(۱) د ذکر ، دعا او استغفار پرلپسې لړۍ ( د ذکر فضيلت )

ګرانو وروڼو او خوندو !

د ذکر ، دعا او استغفار دغه رساله مو ددې لپاره چمتو کړي ده تر څو د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه هغه اذکار او دعاګانې چې په صحيح رواياتو ثابتې دي جمع کړو ځکه چې د هر عبادت د قبول يو شرط دا دی چې هغه عبادت د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په طريقه وي او د ذکر او دعا د فضيلت په باره چې کوم مردود روايات وارد شوي دي پرېښودل شي .

بل هدف مو دا دی چې الله جل جلا له  خپل بندګانو ته د زيات ذکر کولو امر کړئ دی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ) او حديث شريف کې راغلی دي مؤمن به د دنيا د ژوند د هغه وخت آرمان کوي کوم چې بغير د الله جل جلا له  له ذکر او ياد څخه تير شوی وي نو په دې خاطر مو د ذکر فضليت او اهميت په باب قرآني او نبوي ارشادات را ټول کړل .

او دا چې الله جل جلا له خپلو بندګانو ته د دعا حکم کړئ دی چې وغواړئ له ما څخه چې زه يي قبول کړم (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ) او همدارنګه خپلو بندګانو د توبې کولو او بخښنې غوښوتلو امر کوي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً) او (وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ) ، نو ځکه مو د دعا ، توبې او استغفار د اهميت او فضيلت په باره کې مفصل بيان و ليکلو .

په دغه رساله کې د امکان تر حده پورې ټول صحيح روايات را ټول شوي دي او په ټولونه يي ډير دقت شوی دی .

زما مسلمانانو وروڼو او خوندو !

تاسې يې هم نورو ته په رسولو کې کوښښ وکړئ ځکه دغه اذکار د يو مؤمن د پاره د ژوند تر آخره په کار دي او تاسې به د هغه په اجر او ثواب کې شامل شئ يا يي حد اقل خپلې کورنۍ او خپل ملګري ته ورسوئ

و سلام عليکم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ذکر فضائل :

وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ  (الأعراف:205)

او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ، نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .

وقال تعالى: وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً[الأحزاب:35]

او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله جل جلا له  دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

په سوره احزاب الله جل جلا له  ددې آيت (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا 41 وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً ) وروسته فرمايي :

هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلاَئِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا (الاحزاب ۴۳ ) .

دی هغه (ذات ) دی چې پر تاسې درود استوي او پرښتې يې هم ، څو تاسې له تيارو څخه روښنايۍ ته را وباسي . او ( الله ) پر مؤمنانو ډير لوروونکی دی .

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨)

هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د ذکر په باره کې په سنتو کې ډير احاديث راغلی دي چې ځنې د هغې په لاندې ډول دي :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، ….. (البخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د الله جل جلا له  ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په ګنړه او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

وعن أبي موسى الأشعري عن النبي صلی الله عليه وسلم قال:{مثل الذي يذكر ربه والذي لا يذكره مثل الحيّ والميت} [رواه البخاري].

د ابی موسی الاشعری رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مثال د هغه چا چې د الله جل جلا له  ذکر کوي او هغه چې غافله وي له ياد د الله جل جلا له  څخه داسې دی لکه ژوندی او مړ .

عن عبدالله بن بسر رضی الله عنه  ان رجلاً يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  الله ان شرائع الاسلام قد کثرت علی فاخبرني بشی ءٍ استن به قال لا يزال لسانک رطباً من ذکر الله ( احمد ، ترمذي ) .

له عبدالله بن بسر رضی الله عنه  نه روايت دی چې : يو صحابي عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! د اسلامې شريعت احکام ډير دي ما ته  داسې شي را وښيه چې زه هغه خپل دستور او مشغله جوړ کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وفرمايل : د الله جل جلا له  په ذکر هر وخت رطب اللسان اوسه (ژبه دې د الله جل جلا له  په ذکر مشغوله ساته ) .

آن لاين اسلامې لارښود

 

Leave a comment