ننواتې يا د مجرم لخوا مقابل لورې ته د پسه ور وستل

زمونږ په ټولنه کې د نورو کرغيړنو د اسلام خلاف دودونو تر څنک يو د ننواتې دود  او رواج دی هغه داسې چې : د دوه يا څو کسانو تر مينځ څه شخړه او جنجال وشي او کوم څوک پر چا باندې تيرئ وکړي او بيا غواړي چې د خپل تجاوز او تېري په هکله روغه وکړي نو د هغه کور ته ننواتي ورځي او عذر ور څخه غواړي دغه ننواتې د جرم په لحاظ مختلفې جريمې لري .

مثلاً که جرم کم وي نو ملامت لورې يوازې يا د کور د څو کسان سره ننواتې ورځي او که جرم لوی وي سر ، لاس يا کوم بل اندام يي ور مات کړی وي او هغه غټه کورنۍ او خاندان وي بيا نو تيري کونکي خپل پټکی په غاړه کې اچوي پسه ، غوائی يا بل څاروی له ځانه سره کوي د ولس مشران ، ملايان له ځانه سره بيايي او د خپلې ګناه عذر ور ته کوي او کله چې ننواتې قبوله کړي مرکچيان يا جرګې واله را ټوليږي د اندام د ماتيدو يا سر ماتي د پاره جرمانه ټاکي چې هغه بايد له ځنډ پرته قبول کړي .

او کچيرې څوک د مرکې يا جرګې واله فيصله ماته کړي نو هغه سپک او د پښتو له قانون څخه وتلی بلل کيږي کلی او ولس له هغه سره اړيکي شکوي مړی او ژوندی ور سره ترک کوي .

مخکې دا مطلب واضح شو چې په  اسلامې شريعت کې د دوو کسانو په مينځ کې روغه کول لوی اجر لري او چا چې تجاوز کونکي ته عفوه وکړه نو دا يقيناً نيک عمل دی خو په صلح کې حرام حلال او حلال حرام نشي ، د ظالم تقويه ونه شي د څه شي مثلاً جرماني لزوم نه وي .

همدارنګه په دغه ننواتې کې چې کوم څاوري مثلاً پسه ور ورستل کيږي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ځکه کوم څاوروي د غير الله په نوم اوچت کړ شي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ، مګر دا چې هغه چا ته خيرات کړي او پخپله نه ذبحه کړي او نه يي وخوري .

دا دود هم دی چې کله دوه کسان جنک وکړي يا د بل مال په ناحقه وخوري بيا نو د يوه پياوړي او زورور شخص کور ته ورځي او د هغه په دروازه يا پښو کې پسه ذبحه کوي ددې لپاره چې هغه په ده باندې ننګ وکړي او د مدعي له منګلو يي خلاص کړي زورور کس د ده پنا قبلوي او هغه ته د هر ډول مرستي ډاډ ورکوي .

مخکې مو وويل چې ددې څاروي د غوښي خوړل حرام دي ځکه چې الله جل جلا له  فرمايي : وَمَا اُهِل لِغَيرِ الله  يعنې د هغې عوښي خوړل حرام دي چې د غيرالله  نوم پرې واخيستل شي .

ټولو مفسرينو په اتفاق سره د دغه ډول څاروي د غوښو خوړل حرام ګڼلي دي چې هغه په ننواتې ، حاکم او خان او پير ته يا د کوم بزرګ پر قبر باندې حلال کړ شي او دغه ټول يي د پورتنې آيت په حکم کې شامل کړی دي .

بل دا چې مجرم ته پنا ورکول حرام دي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

او که مظلوم وي د مظلوم مرسته کول شرعاً لازم دي خو د څاروي ذبحه ، د ښځو وروستل ، د قرآنکريم وروړل حرام دي .

الله جل جلا له  فرمايي : :[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ]  يعنې : په نيکی او پرهيزکاری کې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ

لڼده دا چې پورته دود د اسلامې شريعت خلاف دود دی د هغې له مينځه وړل د ټولو مسلمانانو مسئوليت دی .

د صلحې يا روغې او فيصلي په اړه مفصل بيان دلته وګورئ

آن لاين اسلامې لارښود

3 Comments

  1. حيات هجران

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    دا مو ډیره ګټوره لړۍ شروع کړی ده. الله ج دی دا زموږ په رواجونو کې ننوتی ولس د قران کريم او نبوی ارشاداتو په لار روان کړی. امين

  2. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    ستاسو له څېړنو او پلټنو ډېره مننه چې په دې اړه مو وکړې. له الله تعالی څخه درته د ستر اجر غوښتونکی یم. امید دی چې پښتانه وروڼه پرې د عمل کولو پوره کوشش وکړي.

  3. dawat

    وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    ستاسې نه هم مننه چې دې مهمې مسئلې ته مو زمونږ ور پام کړ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: