د نفاس په موده کې د (40 ) ورځو مخکې پاکيدل څه حکم لري ؟

لومړی ټولو استادانو ته د زړه له کمی سلامونه او نیکی هیلی!

پوښتنه:د نفاس کمه موده او زیاته موده څومره ده؟ که چیری یوه ښځه له نفاس څخه په 15 ورځو کې یا په 25.20 ورځو کې پاکه شئ نو هغی سره جماع کول جایز دي او که نه؟ که چامخکې د 40 ورځو حخه جماع کړی وي شریعی حکم یی څه دی؟

محمد ولی ستانکزی

……………………………………………

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس په موده کې د (40 ) ورځو مخکې پاکيدل څه حکم لري ؟

که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ ، روژه به کوي او جماع کول جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې موده حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .

قال الترمذي رحمه الله : ” و قَدْ أَجْمَعَ أَهْلُ الْعِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ عَلَى أَنَّ النُّفَسَاءَ تَدَعُ الصَّلاةَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا إِلا أَنْ تَرَى الطُّهْرَ قَبْلَ ذَلِكَ فَإِنَّهَا تَغْتَسِلُ وَتُصَلِّي ” انتهى .( په دې مسئله کې د ټولو اهل علم اتفاق دی هغه که صحابه دي ، تابعين او د هغه وروسته چې د نفاس موده ( کوم چې په هغه کې د لمانځه رخصت دی ) څلويښت ورځې ده ، مګر که ښځې د څلويښتو ورځو د پوره کيدو مخکې پاکي و ليده نو هغه به غسل کوي او لمونځ به ادا کوي ) .

همدارنګه درالمختار ليکي : و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (5/458) : ” إذا رأت المرأة النفساء الطهر قبل تمام الأربعين فإنها تغتسل وتصلي وتصوم ولزوجها جماعها ” انتهى .

آن لاين اسلامې لارښود

2 Comments

  1. محمدولی ستانکزی

    ډیره زیاته مننه له تاسو محترمو استادانو څخه چې زما پوښتنی ته مو په خپل وخت سره دقیق ځواب راکړ،ستاسو دنورو همکاریو په هیله،خوشاله اوسي.

  2. محمدولي ستانکزی

    ښاغلو استادانو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    لمړي تاسو ته دداسی لوی خذمت چې تاسو په کار اچولی دی دلوي څښتن له درباره د ډیړ ډیرو ثوابونو غوښتونکی یم، خدای مو نوره هم توانایی دکړي چې اسلام او مسلمانانو ته خذمت وکړئ.
    پوښتنه:کله چې یو څوک د لمانځه اداکولوپه حال کې وي یعنی دجماعت یا ځانکړي لمونځ وي، په دی وخت کې چاته د موبایل ټیلیفون زنګ راشی، نوموړي سړی باید څه وکړئ؟ په ډیر درنښت. ستانکزی

    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3822

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: