د چاه د اوبو پاکول په عصري سيستم

اسلام علیکم .گرانواستادانوزماسوال دادی چه زموژپه مسجدکی ڈیرژورچاہ دی چہ فی الحال یی پہ اوبو موژاودسونہ کوونودمسجددخلگودجملی نہ دری نفرہ وایی چہ دااوبہ بدبوی کوی نودچاہ دژوروالی داملہ موژنسوکولای چہ علت یی معلوم کڑونواوس موژتہ سہ حکم دی دجواب پہ انتظار

رفيع الله فرياد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامې شريعت کې اوبه هغه وخت مردارې بلل کيږي چې کله په اوبو کې نجاست ولويږي او خپل طبعي خاصيلت له لاسه ورکړي يعنې رنګ ، خوند او بوی يا خوند او بوی يي بدل شي نو دغه اوبه ناپکې بلل کيږي عالمګيري او درالمختار ليکي :

و يتغير احد اوصافه من لون او طعم او ريح ينجس الکثير و اما القليل ينجس و ان لم يتغير ( درالمختار ج ۱ ص ۱۷ ، عالمګيري ج ۱ ص ۱۶ ) .

که په چاه کې د کوم حيوان يا بل څه د لوېدلو اثار او نښانې نه وي مګر اوبه په کوم بل نجاست مرداری شي بوی يا خوند يي تغير شي  نو همغه وخت مردارې بلل کيږي ( کله چې سړی پوه شي چې دا اوبه مردارې دي ) د پخوا وخت اودس ،غسل ، لمونځ را ګرځيدلو ته ضرورت نشته

و وجود حيوان ميت فيها ينجسها من يوم و ليلة الخ ( مراقي الفلاح ) قيد بلحيوان لان غيره من النجاسات لا يتاتي التفصيل ( ای التفصيل من الفسخ و عدمه ) … بل ينجسها من وقت الوجدان فقط ( حاشيه طحطاوي ص ۲۳ ) .

کله چې د ابواوصاف لکه رنګ ،بوی او خوند تغير شي نو د چا اوبه مردارې بلل کيږي د چاه څخه به ټولې اوبه ويستل کيږي تر څو بيرته د پاکۍ حکم غوره کړي که چاه چينه دار وي او وچيدل کې ممکن نه وي نو په چاه کې چې کومه اندازه اوبه موجود وي همغه اندازه اوبه به ځنې وباسي ( فقه حنفي ابوالمختار ، حاشیه طحطاوي )

د چا د ابو خالي کول په عصري سيستم :

یو انچ يا 2.5 سانتي قطر پايپ واله واترپمپ په هغه صورت کې چې بريښنا لمزورې وي او د ابو سرعت کم وي په يوه ساعت کې تقريباً 1400 ليټره اوبه پورته کولای شي چې احتياطاً 1000 ليټره يا یو مترمکعب په نظر کې نيسو .

د چاه د خالي کولو د پاره به په چاه کې موجودې اوبه حساب شي او وروسته به د هغه د خالې کولو وخت وټاکل شي .

مثال : په برمه باندې وهل شوې چاه چې قطر يې 20 سانتي او د چاه ژوروالی 45 متره او په چاه کې موجودي اوبه 32 متر دی نموړې چاه ته که ۱ انچ واټرپمپ چالان شي په څومره وخت کې به خالی کړ شي .

حل : په چاه کې د ولاړو ابو اندازه مساوي کيږي په : فورمول v =µd2/4*h

20cm=0.2m

{3.14*(0.2)2}/4*32= 1m3 = 1000Li

يعنې نومړی چاه به په 1 ساعت خالي شي .

همدارنګه که په لاس وهل شوي چاه وي چې قطر يي 1 متر او د ابو ارتفاع 15 متر وي په څومره وخت کې خالي شي ؟

حل :

 {3.14*(1)2}/4*15=11.77m3=11775Lit

11775/1000=11.77

يعنې نومړی چاه به په 11 ساعت 46 دقيقو کې خالی کړي .

که په مسلسل ډول د ابو کښل امکان نه لري په وقفه ډول هم جايز دي کله چې شامې ليکي چې پرلپسې والی شرط نه دی :

علی انه لا يشرط التوالي و هو المختار الخ ( درالمختار ج ۱ ص ۱۲۶ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: