د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟

زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی: د مولود شریف لمانځل دقرآن اوسنت په رڼاکی روښانه کړی او آیا په بدعت کی حسنه اوسیه شته اوکنه؟

مننه وروره  – حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ميلاد نبي د مجالسو مروج شکل چې د شپي قيام کوي نعتونه وايي ، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيدايښ ياد کوي بدعت دی ځکه داسې مجلس جوړول او دا ډول د شپې قيام نه د صحابو په زمانه کې، نه د تابعينو او نه هم د تبع تابعينو په وخت کې ددې هيڅ وجود نه وو او نه هم په شريعت کې ددې څه ثبوت شته .( کفايت المفتي ج ۱ ص ۱۷۲ )

ان عمل المولود بدعة لم يقل و لم يفله رسول الله صلی الله عليه وسلم  و الخفاء ، و الائمه (کذا في الشرعية الالهية ص ۱۶۴ ) .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :

ميلاد نبي بدعت دی او هغه خلک چې وايي مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په امت باندې صرف دغه حق دی چې په ټول کال د هغه صرف يو ورځ هغه هم نماشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس ، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي ، په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۷۷ ) .

همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :

جشن ميلاد بدعت دی ځکه چې په خيرالقرون ددې هيڅ ثبوت نشته

ځنې علماء وايي دا جشن د لومړي ځل د پاره په څلورم قرن کې د اهل تشيع فاطمي ډلې لخوا مينځ ته راغی چې ځنو د دين څخه نا خبرو اهل سنت د هغوی تقليد وکړ او وروسته دغه بدعت په خلکو کې خپور شو .

په اسلامې مسئولينو دا واجب ده چې ددې ډول بدعاتو مخه ونيسي او پرېنږدي څوک ددې ډول مجالسو او جشنونو د پاره دعوت کړي او دا د ټولو مسلمانانو وظيفه ده تر څو د بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي او هغه څه چې د اسلامې شريعت خلاف دي له مينځه يوسي (فتاوي علماء البدالحرام – مجموع فتاوا و مقالات متنوعة (4/81) .

آيا بدعت حسنه او سيئه لري او که نه ؟

بدعت ښه او بد نه لري بلکي هغه شي چې په ديني امور کې نوی پيدا شي د دين امور وګڼل شي مګر د هغه په اړه په اسلامې شريعت کې هيڅ ثبوت نه وي بدعت ګڼل کيږي هغه که ښه وي (حسنه ) او که بد وي (سيئه ) بدعت دی ( د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَة : (از امور نوپيدا در دين بپرهيزيد كه هر نوپيدايي بدعت است و هر بدعتي گمراهي است).[1]

و الله اعلم

و بالله التوفيق. و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه وسلم.

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. ډیره زیاته مننه ستاسوله زحمتونوڅخه مکمل ځواب مو ورکړی دی الله داجرونه په دنیا اوآخرت کی درته نصیب کړی. په قلم موبرکت شه او په علم کی دی الله درته زیادت واچوی. په آخر کی که وخت ولری یوه بله پوشتنه هم ډیر ځله ذهن ته راځی هغه داچه:دجنازی په لمانځه کی چی اللهم صلی … وایو نو آیا دا داسی درود دی لکه په عادی لمانځه کی یی چی وایو اوکه وسلمت ورحمت وترحمت هم پکی شته؟ اویا په سبحانک اللهم کی وجل ثناءک شته اوکنه ؟ که دعادی لمانځه په قسم ده. که نقلی دلیل پیداکړی شی ډیره مهربانی به مو وی. یو چاراته ویلی وو چی دابعغی علماوو زیات کړی دی.

    ستاسو ورور حکمت الله

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: