نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

بلکي د قرآن او سنتو اتباع او د اسلامې امت د وحدت غوښتونکي يو ځکه :

د وهابيانو ددې رايي سره سخت مخالف يو چې د څلورو اسلامي فقهو او څلورو مذاهبو د امامانو د هلو ځلو څخه انکار کوي کوم چې د احاديثو اسناد يي څيړلي دي او د قرآن او حديث څخه يي د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسائل را ايستلي دي هغوی خيرالقرون ته ډير نږدي او د لوړې تقوی خاوندان وو ، هيڅ امام له خپلي رايي څخه څه نه دي ويلي بلکي ټولو د قرآن او سنتو څخه مسائل را ايستلي دي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د دين ځنې امور د امت د آسانی د پاره په بيلابېلو طريقو تر سره کړی دي چې د امامانو له جملي څخه يو يي يو قول را خيستی او بل يي بل قول ته ترجيح ورکړی ده .

امام مالک رحمه الله په احاديثو کې لوی کتاب موطا مالک ليکلی دی ، امام احمد د مسند احمد په نوم د احاديثو لوی کتاب ليکلی دی او امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې وتلی عالم تير شوی دی او امام ابوحنيفه د دريو واړو مشر او استاذ بلل کيږي .

نو ای اهل حديثو ! تاسې ته چې هر څه تيار په لاس درغلل اهل حديث شوئ او هغوی د دومره خدمت او هلو ځلو سره سره د احاديثو خلاف شول .

ای افسوس !!! په دې انصاف آيا دا قضاوت د يوه مسلمان د پاره مناسب دی آيا په اسلامي امت کې دا ډول اختلاف جوړول د اسلامي امت د ټوټې کيدو او کفر د نفوذ د پاره لاره جوړول نه دي ؟

امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجري کې پيدا شوی دی د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق دی هغه خپل مسلک په دوو خبرو کې خلاصه کړی دی :

اذا صح الحديث فهو مذهبي ( په صحيح حديث باندې عمل کول زما مسلک دی )

په دې اړه الشيخ محمد سعيد بن محمد أمين صفرالمدني الحنفي رحمه الله يو مکمله رساله په نوم د رسالة الهدى في اتباع النبي المقتدى ليکلې ده .

او بل امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : کله مو چې زما کوم قول د قرآن او سنتو خلاف و ليد هغه پريږدئ په قرآن او سنتو عمل وکړئ

نو د قرآن او سنتو د اتباع او د هغه د موافقت د پاره همدا خبرې کفايت کوي او په همدې باندې اکتفا کوو .

يعنې وهابيان د اسلامې امت د رښتنيو علماؤ په شان کې ګوستاخي کوي چې دا د يوه مسلمان د پاره مناسب کار نه دی .

که تاسې فکر کړی وي اسلامې لارښود حنفي فقه اقوالو په احاديثو ثابتوي او يوازي د فقهې په اقوالو اکتفا نه کوي ددې څخه مقصد همدا دی چې خلکو واروئ زمونږ مذهب د قرآن او سنتو اتباع ده او بس .

ځنې کسان چې د حنفي فقه په قول نيوکه لري د هغه په اړه يې پوره تحقيق نه وي کړی که نه زه پخپل ناقص علم او پوهي ټولو ته دا و ړانديز کوم چې تاسې ما ته داسې کوم قول را وښيی چې هغه خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي خو دې ته مو پام وي چې د هر مصنف ليکل شوی کتاب او په هغه کې څه غلطۍ د مذهب نمايندګي نه شي کولای بلکي هغه خپله د مصنف مسولئت دی .

بل دا چې د مذهب ردول په ټولنه کې د اختلاف را مينځته کول دي

ځکه عام خلک په دې ډول فروعي اختلافاتو کې پوهه نه لري هغوی ته شک پيدا کيږي چې زمونږ په مذهب ولي داسې نه دي .

مثلاً د کابل په کمپنۍ کې د اهل حديثو (وهابيانو ) يو ځانګړی جومات دی هغوی په زوره آمين وايي ، د پښو تر مينځ يي زياته فاصله وي په تشهد کې کوتې ته حرکت ورکوي .

په زوره آمين او خفيه سره آمين ويل ، د شهادت په وخت کې د کوتې ښورول او نه ښورول ، د پښو په منځ لږ فاصله او ډير فاصله هر يو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .

خو نا پوهه وهابيان بيا په دې فکر کې وي چې خفيه آمين ويل يا د پښو تر مينځ د څلورو کوتو په اندازه فاصله د احاديثو خلاف ده (العياذ با الله ) .

او يا نا پوهه مذهبيان بيا په دې فکر کې وي چې د وهابيانو دا اعمال د احاديثو خلاف دي (العياذ با الله ) .

نو دا ځان ځاني به بيا په يوه داسې اکثريت نا لوستي او د ديني احکامو څخه نا خبره ټولنه کې پخپل عبادت کې د شک او ترديد سبب نه شي ؟

ښاغلی وهابي صاحب ! که د بدعت ، شرک او خلافاتو پر وړاندې مبارزه کول غواړې مونږ ستا ملګري یو او که د بدعت او شرک د مقابلي تر عنوان لاندې دې مطلب د مذهب پر وړاندي دريدل وي او کوم بدعتي پير ، بدعتي عالم او بدعتي کس اعمال پر مذهب ور تپې او د څلورو مذاهبو مسلک د سنتو خلاف بولې نو دا بيا په اسلامې امت کې د مسلمانانو تر مينځ اختلافاتو ته لمن وهل دي په دې هدف کې بيا اتباع سنت نشته بلکي د مسلمانانو اتحاد او واحد محراب ته سدمه رسول دي .

همدارنګه هغه تعصوبي مذهبيان چې اهل حديثو ته ګمراهان وايي (العياذ بالله ) حال دا چې دوی د دين مسائل مستقيماً له قرآن او حديث څخه را و باسي ډير د انصاف څخه لرې خبره ده او د مسلمان د شان سره داسې فکر لرل بالکل غلط دي .

حکيم امت اشرف علي تهانوي رحمه الله ليکي : حقيقت ته د رسيدلو دوې لارې دي تحقيق او تقليد يعنې که څوک دا استعداد ولري چې مستقيماً له قرآن او حديث څخه مسائل را وباسي صحي ده او که دا استعداد و نه لري د بل د تقليد له لارې چې د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق وي تقليد کول هم صحي دي ( تحفة العلماء ج ۲ ص ۲۸۴ ) .

همدارنګه ځنې تعصوبي کسانو ته چې د قرآن او حديث دليل وړاندې شي نو دوی تر هغه پورې ور باندې باور نه کوي څو د کوم امام يا مذهبي په قول باندې ټاپه شوی نه وي چې دا هم د ګمراهۍ فکر دی ځکه مذهب د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده د قرآن او سنتو په رڼا کې په مسائلو باندې بحث شوی وي مذهب العياذ بالله د قرآن او سنتو نه ځانته بل څه نه دي .

فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).

په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .

لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه درسول  د اطاعت پر ځای ددغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دادی  چې دالله (ج) او رسول الله (ص) د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار)

او ددې کسانو دا ډول مفکوره لرل هم د بې علمۍ دليل دی هغوی دی علمي تحيقات وکړي خپل اشتباهات دې رفع کړي او د اسلامې امت له ټوټې کولو دې لاس واخلي .

آخري خبره :

د لوستونکو څخه دا هليه کوو چې د امت د ډلو په منيځ کې چې کوم فروعي اختلافي مسائل دی هغه نه دي ډډه وکړي خو که د ده د عقيدې او عمل د شک او ترديد سبب شي بيا د هغه څيړل او په هغه باندې ځان پوه کول ضروري دي .

ځکه ډير مهم مسائل مو مخې ته پراته دي ددې ډول بحثونو او ناندريو د پاره به وخت له کومه کړو ځکه په داسې اساسو او سختو شرايطو کې قرار لرو چې په دين ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبي ترې پورته کيږي .

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

د اسلامې لارښود خبره :

دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مې چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوم او خلک ته به الهي احکام رسوم ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږم او نه شرميږم ، هدف مې د الله جل جلا له  رضا ده پر الله تعالی مې توکل کړی دی او زه په خپلو وښکو لړلې ليکنې د ده ستر ذات ته پښ کوم ، د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرم .

که په ما کې څه داسې غلطي وينئ چې کومه کلمه مو خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي ما ور باندې خبر کړئ زه به يي فوراً اصلاح کړم او که د اصلاح کولو صلاحيت مو په ځان کې و نه ليد او يا د دين د نصرت پر ځای مو مسلمانانو او دين ته خدای مه کړه څه ضرر رسولی وي نو زه به ډير ژر د هوا د څپو څخه ووځم او دا ځای به بل چاته پريږدم ځکه زما هدف خو د دين قيام دی .

آن لاين اسلامې لارښود

4 Comments

  1. اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
    ښاغلی، محترم او معززه وروره، الله تعالی دی ددی ستری هڅی او خدمت بی شمیره اجرونه درکړی. که هر مسلمان ستاسو ۱۰ سلنه ورته خدمت هم وکړی نو دنیا به ګل او ګلزار وی کومه به چی د آخرت د بریاو لپاره هم توښه او وسیله شی. په ریښتیا سره چی ستاسو ټول دلایل معقول او منقول دی او د قرآن او سنتو په رڼا کی دی کور مو ودان الله تعالی دی تاسو ته نور هم توفیق درکړی او مونږ ټولو ته د عمل توفیق او د دورته خدمت توان راکړی.
    جزاک الله

  2. ګرانه لمړى خپل سلامونه او نيكې هيلې درته وړاندې كوم اودلوي څښتن څخه درته پدې لاره كې د لا برياؤ هيله كوم همدغه ستاسې نظر زما فطري عقيده ده او دهميش لپاره به په دې فكر كې وم چې زما دا عقيده به صحيح وي او كه نه خو اوس ستاسې له پورته څرګندونو وروسته مې اطمنان حاصل شو او هغو كسانو ته چې په پوهه اوناپوهي سره په اسلامي امت كې دخپلو شخصي منافعو په نظر كې نيولوسره پدې امت كې درځ راولي لمړى ورته دهدايت غوښتنه كوم اوكه د هدايت مستحق نه وى خداي ج يي درسوا او هلاك كړي

  3. ګرانه لمړى خپل سلامونه او نيكې هيلې درته وړاندې كوم اودلوي څښتن څخه درته پدې لاره كې د لا برياؤ هيله كوم همدغه ستاسې نظر زما فطري عقيده ده او دهميش لپاره به په دې فكر كې وم چې زما دا عقيده به صحيح وي او كه نه خو اوس ستاسې له پورته څرګندونو وروسته مې اطمنان حاصل شو او هغو كسانو ته چې په پوهه اوناپوهي سره په اسلامي امت كې دخپلو شخصي منافعو په نظر كې نيولوسره پدې امت كې درځ راولي لمړى ورته دهدايت غوښتنه كوم اوكه د هدايت مستحق نه وى خداي ج يي درسوا او هلاك كړي
    پ – حقپال

  4. ګرانه وروره،

    ما د البانی خبره څکه را اخیستی چه هغه په خپل کتاب کی لیکی چه په سعودی یا بلد المقدسه کی نږدی پنځه دیرس بدعته دی او یو بدعت پکښی دحضرت محمد ص قبر مبارک هم دی، بل داچه تاسو لیکلی چه هغه د بعضی کتابونو نه ضعیف او قوی احادیث جلا کړی، اول خو هغه ته دا چا وښوول او په کوم منطق دی هغه جلا کوی، ده خو دخپلی خوښی او مذهب مطابق احادیث را اخیستی او هغو ته یی ضعیف ویلی کوم چه دده دعقیدی خلاف دی، آیا دی ته دحدیث خدمت وایی که له حدیثو سره دښمنی،زه تاسو ته یو مثال وایم چه هغه البانی دبخاری او نورو کتابونو نه نږی شپږ څلویښت بابونه لری کړی او محدث چه کله باب جوړوی دا دهغه عقیده او تمسک وی، که دا بابونه نه وای نو نن به امت ته قوی، بدعت، ضعیف وغیره وو توپیر نه معلومیده.
    الله دی وکړی چه ځما په خبره پوه سوی وی.

    والسلام

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: