په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول څه حکم لري ؟

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

درنو د ویب پاڼې چلوونکو ستاسې یو په زړه پورې مطلب مې ولوست چې هغه هم د خولۍ په سر کولو په اړوند وو په ځانکړې توګه د لمانځه په وخت کې اوس غواړم یوه پوښتنه وکړم او هغه دا چې په مساجدو کې ځانګړې خولۍ ایښودل چې خلک یی یواځې د لمانځه لپاره په مسجد کې په سر کړي او که له مسجد نه دباندې یی وړي نو ځان به ورته پرې بد ښکاره شي ځکه دا خولۍ زیاتره له لوښو او مزري جوړې شوي وي

جزاک الله خیرا فی الدارین – ډاکتر يمين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې :

د جالی توپۍ يا خولی په سر کولو سره لمونځ نه مکروه کيږي ځکه د سر و ويښتانو پټول ستر نه دی ،

که د عاجزئ د وجې سرتور سر لمونځ وشي بې کراهيت جايز دی او که د بې پروايی او سستې له وجي وي مکروه دی ( کفايت المفتئي ج ۳ ص ۴۳۰ )

و فی شرح التنوير فی مکروهات الصلاة : و صلاة حاسراً او کاشفاً رأسه للتکاسل و لا بأس به للتذلل و اما الاهانة بها کفر (شرح تنوير ۱/ ۶۴۱ ) .

دوهم دا چې : د لمانځه په وخت کې د زينت برابرول دي :

قال الله تعالى : ( يا بني آدم خذوا زينتكم عند كل مسجد ) (۳۱ الاعراف ) ( ای د آدم اولاده! اخلئ خپل ښايست د هر لمانځه په وخت کې .

معارف القرآن ليکي :

يو خو د ستر پټول دي چې بغير له هغه لمونځ نه کيږي ،او بل د ستر پټولو علاوه زينت دی چې د زينت نه مراد لباس دی يعنې د لمانځه د پاره غوره لباس غوره کړئ ، د داسې لباس اغوستل چې سړی يې د خپلو دوستانو او ملګرو په مخ کې شرم او عار بولي ، يا د خولی پر ځای د سر څخه د لاس دسمال تړل چې هيڅ پوه سړی د خپلو دوستانو پر وړاندې په داسې هيئت نه حاضريږي ، نو د داسې لباس اغوستل د رب العلمين په دربار کې خوښول څنګه کيدای شي ؟ (تفسير معارف القرآن )

نو د مسلمان د پاره غوره او مستحب دا ده چې د لمانځه د پاره پاکې جامې واغوندې او همدارنګه د کور څخه پاک او ستره خولی په سر کړي ، د جومات خولې اکثراً ګردو وهلې خرنې وي چې د جومات څخه بهر څوک اغوستل نه خوښوي شرم يې بولي نو بيا څنګه د لمانځه د پاره چې يو اهم عبادت دی دا سې جامه واغوستل شي ؟

د فقهاؤ عامه قاعده ده کوم لباس چې په عرف او د خلکو پر وړاندې عار او شرم بلل کيږي په هغه بې ضرورته لمونځ کول مکروه دي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

5 Comments

  1. محترمو آنلاین لارښودچلوونکوته
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

    زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری؟

    ستاسو ورور حکمت الله

  2. dawat

    ځواب
    وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    د ښځو د سنتولو په باره کې په خاص ډول کوم حديث شريف د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی ثابت شوی .
    ځنې علماء يې مستحب بولي خو د هغوی دليل د خنته عام حديث دی “الفطرة خمس” وذكر منها الختان . والحديث متفق عليه.
    مګر د ښځو ختنې په اړه کوم خاص روايت ثابت نه دی .

    د اهل سنت والجماعت معتبره مرجع يې په اړه ليکي :

    ماذا يقول الإسلام عن ختان المرأة؟ جزاكم الله خيراً.
    الإجابــة

    الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

    فإن الختان مشروع في حق النساء على سبيل الاستحباب لعموم قوله صلى الله عليه وسلم: “الفطرة خمس” وذكر منها الختان . والحديث متفق عليه.
    ولم يصح في خصوص ختان النساء حديث عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ، كما صرح بذلك غير واحد من الحفاظ . والله أعلم.
    اسلام ويب مرکز الفتاوي رقم 6221

    آيا ختنه زنان در اسلام آمده است؟ (کداميک از امامان اربعه تاييد کرده اند؟

    الحمدلله،

    برخى از علماء (مانند احمد بن حنبل) هم ختان مردان و هم زنان را واجب ميدانند، و برخى ديگر از علماء ختان را هم براى مردان و هم براى زنان مستحب ميدانند، ولى نظر جمهور علماء بر اينست كه ختان براى مردان واجب و براى زنان مستحب ميباشد.

    و حكمت ختان زنان اينست كه شهوتشان را كمتر ميكند، و در مورد ختان حديث ضعيفى از پيامبر صلى الله عليه و سلم وارد شده است كه فرمودند: “أشمي ولا تنهكي فإنه أبهى للوجه وأحظى عند الزوج” (روايت حاكم و طبراني)، ولى اين حديث ضعيف ميباشد.

    وصلی الله وسلم علی محمد و علی آله و اتباعه الی یوم الدین

    سایت جامع فتاوای اهل سنت و جماعت

  3. ډیره زیاته مننه محترمو وروڼو الله د تاسی کامیاب لری.

    زه یوه پوښتنه بله هم لرم: په نسوارو باندی اودس ماتیږی اوکنه؟ مهربانی وکړی پدی هم رڼا واچوی. زما یو ملګری دی هغه وایی چی په نسوارو اودس ماتیږی اما ما پدی هکله څه ندی اوریدلی

    مننه: ستاسو ورور حکمت الله

  4. محترمو وروڼو یو پیشنهاد/وړاندیز لرم: که چیری دغه ټولی پوښتنی چی ملګری یی کوی اوتاسو ورته ځواب وایی موضوع په موضوع منظمی ستاسی په آرشیف کی کیږدی نو ډیره مهربانی به مو وی ځکه چی که یو څوک پوښتنه کوی نو اول به دپوښتنی آرشیف ګوری که هلته نه وی نو پوښتنه به کوی اوکه موجوده وی نو ضرورنده چی دوهم ځل پوښتنه وکړی.

    الله مو په دارینوکی کامیاب لره

    ستاسوورور حکمت الله

  5. محترمو وروڼو یوه پوښتنه لرم: دنر اوښځی لمونځ فرق لری اوکنه؟ مثلاّ په رکوع، سجده، قعده، نیت، اونوروکی کوم تفاوت شته اوکنه؟ مهربانی وکړی مفصل ځواب راکړی.

    مننه

    حکمت الله

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: