د لمانځه په وخت کې د موبايل تېليفون بندول جايز دي ؟

ښاغلو استادانو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
لمړي تاسو ته دداسی لوی خذمت چې تاسو په کار اچولی دی دلوي څښتن له درباره د ډیړ ډیرو ثوابونو غوښتونکی یم، خدای مو نوره هم توانایی دکړي چې اسلام او مسلمانانو ته خذمت وکړئ.
پوښتنه:کله چې یو څوک د لمانځه اداکولوپه حال کې وي یعنی دجماعت یا ځانکړي لمونځ وي، په دی وخت کې چاته د موبایل ټیلیفون زنګ راشی، نوموړي سړی باید څه وکړئ؟ په ډیر درنښت. محمد ولي ستانکزی

الجواب

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

د لمونځ کونکي د پاره په کار ده چې په لمانځه کې تر خپله وسه خشوع او خضوع وکړي او هغه اعمال چې د خشوع او خضوع مانع ګرځي ترک کړي ، لکه بې ځايه حرکات ، په بدن او جامه باندې لاس وهل د تلېفون نه بندول او داسې نور ….

لمونځ کونکي ته دا جايزه نه ده چې بې ضرورته لمونځ قطع يا مات کړي ځکه چې بې عذر ه د عبادت ماتول حرام دي قال الله تعالى: وَلا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ [محمد:33]  (موسوعة الفقهية )

هغه صورتونه چې لمونځ کونکي ته د لمانځه ماتول جايز دي دلته وګورئ .

کله چې د لمانځه په وخت د تلېفون زنګ راشي د لمانځه ماتول په کار نه دي بلکي د تلېفون بندول جايز دي .
فتاوي اللجنة الدايمة په اړه ليکي :

إذا كان المصلي بالحالة صلاة وأخذ التليفون يرن جاز له أن يرفع السماعة ولو تقدم قليلاً أو تأخر كذلك، أو أخذ عن يمينه أو شماله، بشرط أن يكون مستقبل القبلة، ؛ لما ثبت في الصحيحين أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يصلي وهو حامل أمامة بنت ابنته، فإذا ركع وضعها وإذا قام حملها ، وفي رواية مسلم : وهو يؤم الناس في المسجد ، ولما روى أحمد وغيره عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي في البيت والباب عليه مغلق فجئت فمشى حتى فتح لي ثم رجع إلى مقامه، ووصفت أن الباب في

القبلة . 

کله چې لمونځ کونکي د لمانځه ادا کولو په حال کې وي ده لره جايز ده چې تليفون بند کړي ، او يا هغه د ښي طرف څخه چپ طرف ته کړي په شرط ددې چې قبلې ته مخامخ وي په دليل د لاندې صحيح احاديثو :

أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يصلي وهو حامل أمامة بنت ابنته، فإذا ركع وضعها وإذا قام حملها (۵۱۶ بخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  د لمانځه په وخت کې امامه د زينب لور پورته کوله ، کله به چې سجدې ته لاړ هغه به يې (پر ځمکه ) کينوله او کله به چې له سجدې څخه پورته شو هغه به يې اخيستله .

كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي في البيت والباب عليه مغلق فجئت فمشى حتى فتح لي ثم رجع إلى مقامه، ووصفت أن الباب فيالقبلة  (المسلم ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  په اتاق کې لمونځ کولو د اتاق ور بند ؤ هغوی صلی الله عليه وسلم لاړ ور يې خلاص کړ او بيرته خپل د لمانځه ځای ته راغی ، او دا ور د قبلې لورې ته وو .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء (۷/۳۰  )

همدارنګه شبکة اسلامية ليکي :

مګر که کله د لمانځه په حال کې د موبايل زنګ راشی د لمانځه ماتول په کار نه دي بلکي د هغه به د امکان په صورت کې په کم حرکت کولو سره بند کړي  چې په دې صورت کې په لمانځه باندې څه تأثير نه لري

ومنه يعلم أنه لا يجوز قطع الصلاة المفروضة لأجل إغلاق الهاتف المحمول إذ يمكن للمصلي أن يغلق الهاتف المحمول أو على أقل تقدير أن يسكت رنين الهاتف بحركة يسيرة في أثناء الصلاة، ولا يؤثر ذلك في صحة الصلاة (شبکة الاسلامية مرکز الفتاوي ) .

 وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

 و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. Masha Allah

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: