د زکات او مالياتو تر مينځ څه فرق دی ؟

د زکات او مالياتو تر مينځ څه فرق دی ؟

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چې الله جل جلا له  پر غنيانو مسلمانانو باندې فرض کړی دی د مسکين ، فقير … جهاد د مرستې او تعاون د پاره ، زکات يو اهم عبادت دی چې الله جل جلا له  په قرآنکريم په ډيرو آيتونو کې د لمونځ سره يو ځای ذکر کړی دی .

او ماليات د حکومت لخوا په خلکو باندې مقرريږي چې د زکات سره هيڅ تړاو نه لري .

ماليات د دولت لخوا مالي التزامات بلل کيږي چې هغه بيا د حکومت او عامه خلکو په مصالحو کې مصرفوي .

ځنې خلک چې ماليات ورکوي هغوی زکات نه ورکوي دوی ګمان کوي چې همدا ماليات به د زکات پر ځای کافي وي ، داسې نه ده زکات د الله جل جلا له  امر دی او د مصرف ځايونه يې په قرآنکريم کې ټاکل شوی دي او ماليات د حکومت امر دی .

قال علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :

“لا يجوز أن تحتسب الضرائب التي يدفعها أصحاب الأموال على أموالهم من زكاة ما تجب فيه الزكاة منها ، بل يجب أن يخرج الزكاة المفروضة ويصرفها في مصارفها الشرعية ، التي نص عليها سبحانه وتعالى بقوله : ( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية” انتهى .

يعنې : دا جواز نه لري چې څوک ضرائب يا ماليات د زکات په اموالو کې حساب کړي بلکي په هغه باندې دا فرض ده چې د خپل مال زکات ادا کړي او هغه د اسلام موافق مصرف کړي کوم چې الله جل جلا له  ور باندې امر کړی دی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ) الآية”

 “فتاوى اللجنة الدائمة” (9/285) .

والأصل في فرض الضرائب على الناس أنه محرم ، بل من كبائر الذنوب ، ومتوعد فاعله أنه لن يدخل الجنة ، وقد جاء في السنة النبوية ما يدل على أن الضريبة أعظم إثما .

اصلاً پر خلکو باندې د مالياتو مقررول حرام دي ، بلکي دا د کبيره ګناهونو څخه دي ، ماليی اخيستونکي (چې توبه و نه باسي ) جنت نه شي داخليدای ، او نبوي سنت په دې باندې دلالت کوي چې دا لويه ګناه ده نور تفصيل دلته وګورئ

و الله اعلم

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: