د مبايل تېلفون د زنګ پر ځای د قران آيتونه او آذان ايښودل جايز دي ؟

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا جايز نه دي چې د موبايل تليفون د زنګ د نغمو پر ځای د قرآنکريم آیتونه ، اذان او اسماء الحسنا او نور ځای پر ځای شي ددې مسئلې د پاره شرعي دلائل په لاندې ډول دي :

اول دا چې په اسلام کې د شعائرالله احترام کول واجب دي الله جل جلا له  فرمايي : { وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ } سورة الحج الآية 32.

ژباړه : او څوک چې د الله د ټاکليو شعايرو درناوی وکړي نو دا د زړونو له تقوا څخه ده .

 ويقول تعالى: { وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ } سورة الحج الآية 30.

ژباړه : او څوک چې د الله جل جلا له  د وضع کړيو حرمتونو درناوی وکړي نو دا د هغه د رب سره پخپله د هماغه لپاره ډيره غوره ده .

قال الإمام القرطبي:[ { وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ } الشعائر جمع شعيرة، وهو كل شيء لله تعالى فيه أمر أشعر به وأعلم…. فشعائر الله أعلام دينه لا سيما ما يتعلق بالمناسك…] تفسير القرطبي 12/56.

امام قرطبي وايي : يعنې شعائر د شعيرة جمع ده ، او ټول هغه شیان چې الله جل جلا له  لره وي په هغه کې د أشعر حکم دی ، پس شعائرالله د دين اعلان دی او هغه يوازې په مناسکو پورې اړه نه لري .

نو بې شکه چې د قرآن آیتونه او آذان د الله جل جلا له  د سترو شعائرو څخه دي او څوک چې دا شعائر د تليفون د زنګ پر ځای کاروي د الله جل جلا له  د نوم او کلام اهانت دی ځکه د تليفون کارول په يوه ثابت وخت او ثابت ځای کې نه وي بلکي حمام ته هم وړل کيږي چې په حمام کې د الله جل جلا له  د کلام او ذکر لوستل جايز نه دي .

عن أنس – رضي الله عنه – قال (( كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إذا دخل الخلاء نزع خاتمه))1 رواه الترمذي وحسنه وصححه المنذري وغيره كما في التلخيص الحبير 1/108.

د انس رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله بيت الخلاء ته تللو خپله ګوتې به يې لري کوله او د نبی صلی الله عليه وسلم د ګوتې لري کولو سبب احترام ؤ ځکه چې د ده مبارک په ګوتې باندې لفظ جلاله ( الله) ور باندې ليکل شوی وو .

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ګوتې مهر ؤ چې محمد رسول الله نقش ور باندې ليکل شوی وو (بخاری ) .

همدارنګه که تيلفون د شا طرف جيب کې وي لکه د اوس عصر پتلونونه او هغه ناست وي او د آذان يا قرآن غږ پورته کيږي دا به څنګه وي ؟ آيا د کلام الله اهانت نه دی ؟

نو مسلمان لره ښايي چې د الله جل جلا له  د کلام او نومونو احترام وکړي او کله چې د الله جل جلا له  کلام قرآن تلاوت کيږي هغه ته به عوږ نيسي { وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ } سورة الأعراف الآية204.

( الجواب : المکتبة المسجد النبوي الشريف )

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. دآن لاین اسلامي لارشود سايت محترمو چلوونکوته

    السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
    ستاسو په ویب پانه کی په زره پوری معلومات خپریژی ستاسو نه یوه نری مننه
    زه هم یوه پوشتنه لرم هغه داسی چی زه په یوه دفتر کی کار کوم او د دموسسی کارکوونکی د معاش نه برسیره صحی بیمه هم لری چی میدکل انشورنس ورته وایی (Medical Insurance)د هرکارکوونکی دمیاشتنی معاش نه یوه اندازه روپی (مثلا 500 افغانی) دفتر کت کوی او دی د دوه چنده دفتر ورسره یوجای کوی (مثلا 1000 افغانی)
    نو د هری میاشتی د هر کارمند په سر 1500 افغانی د بیمی یو شرکت ته ورکوی نو هرکله چی کوم کارمند مریض شی او یا دوا واخلی نو د دغه مصارفو بیلونه دغه د بیمی شرکت ته استوی او هغه ورته د بیلونو روپی ورکوی
    نو په نتیجه کیداشی یو کارمند دی خپلی کاری مودی په دوران کی تر هغی زیاتی روپی دی بیمی د شرکت نه واخلی کومی چی دده دوجی نه دبیمی شرکت ورکرل شویدی او یا هم کمی واخلی (مثلا د لسو میاشتو په موده کی 15000 افغانی دی بیمی شرکت ته دی یوه کارمند له وجی ورکول کیژی خو په دی موده کی کیدایشی یو کارمند د 20000 شلو زرو بیل دی بیمی شرکت ته واستوی او روپی واخلی اویا دکمو روپیو او یایی بیخی وانه خلی دادی یوه کارمند په مریضی او دهغو په مصارفو پوری اره لری)نو نتیجه داده کارمند که لژ روپی واخستی که دیری دی بیلو په مقابل کی او هغه باقی روپی دی شرکت شوی که یی لژ واخستی او کی دیری واخستی هغه به شرکت ورکوی
    نو امید لرم چی داسلامی اصلو اواساساتو په رناکی مونژته دا واضح کری چی دامعامله صحیح ده او کنه او دی کومو دلایلو په بنیاد او یا په نوره اسلامی هیوادونو کی د دارنکه معاملاتو سره کوم نوعه چلند کیژی
    ستاسو د تفصیلی او مدلل جواب په هیله
    په احترام
    بلال له کابل نه

    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3845

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: