حرامي مياشتې کومې دي ؟ او حکم يې څه دی ؟

ګرانو د ان لاین اسلامي لارښود چلوونکو
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

په قران کریم کې د عزت د میاشتو یادونه شوی ده، دا کومې میاشتې دي؟ او ددې میاشتو څنګه عزت وشي؟ یانې کوم کارونه په کې کول نه دي پکار ؟
والسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته – ډاکتر يمين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حرامو مياشتو په اړه الله جل جلا له  فرمايي :

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (36) التوبه

حقيقت دا دی چې د مياشتو شمير له هماغه ورځې نه چې الله آسمانونه او ځمکې پيدا کړې ، د الله جل جلا له  په ليکنه کې همدا دولس دي . د هغو (له جملې ) څخه څلور (مياشتې ) يې حرامې (د حرمت مياشتې دي ) همدا سم قانون دی . نو په دغو څلورو مياشتو کې پر ځان ظلم مه کوئ او ټول يو موټی شئ له مشرکانو سره جګړه وکړئ لکه چې دوی ټول ستاسې سره جګړه کوي او پوه شئ چې په رښتيا الله تعالی له متقيانو سره دی .

دا څلور مياشتې چې الله جل جلا له  په نورو مياشتو باندې عزت او عزمت ورکړی دی عبارت دي له :ذوالقعده‌، ذوالحجه‌، محرم‌ او رجب‌، چې دری اولې مياشتې پرلپسې او يوه بله يوازې ده .

د دې مياشتو د حرمت دليل دا دی تر څو د حج او عمرې د مناسکو لپاره شرايط برابر شي ،چې يو مياشت د حج څخه مخکې ده تر څو د حج د لارويانو د پاره امنيت وي بله خپله د حج د مناسکو مياشت ده او د حج نه وروسته مياشت ده چې د راتګ د پاره امن وي او بله منځنې مياشت ده چې د عمره کونکو د پاره امن وي .

په دغو میاشتو کې ظلم، جنګ جدل نشته، ګناه کول د نورو مياشتو پر پرتله په دغو مياشتو کې زيات وبال لري همدارنګه نيکي کول نظر نورو مياشتو ته زيات ثواب لري .

د جمهورو علماؤ قول دا دی چې په دغو مياشتو د الله جل جلا له  په لاره کې جهاد کول ادامه لري او د جهاد د پاره څه د غذر موقع نشته، او دا حکم د اسلام په ابتداء کې ؤ (تفسير ابن کثير-انوارالقرآن تفسير،سوره التوبه )

 آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: