ملک الموت ته عزرائيل ويل او وران شوي جومات ته شهيد ويل

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

د عزرايل نوم ملک الموت ته، کوم شرعي نوم دی که نه؟

د مساجدو شهیدول اصطلاح کومه علمي اصطلاح ده که نه؟ که ړنګول کلمه وکارول شي ګناه لري که نه؟

جزاک الله خیرا
ډاکتر يمين

 الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې د  “عزرائيل” نوم له اسرائيلياتو څخه دی په قرآن او سنتو کې د روح د قبض کولو پريښتې نوم “ملك الموت” دی .

دوهم دا چې د شهيد د لفظ اطلاق په هغه کس باندې کيږي چې د الله جل جلا له  په لار کې شهيد شوی وي او همدارنګه هغه کسان چې په احاديثو کې د شهيد اطلاق ور باندې شوی وي لکه : په ابو کې غرق شوی ، سوزدلی ، د کيډي په مرض مړ شوی يا د طاعون په مرض مړ شوی او داسې نور .

مګر دا چې خلک خراب شوي او ړنګ شوي جومات ته شهيد وايي په اسلام کې هيڅ اصل نه لري، مګر ځنې خلک د دوی پر خپل ګمان د احترام د پاره دا کلمه کاروي او خراب شوي جومات ته شهيد وايي .

جومات ته ړنګ شوی او خراب شوی ويل هيڅ باک نه لري ځکه الله جل جلا له  د جومات له مينځه وړلو د خرابۍ کلمه کارولې ده .
” قوله تعالی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَيٰ فِي خَرَابِهَا … ” ﴿البقرة: 114﴾
ژباړه :او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله د ياديدو مخه نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

4 Comments

  1. جزاک الله خیرا

    مننه له معلوماتو ورکولو

  2. اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
    په شرعی لحاظ، که د فدایی بریدونو په هکله معلومات راکړی چی آیا دا کار شرعا جواز لری کنه؟ که یی لری په کومو حالاتو کی او دلیل یی څه شی دی؟

    په درنښت

  3. Firoz Ahmad

    جزاكم الله خيرا

  4. اسلام علیکم ورحمته الله!
    پوښتنه داده چې اوس په افغانستان کې د جمعې او اخترونو لمونځ کیږی او که نه؟
    جزاکم الله خیراً کثیراً
    ———————
    مهربانې وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3090

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: