د سيرت لړۍ ( اقتصادي بنديز د تړون ليک شکيدل )

د تړون لیک شلیدل: پوره دري کاله په ظلم او تیري کې تیر شول د نبوت په لسم کال د محرم په میاشت کې د تړون د ماتوالي او پاڼې شلیدو پیښه مینځ ته راغله او هغه په دې ډول چې د تړون له لومړۍ ورځې څخه ځینې عرب د دې کار ملاتړي او ځینې پرې ناخوښه وو.

دتړون د ماتولو کار د بني عامر بن لوني د کورنۍ غړي هشام بن عمرو چې په پټه به يې د شپې له لوري د هاشم کورنۍ ته خوراکي مواد هم رسول پیل او زهیر بن امیة المخزومي چې د عاتکې بنت عبدالمطلب ځوي او د ابوطالب خوریی کیږي هغه ته ورغي او ورته یې وویل:

زهیره! ته په دې خوښ یې چې په خپله ښه خوراک څښاک کوې او پوهیږې چې په ماما ګنۍ د څه تیریږي؟

زهیر ورته وویل چې هلاک شې زما څه په وس دي زه خو یو سړي یم؟ په الله سوګند که یو سړي مې بل ملاتړ وکړي زه به دا تړون مات کړم ،هشام وویل چې دویم دې زه یم زهیر وویل دریم هم پیدا کړه همدا وو چې د دوي دریم مطعم بن عدي څلورم ابي البختري، پنځم زمعة بن الاسود ملګري شول بیا ټول ملاتړي په حجون کې سره را ټول او د پاڼې شکولو خبره یې سره پخه کړه.

زهیر په غاړه واخیسته چې لومړي به وړاندې کیږي او په دې باره کې به خبره شروع کوي سهار وختي هر سړي د وعدې مطابق خپل ځاي ته ځان ورساوه ، زهیر چې نوي او پاک کالي یې اغوستي وو لومړي ۷ چکره طواف وکړ او بیا یې قوم ته مخ او ویې ویل:

اي د مکې خلکو! دا کوم انصاف دي چې مونږ ښه خوراکونه کوو نوې جامې اغوندو او د هاشم کورنۍ به له لوږې نه هلاکیږي، سوګند په الله چې زه به دا د ظلم او ناروا پاڼه خامخا شکوم ابوجهل چې د جومات په یوه کنج کې ناست وو غږ یې وکړ درواغ وایې سوګند په الله چې دا پاڼه به هیڅکله نه شکیږي.

زمعة بن الاسود پرې غږ کړ ته دروغجن یې دا پاڼه زمونږ په خوښه نه ده لیکل شوې بیا ابوالبختري او بیا د دوي بل ملګري مطعم بن عدي بیا هشام ټولو وویل چې مونږ په دې پاڼه راضي نه یو.

ابوجهل وویل: نه نه په دې خبره په بل ځاي کې مشوره او خبره شوې او اوس يې ټول په یوه خوله وایي.

ابوطالب چې د جومات په یوه څنډه کې ناست وو او د دې لپاره راغلي وو چې الله جل جلا له رسول الله صلي الله علیه وسلم ته خبر ورکړي وو چې الله پاک په پاڼه ویاڼې اخته کړي بې د الله جل جلا له له نوم څخه یې نور ټول د ظلم تیري او پریکونې کلمې خوړلې دي ، همدا خبره یې خلکو ته راوړې او ورته یې وویل: وراره مې داسې خبره کړې که خبره یې درواغ وه نو زه به یې له مینځه بیرون او تاسې ته به یې پريږدم او که خبره یې رښتیا وه نو تاسې باید په مونږ ظلم او تیري لنډ او نظربندۍ مو ختمه کړي.

قوم وویل: د انصاف خبره دې وکړه .

وروسته له دې چې د قوم او ابوجهل تر مینځ خبرې تاو را تاو شوې مطعم پورته شو چې لیکلې پاڼه وشکوي ګوري چې ویاڼې هرڅه خوړلي دي یوازې د الله جل جلا له نوم پاته دي او نور ټول توري خوړل شوي دي.

پاڼه وشکیده رسول الله صلي الله علیه وسلم او ورسره ملګري یې له نظربندۍ بیرون شول او په دې ترتیب مشرکانو د رسول الله صلي الله علیه وسلم د نبوت د رښتینولۍ ډیر لوي او ستر دلیل په غړنده سترګو ولید لکه چې الله جل جلا له فرمایی:[ وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ 2 ]     القمر

 که دوي هره نښه ووني مخ اړوي او وایی چې دا یو دایمي سحر دي.

نه یوازې دا چې مشرکینو له حق څخه مخ واړاوه د پخواني کفر تر څنګ یې نورو کفري کارونو ته هم ملا وتړله.

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: