(۳) ذکر ، دعا او استغفار ( د ذکر کثير مطلب )

د ذکر کثير اندازه څومره وي ؟

 الله جل جلا له  امر کړی دی چې د هغه جل جلاله زياد ذکر وشي

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ (۱۹۱ العمران ) .

هغه کسان چې په ولاړه او ناسته او پر چنګ وهلي باندې الله جل جلا له  يادوي او د آسمانونو او ځمکې د پيدايښت (رازونو ) کې فکر کوي .

وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ( ۳۵ الاحزاب ) .

او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله جل جلا له  دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا 41 وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً  (الاحزاب ۴۱-۴۲ )

ای مؤمنانو ! الله جل جلا له  په ډير ډير يادولو سره يادوئ ، او په سبا او بيګا ګې د هغه يادونه کوئ .

مجاهد وايي : د زيات ذکر کولو حد دا دی چې انسان هر وخت په ولاړه ، ناستي ، چملاستو د الله جل جلا له  په ذکر مشعول وي .

ابن صلاح وايي : انسان چې سبا او بيګاه او هر وخت د رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه ثابت اذکار او ماثورې دعا ګانې وايي او په هغه باندې همشوالی وکړي .

ابن عباس : علی بن ابو طلحه له ابن عباس رضی الله عنه نه په تفسير ددې آیت کې روايت کوي چې : الله جل جلا له  چې پر خپلو بندګانو کوم عبادات مقرر کړی دي د هغه د پاره يې يو حد ټاکلی دی مګر د ذکر او د الله جل جلا له  د ياد د پاره يې څه حد نه دی ټاکلی همدارنګه په نورو عباداتو کې د معذور احوال هم په نظر کې نيول شوی دي مګر د ذکر په باره څوک مغذور نه شميرل کيږي نو بنا پر دې د الله جل جلا له  ذکر او ياد په  ولاړه ، ناسته ، چملاستو ، شپه او ورځ ، په وچه او بحر ، په سفر کې ، فقر او غنا په حال کې د ناروغۍ او جوړتيا په حال کې په پټه يا ښکاره په ټولو حالاتو کې .

ځنې علماء د ذکر کلمې ته وسعت ورکوي چې ذکر عبارت دی د الله جل جلا له  له يادولو څخه  لکه عبادات ، د قرآن تلاوت ، په ټولو حالاتو کې د الله جل جلا له  ياد ساتل مثلاً په کار او معاملاتو کې د الله جل جلا له  او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د اوامرو ياد ساتل او په هغه باندې عمل کول او د الله جل جلا له  په مخلوق او قدرتونو کې فکر کول ، الله جل جلا له  ته د ورتګ او فنا کيدو فکر کول او اسماء الحسناء او هغو دعاګانو او اذکارو ذکر کول کوم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه ثابت شوی وي ټول ذکر او د الله جل جلا له  ياد بلل کيږي او واقعاً مسلمان هر وخت د الله جل جلا له  په ذکر کې مشعول وي او زړه د هغه جل جلاله د ياد سره تړلی وي . (فقه النسة ) .

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. دحربي كافرانونه غلاشوي مال دبل چانه په بیعه اخستل روادی اوکه نه؟

    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3825

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: