څلويښت حديثونه

جناب نبي کريم صلی عليه وسلم فرمايلي :   

1– إنما الأعمال بالنيات (راوي : عمر بن الخطاب – البخاری رقم 1)

د عملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري.

2– من أحب أن يبسط له في رزقه ، وينسأ له في أثره ، فليصل رحمه (راوي : انس بن مالک – متفقٌ عليه )

څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

3– الله أفرح بتوبة عبده من أحدكم ، سقط على بعيره ، وقد أضله في أرض فلاة ( راوي : انس بن مالک – متفق عليه )

چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالی ددې نه هم زيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

4– ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

5– الساعي على الأرملة والمسكين، كالمجاهد في سبيل الله – أو القائم الليل والصائم النهار. (راوي : ابو هريره – متفق عليه بجاری 5660 او مسلم 2982).

دکنډو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکی داسې دی لکه مجاهد فی سبيل الله او په بل روايت کې دي داسې ثواب لري لکه چې د ورځی روژه او دشپی عبادت کوي.

6– يا رسول اللَّه أَي الإِسلامِ أَفضل؟ قال: من سلم الْمسلِمون مِن لِسانهِ ويدِه. (راوي : ابي موسی – البخارى:11)

(صحابه ) وپوښتل : ای د الله رسوله ! د چا اسلام (د الله تعالی په نزد ) غوره دی ؟ ويي فرمايل : د هغه چا اسلام غوره دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

7– فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)

دسترګو زنا بيګانه ته کتل دي.

8– لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه (الراوي : ابوهريره – المسلم 46)

هغه سړی به جنت ته داخل نه شي چه د ده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.

9– کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (راوي : عبدالله بن عباس ابوداود – 3680)   هر شی چه سړی ته نشه راولی حرام دي.

10– مفتاح الجنة الصلاة ، مفتاح الصلاة الوضوء (راوي : جابر بن عبدالله – الترمذي 4 ).

دجنت کلۍ لمونځ دی او د لمانځه کلی اودس دی.

11– السواك مطهرة للفم ، مرضاة للرب (راوي : عائشه – تحقيق رياض الصالحين 405) .

دمسواک وهل خوله پاکوي او د الله جل جلا له د خوښۍ سبب ګرځي.

12– أفضل الأعمال الحب في الله والبغض في الله (راوي : ابوذر غفاري – ابوداؤد 4599)

بهترين عمل دوستي دپاره د الله جل جلا له  او دوښمني د پاره د الله جل جلا له  وي .

13– من بنى مسجدا لله ، بنى الله له في الجنة مثله  (راوي : عبيدالله الخولاني – المسلم 533 ).

چا چی دخدای الله جل جلا له  لپاره جومات جوړ کړ خدای جل جلاله د ده لپاره په جنت کی ځای جوړ کړي.

14– ما أسفل من الكعبين من الإزار ففي النار (راوي : ابوهريره- البخاري 5787).

د هر چا پايڅې چه تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به یی دوزخ ته لاړه شي.

15– إياكم والحسد فإن الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (راوي : ابو هريره – مشکاة المصابيح 4/450).

د حسد او بغض څخه ځانونه وساتئ ځکه چه حسد او بغض د انسان نيکی داسې خوري لکه اور چی بوټي خوري.

16سباب المسلم فسوق، وقتاله كفر (راوي : عبدالله – البخاري 5697)

مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دی.

17ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء (راوي : عبدالله بن عمرو بن العاص الترمذي او السلسلة صحيحة الأباني 925).

تاسې د ځمکی په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړی پر تاسی هغه (الله جل جلا له  جل جلاله) چه د آسمانو خالق دی.

18ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (راوي ابو هريره – تحقيق رياض الصالحين – 987 رواه ترمذي 1905 )

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې ..

19لايؤمن أحدكم حتى أكون احب إليه من ولده و والده و الناس أجمعين (راوي : انس – متفق عليه).

ستاسې څخه  هيڅ سړی تر  هغی کامل مؤمن نشي کيدای څو  پورې چه زما محبت تر خپل مور او پلار ،اولاد او تر ټولو خلکو  ډير نشي.

20 كن في الدنيا كأنك غريب أو عابر سبيل (راوي : عبدالله بن عمر – بخاری 6053) .

په دنيا کی د مسافر او لاری تېريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.

21 ما عمل آدمي عملا ، أنجى له من عذاب الله من ذكر الله ( راوي : معاذ بن جبل – صحيح الجامع ۵۶۴۴ ، راوي جابر – لترغيب والترهيب 2/327 ) .

د الله تعالی د ذکر نه زیات دچا بنیادم هیڅ عمل د غذاب قبر نه زیات نجات ورکونکی نشته.

22أفضل الذكر لا إله إلا الله وأفضل الدعاء الحمد لله (راوي : جابر – المشکاة المصابيح 2/435).

بهترین ذکر لااله الاالله او بهترینه دُعا الحمدلله ده.

23ما مِنْ وال يَلِي رَعيةً مِنَ الْمسْلمينَ فيموتُ وَهوَ غَاش لَهمْ إِلاَّ حرم اللَّهُ علَيْه الْجَنة (البخارى:7151)

هر مشر يا قوماندان چې د مسلمانانو د يوې ډلې مسئوليت په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې د هغوی سره يې خيانت کړی وي الله تعالی په هغه باندې جنت حرام ګرځوي .

24لقد هممت أن آمر بحطب يحتطب ، ثم آمر بالصلاة فيؤذن لها ، ثم آمر رجلا فيؤم الناس ، ثم أخالف إلى رجال فأحرق عليهم بيوتهم .(راوي : ابی هريره – البخاري 7224 ).

ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایې وړي بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کې لمونځ کوي  دهغوی کورونه وسوزوم.

25سبعة يظلهم الله في ضله يوم لا ظل إلا ظله: الإمام العادل. وشاب نشأ بعبادة الله. ورجل قلبه معلق في المساجد. ورجلان تحابا في الله، اجتمعا عليه وتفرقا عليه. ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال، فقال: إني أخاف الله. ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم يمينه ما تنفق شماله. ورجل ذكر الله خاليا، ففاضت عيناه .(راوي : ابوهريره – متفق عليه).

اوه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به د هغه سیوری نه بغیر بل  هیڅ سیوری نه وی 1- عادل پاچا 2- هغه ځوان چه په ځوانی کی د الله تعالی عبادت کوي 3- هغه څوک چه د هغه زړه جوماتونو سره تړلی وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چه یو لمونځ آدا کړی د بل لمانځه د وخت په فکر کې وي) 4- هغه دوه کسان چه د الله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وي ،هم په د غې د هغوی يو ځای کیدل وي او هم په د غې د دوی جدایي وي 5- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یې خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووایي چه زه د الله تعالی نه وېرېږم  6- هغه سړی چه په داسې پټه طريقه صدقه ورکړي چه بل لاس ترې هم خبر نشي 7- هغه کس چه د الله تعالی ذکر په تنهایی کې وکړي او اوښکې یې وبهيږي (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو د الله تعالی له ويری وژاړي يا دشوق او محبت له وجې د ذکر پر وخت پټ وژاړي).

26 «منْ يرِد اللَّهُ بِه خيْرًا يفقهْهُ في الدينِ (3116 البخاري )

    چاته چه الله جل جلا له  د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

27من صمت نجا (راوي : عبدالله بن عمرو بن العاس مسند احمد 10/140)   څوک چه پټه خوله شو هغه خلاص شو ( ځکه چې ډير ګناهونه د ژبې په وسيله تر سره کيږي ).

28لا إيمان لمن لا أمانة له ولا دين لمن لا عهد له (راوي : انس بن مالک – مشکاة المصابيح 73/1 ).

ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوي (د ايمان  او دينداری نه مراد کامل ایمان دی) .

29لَيكونن مِن أُمتي أَقوَام يَسْتحلّون الْحر، والْحرِيرَ، وَالْخمر، والْمعازِف (بخارى: 5590)

يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

30 آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان (راوي : ابوهريره – متفق عليه).

د منافق دری علامې دي کله چه خبری کوی درواغ وایي او څه وخت چه وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کې خیانت کوي .

31إن أمتي يأتون يوم القيامة غرا محجلين من أثر الوضوء (راوي : ابوهريره – متفق عليه).

زما امت به د قیامت په ورځ په داسې حال کی رابلل کیږي چه د دوی د اوداسه اندامونه به ځلیدونکی وي (نو څوک چې لمونځ نه کوي هغه به په څه سره وپېږندل شي چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  امتي دی ؟)

32ويل للأعقاب من النار . أسبغوا الوضوء ( راوي : عبدالله بن عمرو بن العاص – المسلم 241.

د داسې بندو لپاره چه په اوداسه کی وچ پاتې شي د وَيل عذاب دی (دپښو ، لاسونو یا بل ځای کوم بند یا برخه چه په  اوداسه کی وچه پاتې شي ).

33العبادة في الهرج، كهجرة إلي (راوي:  معقل بن يسار – المسلم 2948)

د آزمايش او سختۍ په وخت کې د الله پاک عبادت کول داسې فضيلت لري لکه چه زماسره یی یو ځای هجرت کړی وي.

34من سره أن ينجيه الله من كرب يوم القيامة فلينفس عن معسر، أو يضع عنه) (راوي :عبدالله بن ابي قتاده – المسلم 1563)

کوم سړی چه غواړی د قيامت په ورځ الله جل جلا له دی له سختيو نه وساتي نو هغه ته پکار ده چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا یې قرض بالکل ور معاف کړي.

35من أخذ من الأرض شيئا بغير حقه ، خسف به يوم القيامة إلى سبع أرضين (راوي: عبدالله بن عمر صحيح البخاري – 2454)

څوک چه په ناحقه څه مځکه لاس ته راوړی د قيامت په ورځ به تر اومی طبقې پورې په دغه مځکه کې ډوب شي .

36إن في الجنة مائة درجة، أعدها الله للمجاهدين في سبيل الله، ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض، فإذا سالتم الله فاسألوه الفردوس، فإنه أوسط الجنة (راوي : ابي هريره – البخاري 2637).

الله تعالی د فی سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کی سل درجی (منازل) تيار کړی دي ددوه درجو منځ کی فاصله دځمکی او آسمان د فاصلې برابر ده او کله مو چې د جنت سوال کولو نو د جنت فردوس سوال کوئ ځکه هغه د جنت په مينځ کې دی.

37عينان لا تمسهما النار : عين بكت من خشية الله ، وعين باتت تحرس في سبيل الله (راوي : عبدالله بن عباس – الترمذي 1639)،(مشکاة المصابيح 3752 ).

دوه ډوله سترګی دی چه هغه به د دوزخ اور مسه نه کړي یو خو هغه چه د الله پاک له وېرې ژاړي او دوهم هغه سترګې چه د الله په لاره کې دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي.

38ما من عبد مسلم يدعو لأخيه بظهر الغيب، إلا قال الملك: ولك، بمثل”. (راوي : ابي الدرداء – مسلم 2733).

کوم مسلمان چه د بل مسلمان لپاره پسی شا (غايب ) دعا کوي د هغه په دعا فرښتې وایي دا دعا د ستا د پاره هم د هغه په شان قبوله وي.

39من خَرجَ فیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فهو فِی سَبِيْل اللهِ حتّی ير جع (مشكاة المصابيح  1/155 ، الترمذي 2647).

د علم د طلب لپاره وتونکی تر څو چه بيرته نه وي راغلی هغه به فی سبيل الله (د الله جل جلا له د لارې مسافر) شمارلی کيږي .

40من يضمن لي ما بين لحييه وما بين رجليه أضمن له الجنة (راوي : سهل بن سعد – متفقٌ عليه )

کوم سړی چه ماته د خپلې ژبې او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړئ زه هغه د پاره د جنت ضمانت ورکوم .

په تاريخ د د اسلامې لارښود دفاع عن السنه څانګې لخوا د احاديثو اسناد وکتل شول

    په تاريخ د 3/9/1390 د اسلامې لارښود د دفاع عن السنه لخوا د احاديث اسناد چک شول

نوټ : کومو پاڼو چې دا مطلب خپور کړی وي هغوی دې دغه مطلب د پخواني مطلب پر ځای باندې ځای پر ځای کړي .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: