(۷) د سبا او بيګا اذکار (لا اله الا الله او تسبحات)

تسبحات

د لا اله الا الله د ذکر فضيلت :

أفضل الذكر لا إله إلا الله وأفضل الدعاء الحمد لله (راوي : جابر – المشکاة المصابيح 2/435)).

بهترین ذکر لااله الاالله دی او بهترینه دُعا الحمدلله ده.

وعن أبي سعيد الخدري عن النبي أنه قال: [ قال موسى: يا رب علمني شيئاً أذكرك به،وأدعوك به، قال: يا موسى قل لا إله إلا الله، قال: يا رب كل عبادك يقول هذا، قال: قل لا إله إلا الله، قال: إنما أريد شيئاً تخصني به، قال: يا موسى! لو أن أهل السماوات والأراضين السبع في كفة ولا إله إلا الله في كفة مالت بهنّ لا إله إلاالله (رواه النسائي في عمل اليوم والليلة، وابن حبان في صحيحه)

يو ځل موسی عليه سلام د الله جل جلا له  په دربار کې عرض وکړ چې ما ته يو شی وښايه چې په هغې سره زه تا يادوم او تا پرې بولم ، د الله جل جلا له  ارشاد وشو چې لا اله الا الله وايه ، ده عرض وکړ چې دا خو ستا ټول بندګان وايي – ارشاد وشو چې لا اله الا الله وايه  (موسی ) عرض وکړ زما ربه زه داسې مخصوص شی غواړم چې بس ما ته راکړ شي ،ارشاد وشو کچيرې اوه آسمانونه او ځمکې د تلې په يوه پله کې کيښودل شي او لا اله الا الله په بل طرف کې کيښودل نو لا اله اله الله به دروند شي .

د سبحان الله و بحمده او سبحان الله و بحمده ، سبحان الله العظيم  ذکر :

من قال إذا أصبح و إذا أمسى مئة مرة : ( سبحان الله و بحمده ) ؛ غفرت ذنوبه وإن كانت أكثر من زبد البحر(صحيح الترغيب  653 )

که څوک سل ځله سبا او بيګا (سبحان الله  و بحمده ) ووايي ، ده ته به د ګناهونو مغفرت وشي که څه هم د بحر جګ يا کف په څير وي .

كلمتان خفيفتان على اللسان ، ثقيلتان في الميزان ، حبيبتان إلى الرحمن : سبحان الله و بحمده ، سبحان الله العظيم  (صحيح  البخاري 7563)

دوې کلمې په ژبه ډيرې آسانه دي او په تله د ميزان کې ډېرې درنې دي او الله جل جلا له  ډيرې خوښې دي هغه سبحان الله و بحمده ، سبحان العظيم .

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ : ( كُنَّا إِذَا صَعِدْنَا كَبَّرْنَا وَإِذَا نَزَلْنَا سَبَّحْنَا )  البخاري في صحيحه (2993)

جابر رضی الله عنه  وايي : مونږ به چې کله پورته کيدلو (لوړ ځای ختل ) الله اکبر به مو ويلو او لکه به چې ښکته کيدو سبحان الله به مو ويله .

د لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد ….. ذکر

عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (من قال: لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على شيء قدير. في يوم مائة مرة، كانت له عدل عشر رقاب، وكتبت له مائة حسنة، ومحيت عنه مائة شيءة، وكانت له حرزا من الشيطان يومه ذلك حتى يمسي، ولم يأت أحد بأفضل مما جاء به، إلا أحد عمل أكثر من ذلك). ( صحيح البخاري  3119 )

ابی هريرة رضی الله عنه  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څوک چې د ورځې سل ځله لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ووايي هغه ته به د لسو غلامانو د آزادولو ثواب رسي ، او هغه د پاره به سل نيکی وليکل شي او د هغې نه به سل بدی يا کوچني ګناهونه پاک شي ، او په هغه ورځ به د شيطان څخه ساتل شوی وي او هيڅوک به ( د قيامت په ورځ ) د ده څخه غوره عمل پيش نه کړي مګر هغه کس چې د ده څخه يې زيات عمل کړی وي .

يادونه : که په ځل ويل يې ګران وي د هر لمانځه وروسته لس ځله ويل هم صحي دي ځکه په يوه بل حديث د هر لمانځه وروسته لس ځله ذکر هم شوی دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: