د حبشې مهاجرینو په خلاف د قریشو دسیسه

په قریشو خورا درنه شوه چې مسلمانانو د ځان لپاره د امن ځاي پیدا کړ نو دوه په خبره پوه او هوښیار سړي هریو عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربیعه چې لا تر اوسه مسلمانان شوي نه وو د خورا قیمتي او غوره تحفو سره نجاشي ته وا ستول ، دواړو استازو قیمتي تحفې د دربار نژدې سردارانوته ورکړې او هغه دلایل یې هم ورته وول چې د هغې له مخې دغه راغلي مهاجرین له حبشې نه وشړي ، د دربار سرداران په یوه خوله شول چې نجاشي ته به مشوره ورکوي چې مسلمانان له حبشې څخه وشړي.

پاچا ته یې هم تحفې وړاندې کړې او بیا یې ورته وویل چې زمونږ بعضې نا پوه هلکان ستاسې پاچاهۍ ته په پټه راغلي دي ، دوي نه زمونږ دین منی نه ستاسې او له ځانه يې یو نوي دین جوړ کړي دي د قوم مشران چې مخور خلک دي مونږ یې پسې را لیږلي یو چې تاسې یې بیرته مونږ ته وسپارئ.

د دربار سردارانو هم د را غلو استاذو خبرې تاید کړې او له پاچا یې وغوښتل چې سړي یې ور وسپارل شي چې له ځانو سره یې بوځي.

خو نجاشي دریځ ونیو چې باید د مو ضوع ټوله څیړنه وشي نو په مسلمانانو پسې یې څوک واستاوه چې دوي را ولي او خپله خبره په دربار کې وکړي ، مسلمانانو په خپل مینځ کې پریکړه وکړه چې هر څه پیښیږي رښتیا به وايې دربار ته ولاړل نجاشي پوښتنه وکړه دا کوم نوي دین دي چې له قوم څخه پرې جلا شوي یې نه زما دین دي نه د دوي او نه د نړۍ کوم بل دین؟ د مسلمانانو ویاند جعفر بن بي طالب وویل:

پیاوړي پاچا!

مونږ ناپوهه وو د بوتانو عبادت به مو کاوه ، مردارې مو خوړې ، زنا را کې ډیره وه، خپلوي مو نه پالل ، زور زیاتي مو کولو مونږ ډیر بد عادتونه درلودل ، الله جل جلا له زمونږ له مینځ څخه یو استاذي را ولیږه نسب یې راته معلوم ، په رښتینولۍ ، امانت دارۍ او پاک لمنۍ  سره زمونږ مینځ کې مشهور دي ، مونږ ته یې بلنه راکړه چې یو الله جل جلا له وپیژنو او یواځې دهغه د عبادت وکړواو هغه ډبرې او بوتان پریږدو چې مونږ او زمونږ پلرونو ورته عبادت کاوه ، همیشه رښتیا ووایو امانت کې خیانت ونه کړو، له ګاونډیانو سره ښه سلوک وکړو، لمونځ ،روژه او ذکات پر ځاي کړو ، مونږ دا پیغمبر رښتیني وګاڼه ، ایمان مو پرې راوړ او د اسلام کوم دین یې چې مونږ ته راوړي وو قبول موکړ.

بس صاحبه ! په همدې خبرو زمونږ قوم پر مونږ قهرجن  او مونږ ته یې ډول ډول عذابونه راکړل او هڅه یې وکړه چې مونږ خپل دین پریږدو او یو ځل بیا هغه بد اعمال خپل کړو لکه مخکې مو چې کول.

کله چې دوي پر مونږ باندې ظلم او زیاتئ وکړ او تنګ یې کړو او مونږ یې خپل دین ته نه پریښودو چې عملي یې کړو ستا سې پاچایئ ته مو هجرت وکړ په ټوله نړۍ کې مو تاسې خوښ او ستاسې په ګاونډ کې ژوند راته ښه ښکاره شو، اوس هیله لرو ستا په خوا کې را باندې ظلم ونه شي.

نجاشي وویل چې ستاسې سره دهغه کتاب څه برخه شته چې دې پیغمبر د الله جل جلا له له لوري راوړي دي؟

جعفر وویل : هو

نجاشي وویل : تلاوت یې کړه.

جعفرصاحب د سورة مریم لومړنۍ برخه تلاوت کړه.

سوګند په الله جل جلا له چې د قرآنکریم له اوریدو وروسته نجاشي هومره وژړل چې ږیره یې په اوښکوه لمده او ورسره ناستو مذهبي مشرانو هم ترهغه وژړل چې په لاس کې یې کتابونه لانده شول.

بیا نجاشي وویل:

دا او هغه چې عیسی علیه السلام را وړي وو د یوه څراغ رڼا ده او بیا یې عمرو بن العاص او ملګرو ته یې مخ ور واړاوه او ورته یې وویل:

لاړ شي ،سو ګند په الله چې هیڅکله به دا خلک تاسې ته ونه سپارم او نه به اجازه درکړم چې ویې ربړوئ.

دواړه له دربار څخه بهر شول عمروبن العاص عبدالله بن ربیعه ته وویل:

سوګند په الله چې سبا به زه د دوي په هکله داسې خبرې وکړم چې شین باغ به یې  له بیخه وباسم ، عبدالله بن ربیعه ورته وویل چې داسې مه کوه اګر که زمونږ مخالفین دی خو بیا هم زمونږ خپل خلک دي خو عمرو ټینګار وکړ چې هرو مرو به داسې وکړم سبا ته یې نجاشی ته وویل:

پیاوړي پاچا ! دا خلک دعیسی علیه السلام په هکله خورا لویه د بې ادبي خبره کوی.

پاچا سبا بیا مسلمانان را وغوښتل چې دعیسی علیه السلام په هکله یې خبرې واوري، مسلمانان په دې خبره لږ وار خطا شول خو هوډ یې وکړ چې رښتیا به وایي هر څه چې پیښیږي.

کله چې دربار ته ننوتل او پوښتنه ترې وشوه جعفر صاحب وویل:

مونږ د حضرت عیسی علیه السلام په هکله هغه خبره کوو چې زمونږ پیغمبر مونږ ته را وړې ده هغه دا چې:

حضرت عیسی علیه السلام د الله جل جلا له بنده او رسول او دالله جل جلا له هغه کلمه ده چې پاکې او پیغلې مریمې ته یې القاء کړه.

نجاشي یو خلي له ځمکې را پورته کړ او ویې ویل چې قسم په الله عیسي علیه السلام د دې خلي په اندازه هم د ستاسې له خبرو څخه زیات نه دي ، دنجاشي په خبرو د دربار سردارانو پوزونه نیغ کړل نجاشي وویل والله همداسې ده اګرکه تاسې خپل پوزونه نیغ کړۍ ، بیا یې  مسلمانانو ته وویل چې ولاړ شي او زما په وطن کې په ډاډه ژوند وکړی څوک چې تاسې ته بده خبره وکړي جزا به ورکړم زه به دسرو زرو دغرونو په بدل کې تاسې یو تن ته تاوان ونه رسوم ، بیا یې د درباریانو طرف ته مخ واړاوه او ویې ویل: د دوي تحفې بیرته ورکړي زه د دوي دتحفو وږي نه یم الله پاک دا واکمني ماته بې له رشو ته راکړه نو زه به ولې رشوت اخلم الله پاک زما په هکله دخلکو خبره ونه منله زه به ولې د الله جل جلا له په مقابل کې دخلکو خبره منم.

ام سلمة رضي الله عنها چې دا کیسه نقلوي وایي : دقریشو استاذي سر ټیټي چې خپلې تحفې  یې په اوږو کړې وې له دربار څخه ووتل او د مکې په لور روان شول  او مونږ ته الله جل جلا له د غوره ګاونډی سره ژوند را په برخه کړ.

د دې پیښې په نتیجه کې د مشرکانو دسیسه شنډه او شوم پلانونه یې شنډ شول او دوي په دې پوهه شول چې یوازې په خپله واکمنه سیمه کې خپل شوم پلانونه عملي کولاي شي هغه وو چې د دوي په مینځ کې خطرناک فکر را پورته شو هغه دا چې د دوي زړونو ته پریوته چې له دې مصیبته دوي یوازې په دوه لارو ځان خلاصولاي شي:

یوه دا چې رسول الله صلي الله علیه وسلم په بشپړ ډول له دعوت څخه بند او منع کړي.

دویمه یې دا چې نبي صلي الله علیه وسلم له مینځه یوسي ، خو دا کوم اسان کار نه وو ځکه ابوطالب په ټول توان له نبي صلي الله علیه وسلم  څخه  دفاع او ملاتړ کاوه نو ځکه یې پریکړه وکړه چې باید له ابوطالب سره غوڅه خبره وشي

آن لاين اسلامې لارښود

1 Comment

  1. حيات هجران

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    ډیره ښه مزه داره لړۍ مو شروع کړی د نبوی سيرت الله ج مو په عمر کې برکت واچوه چې تر مونږه مو هم دا لړۍ راورسوله. الله ج مو جنتونه ځای کړه امين.

    حيات هجران

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: