په قرآن باندې قسم کول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمتالله و برکاته

محترمو زه یوه پوشتنه لرم هغه داچی ایا په قرانکریم باندی لاس

ایشودل او بیاچاته قسم ورکول چه ایا داخبره ماکړی وه او که نه نو پدی صورت کی کفاره واجبیژی او که نه که چیری کفاره واجیبژ نو په چا به وی په قسم ورکونکی او که په قسم کونکی که داسلامی شریعت په رڼا کی راته مفسل جواب راکړی نه مهربانی به مو وی . انجنير روح الله وردګ

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

که څوک په قرآن باندې قسم وکړي حانث بلل کيږي ځکه قرآن د الله جل جلا له  کلام دی که هغه کار و نه کړي د قسم کفاره ور باندې واجبيږي ( محمود الفتاوي ، فقه حنفي ابوالمختار ) .

قال  في  الدر المختار:

«قال الكمال : ولا يخفى أن الحلف بالقرآن الآن متعارف فيكون يميناً… وقال العيني : وعندي أن المصحف يمين لا سيَّما في زماننا. وعند الثلاثة المصحف والقرآن وكلام الله يمين »‌.

و  في  رد  المحتار:

‌«ونقل في «الهندية» عن المُضْمرات: وقد قيل هذا(اي قول صاحب الهنديةو كذا اذا حلف بالقرآن لانه غير متعارف) في زمانهم، أما في زماننا فيمين، وبه نأخذ ونأمر ونعتقد. وقال محمد بن مقاتل الرازي : إنه يمين، وبه أخذ جمهور مشايخنا اه. فهذا مؤيد لكونه صفة تعورف الحلف بها كعزّة الله وجلاله».(رد المحتار:3/56)

همدارنګه الشبکة الاسلامية ليکي :
فالحلف بالقرآن الكريم يمين منعقدة عند جمهور العلماء، لأن القرآن كلام الله، فالحلف به حلف بصفة من صفات الله عز وجل. (شبکة اسلامية ۹۱۸۱ رقم ).

د قسم پر مهال په قرآن باندې لاس ايښودل د قسم د پاره شرط نه بلل کيږي خو که د قسم د ثبات او مظبوطوالی د پاره وي جايز دی (وجاء في قرار “مجمع الفقه الإسلامي” : ” 2- وضع الحالف يده عند القسم على المصحف ليس بلازم لصحة القسم ، لكن يجوز إذا رآه الحاكم لتغليظ اليمين ليتهيب الحالف من الكذب ).

په قرآنکريم باندې په دې نيت قسم کول چې دا د الله جل جلا له  کلام دی د قسم حکم لري او د قرآن په مصحف ، ورقو او ليکنه قسم کول نه صحي کيږي .

والحلف بالقرآن وبكلام اللّه ينعقد به اليمين؛ لأنه صفة من صفات اللّه تعالى كعزة اللّه وجلاله وقد تعورف الحلف به بقطع النظر عن كونه النفسي أو اللفظي، أما الحلف بالمصحف كما يفعله العامة من وضع أيديهم على المصحف وقولهم: وحق هذا المصحف فإنه ليس بيمين، أما إذا قال: أقسم بما في هذا المصحف فإنه يكون يميناً. ولا ينعقد اليمين بصفة لم يتعارف الحلف بها كرحمة اللّه وعلمه ورضائه وغضبه وسخطه وعذابه ونفسه وشريعته ودينه وحدوده وصفته وسبحان اللّه ونحو ذلك ( فقه علی مذاهب الاربعة )

د قسم يا سوګند کفاره :

کفاره هغه جزا ده چه يو چا قسم خوړلی وي اوهغه يې نه وي تر سره  کړی نو کفاره پری لازميږي ،کفاره د الله جل جلا له   د نوم د عزت او درناوی په خاطر وي د قسم کفاره په لاندې ډول ده :

۱- د لسوتنو مسکينانو دوه وخته مړول .

۲- د لسو تنو مسکينانو په جامه پټول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي .

د قسم کفاره د قسم په حانث يا ماتونکي باندې لازميږي .

قسم څو ډولونه لري پوره تفصيل دلته وګورئ

والله أعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: