(۴) د سبا او بېګا اذکار ( د قرآنکريم تلاوت )

د قرآنکريم تلاوت

په دې باره کې ډير احاديث راغلی دی دلته يوازې څو احاديث نقل شوی دي

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ» (صحيح بخاري 9 / 66)

له عثمان بن عفان رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : په تاسې کې غوره او ښه سړی هغه دی چې قرآن زده کړي او نورو ته يي وروښيئ .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لأَصْحَابِهِ»( صحيح مسلم باب فضل القراءة 1 / 553). 

د قرآن تلاوت کوئ ځکه قرآن د قيامت په ورځ د خپلو ملګرو ( چا چې د هغه تلاوت کړی وي ) شفاعت کوي .

وعن ابن مسعودٍ  رضی الله عنه، قَالَ: قَالَ رسولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم:  « مَنْ قَرَأ حَرْفاً مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ حَسَنَةٌ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أمْثَالِهَا، لاَ أقول : ألم حَرفٌ، وَلكِنْ: ألِفٌ حَرْفٌ، وَلاَمٌ حَرْفٌ، وَمِيمٌ حَرْفٌ » ( سنن ترمذي -2877)

د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون د کرم او مهربانۍ مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی دغه شان آلم  ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .

«عَنْ عَائِشَةَ رضی الله عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  : الَّذِى يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَهُوَ مَاهِرٌ بِهِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ وَالَّذِى يَقْرَؤُهُ وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ لَهُ أَجْرَانِ»  (صحيح بخاري 8 / 538، و صحيح مسلم -798)

د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی . چې چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه په بهتره طريقي سره روان تلاوت کوي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو د تلاوت او بل د زحت او مشقت ) .

د قرآنکريم د تلاوت د ترک حکم http://dawat.katib.org/archives/1190

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: