امام پسې الحمدلله ويل جايز دي او که نه ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة

زما پوښتنه داده چی آیا بدون له الحمدالله څخه لمونځ په امام پيسی صحیح دی او که څنګه یعنی په جهری او خفیه دواړو حالاتو کی ځکه چی حدیث شریف دی ترجمه:بدون له الحمدالله څخه لمونځ نشته.

په دی اړ که معلومات راکړی مننه او اجر به مو وی.

محمود صالحي وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا صَلاة لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ ) رواه البخاري (الأذان/714)

د پورته حديث شريف د تأقيد پر بنا د احنافو په نزد فاتحه ويل په لمانځه کې هغه که امام وي يا تنها ګزار واجب دي او که قصداً پريښودل شي لمونځ باطل دی .

او هر چې مقتدې دی د هغه د پاره دوه حالته دي :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :

( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .

او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې :( وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل مستحب دی او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ).

هيئت کبار علماء عربستان (الجنة الدائمة) ددې مسئلې په اړه ليکي :

په دې قضيه کې بايد د علماء تر مينځ اختلاف جوړ نشي او دا مسئله يو د بل د بغض او نفاق سبب نشي تاسې فقط د علمي مباحثې په خاطر او د معلوماتو د زيادت پر لحاظ په دې مسئله کې بحث کولای شئ ځکه چې ځنو خلکو د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه په امام پسې د فاتحې ويل واجب ګڼې او ځنو بيا د هغو علماء تقليد کړی دی چې هغه د قرائت د پاره غوږ نيول واجب ګڼې او د امام په قرائت باندې اکتفا کوي نو هيڅ باک نه لري ( ځکه دواړو ډلو د سنتو اتباع کړی ده ) نو په دې کې اختلاف پکار نه دی .

ولا ينبغي أن تجعلوا خلاف العلماء في هذه القضية وسيلة إلى البغضاء والتفرق والتدابر ، وإنما عليكم بمزيد من الدراسة والاطّلاع والتباحث العلمي . وإذا كان بعضكم يقلّد عالماً يقول بوجوب قراءة الفاتحة على المأموم في الصلاة الجهرية وآخرون يقلدون عالماً يقول بوجوب الإنصات للإمام في الجهرية والاكتفاء بقراءة الإمام للفاتحة فلا بأس بذلك ، ولا داعي أن يشنِّع هؤلاء على هؤلاء ولا أن يتباغضوا لأجل هذا .

وعليهم أن تتسع صدورهم للخلاف بين أهل العلم ، وتتسع أذهانهم لأسباب الخلاف بين العلماء ، واسألوا الله الهداية لما اختلف فيه من الحق إنه سميع مجيب ، وصلى الله على نبينا محمد (اللجنة الدائمة)

او زمونږ نصحيت هم کټ مټ همدا دی

آن لاين اسلامې لارښود

4 Comments

  1. مننه له دې جزیاتو او ښکلي نظرنه. ریښتیا هم علمي بحث ښه دی ترڅو معلومات ډیر شي. خو باید د اختلاف سبب نه شي

  2. وروڼو،

    دا مسله ډیره آسانه ده چه هغه حدیث چه لمونځ بغیر د فاتحی نه کیږی البته دلته د جماعت ذکر نسته بلکه بلخوا حدیث چه من کان له اماما یعنی چا ته چه امام وی نو دامام قرآت دمقتدی لپاره کافی ده نو دلته واضحه حدیث ده او دامام مذهب ډیر مضبوط دلیل لری او په ټولو امامانو کی هغه امام اعظم صحابه وو ته ډیر نږدی وه او حتی لوی لوی امامان او مجتهدین لکه امام محمد، امام زفر، امام قاضی بو یوسف، او ډیر نور دامام په مذهب ول او ځمونږ دمذهب هره خبره قرآن او حدیث ته نږدی او سمه لاره ده.

    پاتی سوه نوری خبری لکه بخاری څه وایی، او نور محدثین څه وایی، که وګوری ددی محدثینو کتابونه ډیر وروسته لیکل سوی البته د حضرت ص دوخت نه او امام صاحب ډیر نږدی وه صحابه ووته نو دهغه روایت او په سترګو لیدلی حالات چه صحابه یی لیدلی او هغوی حضرت محمد ص لیدلی نو آیا دبل چا خبره دامام صاحب دخبری نه قوی یا لوی حجت کیدای سی، نه هیڅکله هم نه،

  3. محترمو وروڼو ډیره مننه الله داجرونه درته نصیب کړی.

    نهایی خبره دا شوه چی په امام پسی په خفیه لمانځه کی دفاتحی لوستل مستحب خبره ده اما په جهری لمانځه کی به امام ته غوږنیسی. اګرچی ما تراوسه پوری فاتحه په امام پسی نده ویلی خو وروسته لدی به یی ووایو انشاالله.
    محترمو وروڼو که داروښانه شی چی آیا دغه:. عن جابر رضی الله عنه قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ). حدیث قوی حدیث دی او که ضعیف نو مهربانی به مو وی.
    مننه
    ستاسوورور حکمت الله

  4. ښاغلیو،

    دغه حدیث بلکل په صحیح سند سره او حدیث مرفوع دی بل دا
    چه دقرآن نص لکه چه الله پاک فرمایی واذ قراء القرآن فاستمعو له و انصتو، دلته له تفسیر ابن کثیر نه واخله تر ډیرو سترو سترو تفاسیرو جه دغه آیت دلمانځه په باره کی راغلی او دانصتو کلمه داسی ده چه زړه کی به هم څوک څه نه وایی، انصات د چوپتیا لپاره وی او سمع دغوږو یا ظاهر لپاره نو داحنافو دلیل له قرآن سره هم سر لګوی او له حدیث سره هم.

    والسلام.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: