڅ شرعي اصل نلري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: