د نن سبا سوالګرو سره څه کول پکار دي ؟

ټولو کارکونکو ته سلامونو او احترامات وړاندې کول وروسته پوښتنه مې دا ده چې :

نن سبا سوالګران زیات شوی دی او وایی چی یوه روپی راکړی ،کومک وکړی ،څوک نلرم خو حال داچی بغیر درب العالمین دپاک ذات دنوم داخستلو پرته څوک کومک کولای شی او کنه؟سوالګر چی دپاک ذات دنوم پرته خیر وغواړی ایا کومک ورسره کول جواز لری او کنه ؟ ستاسو دتوجه څخه مننه واقعآ لوی تبلیغ او نیکی لاری ته مو مخه کړی دی رب العالمین مو زمونږ سره سره کامیاب او پدی لاره کی بریالی کړه . تشکر محمد فاروق (( همت )) کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که سوالګر د پاک ذات نوم واخلي يا يي وانه خلي خو د صدقه ورکونکي نيت به د الله جل جلا له  رضا وي او بس داچې نن سبا سوالګر زيات شوي او پيږندل يي ګران دي چې کوم محتاج دی او کوم نه دی په دې باره کې د علماء البلدالحرام څخه پوښتنه شوي ده دوی په ځواب ليکي :

دا مسئله د اشخاصو او حالاتو فرق ته په کتو سره مختلفه ده ، داسې ليدل کيږي چې ځنې سوالګر بې وسه او ضرورتمند نه وي بلکي عادتاً دا کار تر سره کوي ، نو کله چې قوي ، تازه کسان وليدل شي چې تاسې ته د سوال لاس وړاندې کوي هغوی ته څه مه ورکوئ ځکه هغوی د نورو کسان په شان کار او مزدورې کولای شي .

د غير ضرورتمندو سوالګرو پيږندل په دې شکل دي چې که په لوړه روحيه او جرأت سره يي سوال کولو نو پوه شئ چې دا په سوال کولو عادتي کسان دي يا يي د ځنو اشعارو او ادوارو په ويلو سوال کولو .

مګر که په عاجزه لحجه يي سوال کولو هغه به واقعاً محتاج وي .

(فتاوي علماء البدالحرام – شيخ ابن جبرين)

په هر حال سوالګر ته بده خبره کول او د هغوی رټک جايز نه دي

کله چې سړي ته چا د سوال لاس اوږد کړ يا به يو څه ورکوي اګر که ډير کم هم وي يا به هغه په نرمۍ او ښه رويه رخصتوې

قوله تعالی : وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ (10)  (او سوالګر مه رټه ) .

په حديث شريف کې راغلي دي : «ردوا السائل‌ ببذل‌ يسير، أو رد جميل‌، فانه‌ يأتيكم‌ من‌ ليس‌ من ‌الإنس‌ ولا من‌ الجن‌، ينظر كيف‌ صنيعكم‌ فيما خولكم‌ الله:

ژباړه : سوالګر ته څه ورکړه که څه هم هغه ډير لږ وي يا هغه په نيک سلوک رخصت کړه ځکه تاسې ته کله ( د سائل په هيأت ) څوک راځي چې نه انس وي او نه جن پس تاسې ګورې چې د تاسې عمل د الله جل جلا له  د درکړې نعمت په باره کې څنګه دی .

همدارنګه په قرآنکريم کې د متقيانو په بيان کې الله جل جلا له  فرمايي : وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (الذاريات ۱۹ ) . او د دوی په مالونو کې د سوالګر او (هم ) بې برخو لپاره ( هغه محتاج چې له سوال نه ډډه کوي ) ټاکل شوی حق وو .

 (تفسير القرطوبي او تفسير انوار القرآن سورت الضحی) .

آن لاين اسلامې لارښود

 

1 Comment

  1. محترمو وروڼو:
    همدغو سوالګرو ته د زکات ورکول څه حکم لری؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: