(۱۱) ذکر ،دعا او استغفار (مسنونه دعاګانې )

مسنونه دعاګانې

د کور څخه د وتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ»[ سنن ابوداود 4 / 325]

( د الله په نوم په الله جل جلا له  توکل کوم او د الله جل جلا له  پرته د رجوع ځای او قوت نشته )

کور ته د ننوتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَا، وَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَا، وَعَلَى رَبِّنَا تَوَكَّلْنَا» [سنن ابوداود]

 (د الله جل جلا له  په نوم (کور ) ته داخليږم او د الله جل جلا له  په نوم (له کور څخه ) وځم او په الله جل جلا له  توکل کوم )

د مسافر دعا :

کله چې سړی غواړي سفر وکړي له خپلې کورنۍ او خپلوانو نه به داسې خدای په آماني کوي :

«أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيْمَ عَمَلِكَ»[سنن ترمذي او مسند امام احمد]

 (ستا دين ، ستا امانت او ستا د عمل خاتمه پر الله جل جلا له  سپارم )

او يا داسې ويل : «أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ» [مسند احمد او ابن ماجه]

 ( تا پر الله جل جلا له  سپارم هغه الله جل جلا له  چې هغه ته کله څه وسپارل شي نو هغه نه ضايع کوي )

د سفر د روانيدو په وخت کې دعا :

«اللَّهمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ وَالْخَلِيفَةُ فِي الْأَهْلِ، اللَّهمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَرِ وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ وَسُوءِ الْمُنْقَلَبِ فِي الْمَالِ وَالْأَهْلِ وَالْوَلَدِ»[ صحيح المسلم ]

ای پروردګاره ! ته (زما ) د سفر صاحب يئ او (زما) د کورنۍ نائب يئ ، ای پروردګاره ! پر تا پنا غواړم له سختيو د سفر څخه او دېدنيو او بد حالی څخه په مال ، کورنۍ او اولاد (خپل ) .

سورلې ته د پورته کيدو په وخت کې دعا :

«اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ ﴿سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ﴾. اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ فِيْ سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى، وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِيْ السَّفَرِ، وَالْخَلِيْفَةُ فِيْ اْلأَهْلِ، اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ وَعَثَاءِ السَّفَرِ، وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ، وَسُوْءِ الْمُنْقَلَبِ فِيْ الْمَالِ وَاْلأَهْلِ»[ صحيح المسلم ]

 (الله لوی دی ، الله لوی دی ، الله لوی دی ، ای پروردګاره ! زه تا څخه په دې سفر کې نيک کاري او پرهيزکاري غواړم ، او همدارنګه کوم عمل چې تا ته د خوښۍ وړ وي ، ای پروردګاره ما ته دا سفر آسانه کړې ، ای پروردګاره ! ته (زما ) د سفر صاحب يئ او (زما) د کورنۍ نائب يئ ، ای پروردګاره ! پر تا پنا غواړم له سختيو د سفر څخه او له بد منظر او بد حالی څخه په مال ، کورنۍ او اولاد)

د سفر څخه د راګرځيدو دعا :

«آيِبُوْنَ، تَائِبُوْنَ، عَابِدُوْنَ، لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ» [ صحيح المسلم]

 (له سفر ) څخه را ګرځيدونکي د خپل پروردګار توبه کوونکي او عبادت کوونکي وو او د رب د پاره ثنا ويونکي يو .

د باران غوښتلو دعا :

«﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ * مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ﴾ ، لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ، اللَّهُمَّ أَنْتَ اللَّهُ لَا إلَهَ إلَّا أَنْتَ : أَنْتَ الْغَنِيُّ وَنَحْنُ الْفُقَرَاءُ. أَنْزِلْ عَلَيْنَا الْغَيْثَ ، وَاجْعَلْ مَا أَنْزَلْت عَلَيْنَا قُوَّةً وَبَلَاغًا إلَى حِينٍ» [سنن ابوداود او مستدرك حاكم]

(ستاينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې پالونکی د عالم دی ، بې اندازې بخښونکی او مهربان ، څښتن د ورځې د جزا ، نشته بل برحق معبود بغير له الله جل جلا له  د څه چې اراده وکړي تر سره کوی يئ ، ای الله جل جلا له  ته معبود بر حق يئ نشته لائق د عبادت مګر ته يئ ، ته غني او بې نيازه يئ او مونږ فقيران يو ، پر مونږ د (خپل رحمت ) باران نازل کړه ، او هغه څه چې پر مونږ يي نازلوې (سبب) د قوت او د څه وخت چاره سازۍ يي وګرځوي ).

جومات ته د ننوتلو دعا :

اللهم ! افتح لي أبواب رحمتك (المسلم 713 )

ای پروردګاره ! ما ته ستا د رحمت دروازې پرانيزه .

د جومات څخه د وتلو دعا :

اللهم! إني أسألك من فضلك” (المسلم 713 )

 

ای پروردګاره ! ما ته ستا د فضل دروازې پرانيزه .

بازار ته د داخليدو دعا :

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ حَيٌّ لاَ يَمُوْتُ، بِيَدِهِ الْخَيْرُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ» [سنن ترمذي او مسند امام احمد]

نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او ده لره ټولې  ستاينې دي ، ژوندې کول او مړه کول کوي ، او هغه ابدي ژوندی دی چې هيڅکله نه مري ، د ده په بلاکيف لاس کې خير او ښېګڼې دي او هغه په هر څه باندې توانا دی .

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» [صحيح بخاري او صحيح مسلم]

د الله جل جلا له  په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :

 [غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» [سنن ترمذي او ابو داود]

ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لری کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ

د قبر د زيات دعا :

«السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِيْنَ وَالْمُسْلِمِيْنَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ بِكُمْ لاَحِقُوْنَ وَيَرْحَمُ اللهُ الْمُسْتَقْدِمِيْنَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِيْنَ أَسْأَلُ اللهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ» [صحيح مسلم 2 / 271]

سلام عليکم ای اهل د دغه قبرونو له مؤمنانو او مسلمانانو ، بې شکه که الله جل جلا له  و غواړي مونږ به هم حتمي ستاسو سره يو ځای شو ، الله جل جلا له  دې زمونږ په پخوانيو او ورستنيو رحم وکړي ، له الله جل جلا له  څخه د ځان او تاسې د پاره عافيت (د دنيا او آخرت د عذاب څخه نجات ) غواړم .

د خوراک نه مخکې دعا :

د خوراک په شروع کې «بسم الله» ويل او که په شروع کې «بسم الله» ويل هير شي نو بيا به : «بِسْمِ اللهِ فِيْ أَوَّلِهِ وَآخِرِهِ»([1]). ( د الله جل جلا له  په نوم په اول او آخر کې شروع کوم ).

د خوراک وروسته دعا :

«الْحَمْدُ ِللهِ الَّذِيْ أَطْعَمَنِيْ هَذَا وَرَزَقَنِيْهِ، مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَلاَ قُوَّةٍ» [سنن ابوداود]

ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې ما ته يي دغه خوراک راکړ او ما ته يي بغير د قوت او قدرت له صرف کولو روزې راکړه .

يا دا دعا ويل : الحمد لله الذي أطعمنا و سقانا و جعلنا مسلمين (الجامع الصغير 6756 )

(ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې مونږ ته يي خوراک راکړ او مونږ ته يې د چښاک شی راکړ او ګرځولي يو مونږ مسلمانان )

د ميلمه دعا د کور اهل ته :

«اللهُمَّ أَطْعِمْ مَنْ أطْعَمَني وأَسْقِ مَنْ سْقَاني» [صحيح مسلم 3 / 126]

ای الله جل جلا له  ! چا چې ما ته خوراک راکړ هغه ته خوراک ورکړي او چا چې ما ته د څښاک شی راکړ هغه ته د څښاک شی ورکړي .

د مريض د عيادت (پوښتنې ) دعا :

«لاَ بَأْسَ طَهُوْرٌ إِنْ شَاءَ اللهُ»([2]).

 (دا مريضي ) څه حرج او مشکل نه دی که الله جل جلا له وغواړي د ګناهونو څخه د پاکی وسيله به يي وګرځوي .

د عطسه (پرنجيدلو ) دعا :

کله چې انسان ته پرنجۍ ورشي وايي به : «الحَمْدُ ِللهِ» او څوک چې له ده سره موجود دي هغوی به وايي : «يَرْحَمُكَ اللهُ» (الله جل جلا له  دې پر تا ورحميږي ). پرنجي کوونکی به د هغه په ځواب کې وايي: «يَهْدِيْكُمُ اللهُ وَيُصْلِحُ بَالَكُمْ» (الله جل جلا له  تا ته هدايت وکړي او الله جل جلا له  ستاسې حال يا بال بچ صالح وګرځوي) [صحيح بخاري 7 / 125، او مسند امام احمد بن حنبل]

د څه شی د اخيستلو (خريدارۍ ) په وخت د خير او برکت دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ خَيْرَهَا وَخَيْرَ مَا جَبَلْتَهَا عَلَيْهِ وَأَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ مَا جَبَلْتَهَا عَلَيْهِ» [سنن ابوداود 2 / 248]

ای پروردګاره ! زه ستا څخه د دغه شي خير او هغه خير چې په هغه کې دې پيدا کړی دی غواړم او د هغه له شر نه او هغه شر چې په هغه کې دې پیدا کړی دی پر تا پنا غواړم

د جامې اغوستلو دعا :

الحمد لله الذِی کَساَنِی هذا (الثوب ) و رزقنيه من غير حول منی و لاقوة ( اهل سنن – ارواء الغليل ۷/۴۷ )

ساينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې ما ته يي واغسته دغه جامه او زورې را کړه بغير زما له توانايی او قدرت له مصرف څخه .

د نوي جامې اغوستلو دعا :

اللهم لک الحمد انت کسوتنيه اسألک من خير و خير ما صنع له و اغوذبک من شره و شر ما صنع له (ابوداود ، ترمذي )

الله جل جلا له  ساينه تا لره ده چې ما ته دې واغسته (جامه ) زه له تا څخه د دغه جامې خير غواړم او خير د هغه څه د کوم د پاره چې دا لباس جوړ شوی دی او پر تا پنا وړم له شره د هغه او له شر د هغه د کوم د پاره چې  دا لباس جوړ شوی دی .

د مياشتې د ليدلو دعا :

«اللهُ أَكْبَرُ، اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ عَلَيْنَا بِاْلأَمْنِ وَاْلإِيْمَانِ، وَالسَّلاَمَةِ وَاْلإِسْلاَمِ، وَالتَّوْفِيْقِ لِمَا تُحِبُّ رَبَّنَا وَتَرْضَى، رَبُّنَا وَرَبُّكَ اللهُ» [سنن ترمذي 5 / 506]

الله جل جلا له  لوی دی ، ای پروردګاره ! د دغه مياشتې را ختل پر مونږ باندې د امن ، ايمان ،جوړتيا او اسلام او پر هغو شيانو د توفيق سبب کړي کوم چې ستا خوښ دي ، زما او ستا پروردګار الله جل جلا له  دی .

د مجلس د ختم دعا :

«سُبْحَاَنكَ اللَّهُمَ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ» [سنن ترمذي او ابوداود، او نسائي]

 ای الله ته پاک يئ ، ثنا او ستاينه تا لره ده ، زه شاهدي ورکوم چې بغير له تا بل معبود بر حق نشته ، او له تا څخه بخښنه غواړم او تا ته توبه کوم

د خپلې بی بی سره د کورواله کولو په وخت کې دعا :

«بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا» [صحيح بخاري 6 / 141 او صحيح مسلم 2 / 1028]

 د الله جل جلا له  په نوم ، ای الله جل جلا له  ! مونږ د شيطان له (شر) نه وساتي ، او هغه اولاد چې مونږ ته يي راکوي د شيطان له (شر) څخه وساتې.

د خوب نه مخکې دعا :

«بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا»[6324 بخاری ] 

 (ای الله جل جلا له  ! ستا په نوم زما ژوندي کيدل او مړه کيدل دي )

د خوب نه د بيداريدو دعا :

«الحَمْدُ للهِ الَّذِي أَحْيَانا بَعْدَ مَا أمَاتَنَا وإلَيْهِ النُّشُورُ»[صحيح المسلم ]

 (ثناء او ستاينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې مونږ يې وروسته له مرګ څخه ژوندی کړو او د هغه طرف ته زمونږ رجوع کول دي )

د آرام او سکون دعا :

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ» [سنن ترمذي 5 / 529]

بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته ، پاکي تا لره ده ، بې شکه چې له ما کمي وشو.

په خوب کې د وېرې او نارامۍ نه د نجات دعا :

«أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ، وَشَرِّ عِبَادِهِ، وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِيْنِ وَأَنْ يَحْضِرُوْنِ»([3]).

پناه غواړم د الله جل جلا له  په کلماتو له قهر او عذاب د الله جل جلا له  څخه ، او الله جل جلا له  د بنده ګانو له شر څخه ، او د شيطانانو له وسوسو څخه او د شيطانانو له حاضريدو څخه

د عزت او منزلت دعا :

اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ ﴿ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ، وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ، وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ، وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكِ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِير * تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ، وتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ، وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ، وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ، وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ﴾ [آل عمران سوره )

 ای الله د پاچاهۍ څښتنه ! هر چا ته چې وغواړې پاچاهي ورکوې او هر چا ته چې اراده وکړې پاچاهي ترې اخلې او هر چا ته چې وغواړې عزت ورکوې او هر چا ته چې وغواړې ذليل کوې يې خير ستا په لاس کې دی بې شکه ته په هر څه واکمن يې .

د علم د طلب دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعاً و أَعُوْذُ بِكَ مِنْ عِلمٍ لا يَنفع» [سنن ابن ماجه 2 / 327 ]

ای الله جل جلا له  ! ستا څخه علم نافغ غواړم او له داسې علم پر تا پنام وړم چې په هغه کې ګټه نه وي

د خطرناکو امراض د وقايې دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُذَامِ، وَالْجُنُونِ، وَسيِّئِ الأَسْقَامِ» [مصنف ابي شيبة 7 / 18]

ای الله جل جلا له  ! پر تا پنا غواړم له (مبتلا کيدو ) د پيس ، ليونتوب او نورو بدو مرضو څخه

د صحت او روغتيا دعا :

 «اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِيْ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ» [سنن ترمذي 5 / 524]

ای الله جل جلا له  ! زه له تا څخه د روغتيا او سلامتی سوال کوم په دنيا او آخرت کې

د شرک نه د نجات دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لاَ أَعْلَمُ» [مسند احمد 4 / 403]

ای الله جل جلا له  ! زه پر تا پنا غواړم له دې چې ستا سره څوک شريک ونيسم حال دا چې زه ور باندې پوه وم او له تا څخه بخښنه غواړم (شرک ) چې زه نه ور باندې پوهيږم

 ( ای الله جل جلا له  !

د دوښمن سره د مخامخ کيدو دعا :

«اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِنَا وَآمِنْ رَوْعَاتِنَا» [مسند احمد، او مشكاة المصابيح]

 الهي ! زمونږ عيبونه پټ کړې او زمونږ ويره په امن او ډاډ بدله کړې

د ښو اخلاقو د غوښتلو دعا :

«اللَّهُمَّ حْسَنْتَ خَلْقِى فَحْسِّنْ خُلُقِى» [مسند امام احمد 6 / 65]

الهي ! زما اخلاق نيک وګرځوې

د بې خوبۍ دعا :

«اللَّهُمَّ غَارَتِ النُّجُومُ وهَدَأَتِ الْعُيُونُ وَأَنْتَ حَيٌّ قَيُّومٌ يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ أَنِمْ عَيْنِي» [معجم كبير طبراني 5 / 124]

ای زما ربه ! ستوري پټ شول ، او سترګې آرامې شوې ، او ته ژوندی او قائم يئ ، ای ژونديه او قائمه زما په سترګو خوب راوله

د خره د آواز په وخت کې دعا :

«أَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ» [مشكاة المصابيح]

(پر الله جل جلا له  پنا غواړه له شره د شيطان شړل شوي )

د پور يا قرض نه د نجات دعا :

«اللَّهُمَّ اكْفِنِيْ بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ وَأَغْنِنِيْ بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ» [سنن ترمذي 5 / 560]

ای الله جل جلا له  ! زما احتياجات او اړتياوی له حلال رزق څخه پوره کړه او ما د حرامو له خوړلو وساتې او بغير له تا څخه ما د نورو ټولو نه ستا په فضل او مرحمت سره بې نيازه کړې .

مور او پلار ته دعا :

﴿رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِاي صَغِيرًا﴾ [سوره اسراء آيه: 24 ]

(ای ربه جل جلاله ! زما په مور او پلار رحم وکړې کله څنکه يې چې زه په وړوکتوب کې روزلی يم )

آن لاين اسلامې لارښود


Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: