د حيواناتو مضاربت

محترم  د اسلامی لارښود د ویب پانی ټولوکارکونکوته له حده زیات سلامونه اونیکی هیلی وړراندی کوم  انترنیت کی می کارکولو اوستاسی  په ویب پانه می سترګی ولژدی خدای (ج)حاضردی ډیرخوشحاله شوم الله پاک دی نورهمت هم درکړی چی د افغان ولس اومسلمانو په خدمت کی یاست .

محترما: زه ستاسی حضورته دوسوالونه وړارندی کوم الله دی وکړی چی د اسلام په چوکات کی راته ځواب راکړی.

اوله پوښته می داده په لنډ ډول چی — که یوسړی خپل یو حیوان که هغه خسی وی که وری وی اوکه بوزه وی یوبل سړی ته یی په مضاربت ډول سره ورکړی یعنی سر ورباندی ګیژدی .مثلاورته ووایی چی دغه زما دغوابچی دی اوس ددی قیمت 10000افغانی شو ته یی وساته  کله  چی دی خرڅ کړو 10000افغانی زما سردی اوپاتی روپی به دواړه نمی کړو اوکه مړشونوتاوان یی زما دی که د اسلا م له نظره په دی رنا واچوی …

دوهمه پوشتنه — په کمودونوکی په حاجت باندی اوبه اچول روادی که نه ځکه زیاتره هیوادوال په کورونویامارکیټونوکه همدارنګه کمودونه دحاجت لپاره جوړکړی دی—-مننه —–

قیــــــــــس (ابراهیم خیل) ننگرهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګر چې د امام ابوحنفيه رحمه الله په نزد د مضابت عقد په نغدو پيسو کې صحي کيږي او په تجارتي شي کې نه صحي کيږي ځکه چې په هغه کې د اختلاف ويره وي مګر د امام مالک رحمه الله په نزد په سامان کې هم مضابت صحي کيږي (اسلامې فقه ص ۶۴۶ ) .

د تاسې معامله بالکل واضح ده چې عقد مو په ثابت قيمت کړی دی او د اختلاف ويره نشته

او لکه څنګه چې په سوال کې واضح ده د مضابت عقد هم شرعي دی يعنې که مال تلف شو تاوان به د پيسو د څښتن وي او د ګټې حصه موهم تعين کړې ده چې نيمه ستا او نيمه د هغه ده نو دا معامله ان شآء الله صحي ده د مضاربت تفصيل دلته وګورئ

اوس عصر کې د خلکو نفوس مخ پر زياتيدو دی او د قضايې حاجت د پاره د کمود عصري سيستم ډير کټور دی ځکه چې په دې کې نظافت پوره ساتل کيږي د اسلام مقدس دين د نظافت په ساتلو ډير تينګار کړی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: الطهور شطر الإيمان ( المسلم 223 ) يعنې پاکي د ايمان يوه حصه ده .

که څه هم چې د کمود اوسنی عصري سيستم زياتو ابو ته ضرورت لري تقريباً د ورځې فی نفر 20-30 ليټره خو د ضرورت په اساس تر څو فاضله مواد چاه فاضيلاب ته ورسوي او همدارنګه د ناپاکي او بد بويي له مينځه يوسي چې دا يو ضرورت دی.

او ښارونو کې د بیت الخلا ساده شکل خلکو د ضرر سبب ګرځي ځکه د لارو کوچو د بد بويی ، چټلوالی او مرض سبب کيږي .

په اسلامې شريعت کې د حمام په اړه دوه شيان منع دی :

په حمام کې لمونځ کول منع دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه څخه منع فرمايلی : الأرض كلها مسجد إلا المقبرة والحمام ( رواه الترمذي (الصلاة/291) ، (وصححه الألباني في صحيح سنن الترمذي  262)

په هغه حمام کې چې اودس کيږي هلته متيازې کول مکروه دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د مينځلو په ځای کې د بولو يا ميتيازو کولو څخه منع فرمايلې ده : عن أبی هريرة قال: “نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يمتشط أحدنا كلّ يومٍ، أو يبول في مغتسله”. (ابوداود، نسايي ،احمد ) .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: