شاولی الله په هند کې د سنتو ژوندی کوونکی

د هند لويه وچه  چې د محمود غزنوي په لاس فتح د هند په ځمکه له 392 هجري چې د 1001 ميلادي سره سمون خوري د مسلمانانو حاکميت پيل شو چې د مسلمانانو حکومتونو يو پر بل پسې قدرت ته رسيدل  تر هغه پورې څو نوبت د تيموري خاندان ته ورسيد دا خاندان وتوانيد په هند کې پياوړی او ښکلی تمدن را مينځه کړي .

وروسته انګليسان د سوداګرو په جامه کې هند ته راغلل او د مسلمانانو حاکمانو هم د هغوی قدر او احترام وکړ او د هغوی سره يي په تجارتي فعاليت کې کومک وکړ ، وروسته کم کم د انګليس نفوذ مخ پر زياتيدو شو او مسلمانانو حاکمانو ځنې امور هغوی ته وسپارل خو د مرکزي حکومت د قوت له وجی دوی څه خاص اثر نه لرلو کله چې د مسلمانانو مرکزي حکومت ضعيف شو انګليسانو ورو ورو د خپلې کرغيړنې څهرې څخه پرده پورته کړه او د هند په حاکمانو يي خپل تسلط وموند .

ددې ډول شرايطو په سيورې کې چې د مسلمانانو حاکمان د ژوند په خوند او لذت کې مشغول وو ، د غافله زړونو د بيداری مخلصانه ناره پورته شوه تر څو دا غافل زړونه بيا بيدار شي او خپلو مسئوليتونو ته متوجه شي دا مخلصانه ناره د “شاه ولی الله محدث دهلوی” وه .

پيدايښت او تربيت :

احمد بن عبدالحليم په تاريخ د 14 شوال 1114هجري چې د 1703 ميلادي سره سمون خوري د تيموري خاندان د سلطان “اورنگزیب” په آخري دور کې د دهلي په ښار په يوه علمي او دينداره کورنۍ کې وزږيد ، پلار يي د هند له لويو علماؤ څخه ؤ هغه د “فتاوی الهندیة” چې د حنفي فقهې په اساس د سلطان اورنګزيب تر نظر لاندې تدوين شوي وه برخه لرله .

هغه د خپل پلار تر نظر لاندې تربيه شو په اوه کلنۍ کې يي قرآنکريم حفظ کړ او د عربي او فارسي ژبې يي زده کړې او بيا يي قرآن ، حديث او فقه د حنفي مذهب پر اساس د هند د لويو علماء څخه زده کړل هغه همدارنګه د طب ، حکمت او فلسفې او منطق چې د هغه وخت عصري علوم بلل کيدل زده کړل هغه په ځوانه ځوانۍ کې يو زاهد او متقي سړی ؤ چې د خلکو په زړونو کې يې خاص ځای لرلو چې د ديندارۍ او تقوی له وجې خلکو د “شاه ولی الله” لقب ورکړ .

په ځوانۍ کې د علم زده کړه :

د پلار د وفات څخه وروسته هغه په د 1719 ميلادي د علم په زده کړه مشغول شو د 12 کاله تدريس وروسته د حج د فريضې د پاره يي حجاز ته سفر وکړ او د حج د مناسکو له ادا وروسته هلته پاتې شو او د شيوخو او محدثانو سره ليدنه وکړه او له هغوی څخه يي د علم زده کړه وکړه او له هغوی څخه د احاديثو د روايت اجازه واخيسته په کال 1722 ميلادي بېرته هند ته را ستون شو تر څو په هند کې د علم تدريس ته ادامه ورکړي .

هغه خپل کور د علم مرکز او د طلابو د استقبال د پاره تيار کړ او وروسته له هغه چې د طلابو د زياتوالی له امله نور په کور کې د طلابو لپاره د تدريس ځای نه وو ، سلطان محمد شاه د هغه د پاره لويه مدرسه جوړه کړه او خپله يي د هغه تهداب کيښود هغه مدرسه په “دارالعلوم” باندې مشهوره شوه چې د هند زيات علماء له دې مدرسې څخه فارغ شوی دي .

د شاولی الله اصلاحي کوښښتونه :

شاولی الله هغه وخت فاني نړۍ ته سترګې وغړولې چې د هند وضعيت سخت خراب وو او ورځ په ورځ خرابيدلو حاکمان ضعيف وو بدعت او خرافات زيات وو او انګليسانو وروسته له دې چې په هند کې د قدم ايښودلو ځای پيدا کړ حکومتي امور په خپل تسلط کې ونيول ، هغه تصميم ونيو تر څو حق بيان کړي حاکمانو ته نصيحت وکړي او خلک د اصلاح طرف ته دعوت کړي هغه يوازې په تدريس اکتفا و نه کړه تر څو خلک حيران او سرګردانه بغير له رهنما او لارښونې پرېږدي .

شاولی الله خلک د کتاب الله او سنتو ارشاداتو ته دعوت کړل او د بدعت او خرافاتو او د غير اسلامې فلسفې څخه وارد شوي شيانو پر وړاندي يي مبارزه وکړه .

هغي همدارنګه د څلورو فقهاؤ په تقليد باندې تأقيد کولو او د امام ابوحنيفه رحمه الله دا خبره يي خلکو ته يادوله چې “هغه کس چې زما په دليل نه پوهيږي مناسبه نه ده چې زما په قول فتوا ورکړي “

او همدارنګه د امام مالک قول ،د امام شافعي او احمد بن حنبل قول په دې باره کې .

د شاولی الله اصلاح غوښتونکي کوښښتونو د هغه په شاګردانو اثر وکړ او په خاصه توګه د هغه زوی “شاه عبدالعزیز” باندې زيات تأثير وکړ او شاه عبدالعزير هم په حديث او فقه کې نابغه ؤ هغه وروسته له خپل پلار څخه خپلو کوښښتونو ته دوام ورکړ او د انګليسانو پر وړاندې ودريد او دا خپله مشهوره وينا يي وکړه چې : مسلمان حاکم چې نفوذ و نه لري داسې د تصور قابل نه دی لکه لمر چې بغير نور څخه د تصور قابل نه دی ..

هغه همدارنګه مشهوره فتوا صادره کړه چې : هند يي  “دار الحرب” حساب کړ او له مسلمانانو څخه يي وغوښتل چې د مسلمانانو امير چې د شريعت د احکامو د تطبيق کولو توان نه لري او انګليس په ټولو چارو واک لري او پخپل آيين او قضا باندې تلسط لري د جهاد د پاره پورته شي .

د شيخ کوښښونو ډير تأثير وکړ چې بيا همغه وه چې مسلمانانو پس له ده څخه د انګليس پر ضد جهاد پيل کړ چې د مسلمانانو او انګليس او د هغوی مرستندويان سکانو تر ميځ زيات جنګونه وشول د هغه شخصيتونو يو عرفان شهيد (سید احمد شهید) په نوم ؤ چې د شا عبدالغزيز او د هغه د ورور شاعبدالقدير له شاګردانو څخه وو .

د شاولی الله ځنې مولفات :

شاولی الله تر 50 زيات کتابونه ليکلي دي چې مشهور يي په لاندې ډول دي :

“حجة الله البالغة في أسرار الحديث وحكم التشريع” چې په کال د 1289 هجری (1869 میلادی) په هند کې، او وروسته په کال د  1294 هجری (1877 میلادی)په  مصر کې چاپ شو  چې دا په مصر او د اسلامې نړې د نورو نقاطو سره د ارتباط نښه بللای شو .

“الإنصاف في بيان سبب الاختلاف”

“عقد الجيد في أحكام الاجتهاد والتقليد”

“الفوز الكبير في أصول التفسير”

“المسوَّى من أحاديث الموطأ”

“شرح تراجم أبواب البخاري”

په فارسي ژبه د قرآن ترجمه په نوم د “فتح الرحمن فی ترجمة القرآن”.

وفات :

شاولی الله رحمه الله په 1762 ميلادي کال کې وفات شو انا لله و انا اليه راجعون .

او څلور عالم زامن يي هر يو په نوم د “شاه عبدالعزیز” او “شاه رفیع الدین” او “شاه عبدالقادر” او “شاه عبدالغنی” پر ځای پريښودل .

ليکنه : احمد تمام (اسلام آن لاین)

بښتو ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. حيات هجران

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    ښه په زړه پوری مطلب مو په ليکه کړی دی الله ج مو جنتونه ځای کړه چې د داسي عالمانو په هکله معلومات خپروي. امین

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: