د مخابراتي کمپنيو د سود او قمار څخه ځان وساتئ

دروشن مخابراتی کمپنی داسی یو پرگرام لری چه کله دمشتری کریدیت کارت تمام شی نودو ی دمشتری په اجازه ۹۰ واحده کریدیت یعنی ۴۵ افغانی دکریدیت په بنه په قرض ورکوی.بیاچی کله مشتری نورکریدت کارت پخپل تلیفون کی جمع کری نو دوی سل واحده یعنی ۵۰ افغانی دکردیدیت په بنه دتلیفون نه کاٹوی.ایادی تہ سودویلای شو کنہ؟ستاسی دجواب پہ انتظار

فرياد – غرنی

جواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا ډول معامله لکه څنګه چې په سوال کې ذکر شوې ده صريح سود دی او دا د قرض په بدل کې زيادت دی چې سود بلل کيږي .

د څلورو واړو مذاهبو په دې باندې اتفاق دی چې ( کل قرض جر نفعا فهو ربوا ) هر قرض چې نفع ولري سود دی .

نور تفصيل دلته وګورئ

 همدارنګه مخابراتي کمپنيو د قمار د پاره ډول ‌ډول طريقې په کار اچولې دي

مثلاً يو مسيج په لاندې ډول دی :

افغان بيسيم برنامه تحت عنوان ميخواهد ميليونر شويد از طريق تلويزيون آريانا را تمويل ميکند اګر می خواهيد در اين برنامه باشيد با شماره ۲۵۲۵ تماس بګيريد

چې د بخت آموينې ، قرغه کشی هر ډول معاملات قمار بلل کيږي

تفصيل دلته وګورئ  http://dawat.katib.org/archives/103

لاټري او بخت حساب څه ډول حساب دی

پوښتنه : لاټری چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړ شي او د هر ټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي او په ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل شوی وي چې دا نمبر کمپنی له ځانه سره ساتلي وي او د نمبر مطابق جايزه ټاکل شوي وي بيا په يوه ورځ دا ټول ټکټونه يو ځای کوي په یوه منګي يا بل څه يې اچوي او بيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نو وروسته چې د هر چا نوم راووت د ټکټونو ټولی پيسی به د هغه شخص وي  اوس کوم کس ته چې دا ټولی پيسی حواله کيږي دا رواه دي او کمينی چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې د کميشن اخستل رواه دي ؟

ځواب فتاوي دارالعلوم ديوبند : دا قمار يا جواري ده شرعاً حرام دی د چا په نوم چې دغه پیسی را وتلي وي هغه ته يې اخستل حرام دي او همدارنګه کمپنی ته د کميشن اخستل روا نه دي .

دا ټولی پیسی به خپلو مالکانو ته سپاري او که هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري (فتاوي دارالعلوم ۶۳۳ ج )

دبلدالحرام (مکې مکرمې ) د علماوو نظرونه :

پوښتنه  : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې يو څوک د بخت آزموينې فورمی برابری کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به په لاس راوړي او بل دا چې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د بخت پیسی په اسلامې فعالتونو کې مصرف کوم نو ددی حکم څه دی ؟

ځواب : دا ډول معامله چې يو څوک د بخت کارت يا فورم واخلي او بيا په جانس سره پیسی ورته ووځي  دا په حکم د برد باخت او قمار دی  الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-

ای مؤمنانو! دا شراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) او غشي د بخت آزمينی پخاطر دا ټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تاسې بريالي شئ ، شيطان خو دا غواړي چې د شرابو او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي او تاسې د خدای ج له يادلو او لمانځه څخه منع کړﺉ  نو آیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟

د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت او زحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .

کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .

او دا روا نده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .

شيخ ابن عثيمين فتاواي اسلامي- (4/441-442)

پوښتنه  : په بعضو هيوادو کې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره ورقي صادروي يا د انټرنيټ له لاندې ثبت نامه کيږي، او هرلکه چې مياشت يا کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يو کس ته لوی دولت په لاس ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟

ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .

دايمي ټولنه اسلامې فتاوای (4/443)

پوښتنه  : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ور ماتوي ترڅو د دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟

ځواب : دا کار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي

مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .

شيخ ابن باز فتاوی (19/398)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 همدارنګه نومړې مخابراتي کمپنۍ د مسيجونو په ليږلو سره خلک د سندرو او موسيقي اوريدلو ته بولي چې دا په خپل ذات کې د منکراتو طرف ته دعوت دی .

دا کمپنۍ په دوو هدفونو دا کار تر سره کوي اول دا چې په دې طريقه څه پيسې تر لاسه کړي دوهم دا چې په ټولنه کې د سود او قمار معاملات رواج لري .

آخري خبره :

ګرانو ورونو او خوندو !

څنګه چې په نن عصر کې تليفون يو ضرورت دی او دا د ضرورياتو د حل يوه وسيله ده او دا وسيله ستاسو په اختيار کې ده ، که د ضرورت د پاره يې کاروئ او که د منکر د پاره يې کاروي .

نن ډير ځوانان ليدل کيږي چې د کتاب او قلم په ځای يې په لاس کې د مبايل سيټ ليدل کيږي داسې سيټ چې ټول له سندرو او فلمونو نه ډک وي آيا د يوه خام سينه ځوان د پاره دا زهر نه دي ؟

د ځوان او ماشوم پلاره ! که دې بچې ته مبايل اخيستل غواړي نو يو ساده سيټ ور ته واخله د موسيقی او فلمونو سينما په جيب کې مه ور اچوه ، که دې د بچې پرمختګ غواړي پرمختګ په علم کې دی نه په ننی بې شرمه او فاحشه موسيقۍ کې .

که د بچي خوشحاله کول غواړي نو ته ولې د هغه د سبا ورځې خفګان او درد په نظر کې نه نيسي ؟

مخابراتي کمپنيو ته !

که په الله جل جلا له  او ورځ د آخرت ايمان لرئ زمونږ په اسلامې ټولنه کې د سود او قمار معاملات مه رواجوئ ددې هيواد د خلکو قربانيو ته وګورئ او د هغه لحاظ وساتئ .

که له نورو څخه مو په پټو سترګو تقليد کړی وي نو ځان پوه کړي له دې ناوړه کار څخه لاس واخلی له خدای څخه وويرېږئ .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: