د تقدير مفهوم څه دی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم
سلام اونیکی هیلی..زه محمد عالم له روسیه نه لومری د سایت کارکوونکی اود افغانستان ټولو مسلمانان ته سلامونه وراندی کوم.
او وروسته زه یوه پوښتنه لرم…
دا چی مونږه باور او عقیده لرو چی الله ج د هرځه په کولو باندی عالم او قادر دی نو کله چی یو انسان ښه او بد اعمال کوی دا خو الله ج دمخه د هغی انسان په تفدیر کی لیکلی دی او الله ج تقدیر بلیدونکی نه دی پس د قیامت په ورځ هغه انسان دخپل بد اعمال سزا وینی دا ولی؟؟دا خو الله ج دمخکی په تقدیر لیکی دی….
پدی لره عقلی او نقلی وضاحت غوارم
په احترم عالم..وردک

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول هغه امور چې د شیطاني وسوسو د دفع د پاره ګټور دي :

په دې باره کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه سوال وشو ، کوم چې په بخاري او مسلم کې روايت شوی دی :« جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ»[1]

د خلکو يو ډله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه څخه د هغوی حضور ته راغلل او پوښتنه يې وکړه ، په مونږ کې کله داسې افکار پيدا کيږي چې مونږ ته د هغه ويل سخت دي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسې هغه پيدا يا احساس کړی دي ؟ ويي ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : دا صريح ايمان دی .

« عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْوَسْوَسَةِ قَالَ: تِلْكَ مَحْضُ الْإِيمَانِ»[2]

او عبدالله بن مسعود روايت کوي چې د وسوسو په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وشوه ، ويې فرمايل دا خپله ايمان دی .

په بل روايت کې له ابوهریره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: [يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا، مَنْ خَلَقَ كَذَا، حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَهِ] [3]

د تاسې څخه يو کس ته شيطان راځي او ور ته وايي : چا دغه پيدا کړي ؟ او چا هغه پيدا کړي ؟ تر داسې حده چې بلاخره ور ته وايي : ستا پروردګار چا پيدا کړی دی ؟ کله چې خبره دې حد ته ورسيږي ، پر الله جل جلا له  پنا وغواړئ او دا افکار او خيالات ترک کړئ .

بل حديث شريف کې راغلی: [إِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْتِي أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ الْأَرْضَ ؟ فَيَقُولُ: اللَّهُ، فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ اللَّهَ؟ فَإِذَا أَحَسَّ أَحَدُكُمْ بِشَيْءٍ مِنْ هَذَا فَلْيَقُلْ: آمَنْتُ بِاللَّهِ وَبِرُسُلِهِ] [4]

شيطان د تاسې څخه يو کس ته راځي او ور ته وايي : ځمکه چا پيدا کړی ده ؟ ور ته وايي : الله جل جلا له  بيا ور ته وايي : الله چا پيدا کړی دی ؟ کله چې تاسې د داسې څه احساس او فکر وکړ فوراً ووايئ : آمنت بالله و برسله : په الله جل جلا له  او د هغه په پيغمبران ايمان لرم .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پورتنيو ارشاداتو څخه دا ثابت شول چې د مؤمن په ذهن کې دا ډول وسوسې او خيالات پيدا کيږي چې دا وسوسي د شيطان له طرفه څخه دي او شيطان غواړي مسلمان په دا ډول شک او ترديد کې واچوي .

کله چې مسلمان د شيطاني وسواس سره مخامخ کيږي هغه به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو موافق داسې عمل کوي :

1- الله جل جلا له  ته پنا وړل .

2- دې ډول افکارو او خيالاتو ته به ادامه نه ورکوي .

3- آمنت بالله و برسله …. به وايي .

ځکه چې که دا ډول وسواس ادامه ومومي انسان په شک او سرګردانۍ کې اچوي او د شيطان  هدف همدا دی تر څو مسلمان ته شک او سرګرداني پيدا کړي او د الله جل جلا له د عبادت څخه يې لاس په سر کړي .

نو ضرور ده چې هر وخت پر الله جل جلا له  پنا وغواړو .

فتاوي علماء بلدالحرام  – الکنز الثمین- (1/199-201)


[1] مسلم (132)

[2] مسلم (133)

[3] بخاری(3274) مسلم (134) و (214)

[4] مسلم (1341) و احمد (2/331) ، (5/214)

دوهم د تقدير مسئله

 تقدير څه ته وايي ؟

قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله جل جلا له  په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له ) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله جل جلا له  په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی لکه څنګه چې جبريل عليه سلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه د ايمان په باره کې سوال کوي چې ايمان څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ » (بخاري (4949 او مسلم (2649)

 (ايمان عبارت له ) په الله جل جلا له  ، ملائکو ، کتابونو ، پيغمبرانو ، ورځ د آخرت او د ښه او بد په تقدير باندې ايمان لرل .

و بالله التوفيق. وصلي الله علي نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه ) (3 / 374 )

د انسان عادت دا دی چې هر شی د خپل فکر او پوهې له رويه څيړي ، د الله جل جلا له  قدرت او د قدرت دومره لوړې نښانې دي چې هغه څيړل د انسان په عقل او پوهې سره ډير مشکل وي .

ځکه مونږ د سبا ورځې په راتلونکو حالاتو باندې نه پوهيږو علم نه ورباندې لرو ، خو الله جل جلا له  چې څه مخلوق پيدا کړی دی په ازل کې په هغوی باندې پوره علم لري .

مثلاً يو کس ګناه کوي چې دا د الله جل جلا له  نافرماني کول دي الله جل جلا له  ور باندې ناراضه کيږي خو د خپل بنده په دغه حالت باندې هم په ازل کې عالم دی چې زما بنده به په فلاني وخت کې دغه نافرماني کوي ، او يو بل کس ښه عمل کوي الله جل جلا له  له هغه څخه راضي کيږي او په ازل کې په هغه باندې علم لري چې زما دغه بنده به په فلانې وخت کې دغه ښه کار تر سره کوي .

يعنې د مخلوق په ټولو حاديثاتو باندې په ازل کې الله جل جلا له  علم دی او په تقدير کې يې شامل دي .

الله جل جلا له د خپلو بندګانو په حالاتو باندې علم لري او هغه يې په تقدير کې شامل دي او انسان يې مختار کړی دی او هغه ته يې د تصميم نيولو توان ورکړی دی او د هغه د پاره يې وسائل آماده کړی دي تر څو د هدايت لاره اختيار کړي او که څوک وغواړي د هدايت لاره اختيار کړي الله جل جلا له  په دې باندې قادر دی چې هغه ته هدايت وکړي :

: [وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (٣٦)وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ (٣٧)] [زمر:36،37]

او هر چا چې د خير اداره وکړه الله جل جلا له  به د هغه مرسته وکړي او هغه لار به ور ته آسانه کړي :

قوله تعالی : فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى (5) وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى (6) فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى (7)

يعنې : چا چې د الله جل جلا له په لار کې شتمني ولګوله او د الله له نا فرمانۍ يې ډډه وکړه او په ښه خبره يې تصديق وکړ ، نو هغه ته به د آسانې لارې آسانتيا ورکړو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ، مَا مِنْ نَفْسٍ مَنْفُوسَةٍ، إِلاَّ كُتِبَ مَكَانُهَا مِنَ الْجَنَّةِ وَالنَّارِ، وَإِلاَّ قَدْ كُتِبَ: شَقِيَّةً أَوْ سَعِيدَةً». فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَلا نَتَّكِلُ عَلَى كِتَابِنَا وَنَدَعُ الْعَمَلَ، فَمَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ السَّعَادَةِ فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا مَنْ كَانَ مِنَّا مِنْ أَهْلِ الشَّقَاوَةِ فَسَيَصِيرُ إِلَى عَمَلِ أَهْلِ الشَّقَاوَةِ، قَالَ: «أَمَّا أَهْلُ السَّعَادَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا أَهْلُ الشَّقَاوَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ الشَّقَاوَةِ». ثُمَّ قَرَأَ: ]فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى[ الآيَةَ. (بخارى:1362)

يعنې : په تاسې کې داسې څوک نشته چې د هغه ځای به په دوزخ يا جنت کې تعين شوي نه وي او د هغه سعادت يا شقاوت تعين شوی دی ، يو کس عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم نو ولي عمل کول نه پريږدو او پخپل تقدير توکل نه کوو؟ ځکه د مونږ نه چې څوک اهل سعادت دی هغه به خود به خود سعادت طرف ته ځي ، او که اهل شقاوت وي د شقاوت طرف ته به ځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :داسې نه ده ،د اهل سعادت د پاره د نيکو اعمالو انجامول آسانيږي او د اهل شقاوت د پاره د بدو اعمالو ارتکاب اسانه کيږي بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا آيت تلاوت کړ فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَی .

نو هر څوک د خير په جلب او د ضرر د دفعې په کوښښ کې دي کوم عاقل به داسې وکړي چې په کور کې کينې بيا ووايي چې ما ته رزق ليکل شوی دی ،او څوک به داسې وي چې هغه خوراک نه خوري او وايي :ما ته څه نشته مګر هغه څه چئ الله جل جلا له را ته ليکل وي که څوک داسې وکړي نو هغه به لېونی او مجنون بلل کيږي .

بلکي الله که انسان ته رزق ليکلی دی نو د هغه سبب يې هم ليکلی دی ، که انسان ته مرض ليکلی شوی دی نو ذ هغه مرض درملنه هم ليکل شوی ده .

مونږ به هر وخت دا دعا کوو چې ای الله جل جلا له ! خاتمه مو په ايمان کړي که دي اهل شقاوت ليکلي وو ته مو اهل سعادت وګرځوئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لا يَزِيدُ فِي الْعُمْرِ إِلا الْبِرُّ وَلا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ (رواه ابن ماجه ( 4022 ) عمر نه زياتيږي مګر په نيکۍ ، تقدير نه بدليږي مګر په دعا

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ ) رواه البخاري ( 5640 ) ومسلم ( 2557 ) .

یعنې : څوک چې غواړي د هغه عمر زيات او رزق يې پراخه شي نو هغه لره پکار دي چې خپلولې ښه و پالي .

حضرت عمر فاروق د بيت الله طواف کولو او ژړل به يې او دا دعا به يې کوله ای الله جل جلا له  ! که دې زه بدبخت او ګناهکاره ليکلی وم هغه محوه کړي ما دې پخپل کتاب کې سعادت او مغفرت وليکي .همدارنګه ابو وائل تابعې به هم دا دعا کوله .

وروى الطبري بإسناده ، عن أبي عثمان النهدي : أن عمر بن الخطاب قال وهو يطوف بالبيت ويبكي : اللهم إن كنت كتبت علي شقوة أو ذنبا فامحه فإنك تمحو ما تشاء وتثبت وعندك أم الكتاب فاجعله سعادة ومغفرة

وكان أبو وائل شقيق بن سلمة التابعي مما يكثر أن يدعو بهؤلاء الكلمات : اللهم إن كنت كتبتنا أشقياء فامحنا واكتبنا سعداء وإن كنت كتبتنا سعداء فأثبتنا فإنك تمحو ما تشاء وتثبت وعندك أم الكتاب . [ تفسير الطبري 7/398]

زما ګرانو وروڼو او خوندو !

د ايمان ، سعادت او بخښنې دعا هر وخت کوئ په پوره اخلاص او الله ته پټ پټ ژاړې خپلې اوښکې تويوئ کړی خپل مخ او ګريبان په خپلو اوښکو لمد کړي ځکه مونږ په داسې يو امتحان کې يو چې بل چانس نه لري يعنې د مرګ سره سم چانس له مينځه ځي .

الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د دعا او مغفرت خوښتلو حکم کړی دی :

و قال الله تعالى: ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

 وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (المزمل ۲۰ ) له الله جل جلا له  څخه بخښنه وغواړئ يقيناً الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی

آن لاين اسلامې لارښود


 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: