په کومو اجناسو کې احتکار مينځته راځي ؟

د احتکار تعريف او حکم :

احتکار دې ته وايي چې د قیمتونو دلوړوالی په هیله د خلکو د ضرورت وړ مواد زخيره کړي او د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي او هغه پر خلکو باندي په لوړ قيمت و پلوري ،او د هغه ضرر عامو خلکو ورسيږي .

احتکار حرام دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من احتكر فهو خاطئ  (المسلم ) يعنې څوک چې احتکار کوي هغه ګناهکار دی .

بل حديث شريف کې راځي : من احتكر على المسلمين طعامهم ؛ ضربه الله بالإفلاس والجذام (ابن ماجه – عمدة التفسير 1/ 334 راوی عمر بن الخطاب باالسناد صحيح ) .

وفي المستدرك أنه صلى الله عليه وسلم قال: المحتكر ملعون

يعنې څوک چې پر مسلمانانو باندې د خوراک بنديز او احتکار لګوي ، الله جل جلا له  به يې د جذام او افلاس په مرضونو ووهي .او په مستدرک دا روايت هم راغلی چې محتکر ملون دی ( الله تعالی د رحمت لرې )

په کومو موادو کې احتکار مينځ ته راځي :

د امام ابويوسف رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په هر هغو اجناسو کې چې خلکو ته يې ضرر رسيږي احتکار مينځ راځي هغه که د سوخت مواد وي ، لباس وي او حيوانات او غيره .. د اکثرو علماؤ قول همدا دی .

وذهب أبو يوسف من الحنفيّة إلى أنّ الاحتكار إنما يكون في كلّ ما أضر حبسه، سواء كان في الأقوات أم في غيرها، اعتمادّا على علّة الحكم، وهي الضرر، فكلّ ما سبّب ضررّا فهو احتكار. وهذا أقرب إلى قول مالك. (الفقة الاسلامية ) .

احتکار کله مينځه راځي :

احتکار د لاندې دريو شرطونو په صورت کې مينځ ته راځي .

اول داچې : د احتکار جنس د هغه د اهل عيال د يو کال مصرف او تکفل نه زيات وي ، ځکه دا جايز دی چې سړي د خپل کور د خرڅ د پاره د يو کال مواد زخيره کړي .

دوهم دا چې : د احتکار اجناس په دې نيت زخيره کړي تر څو قيمتونه لوړ شي او بيا يې په ګران قيمت و پلوري ، او د خلکو د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي .

دريم دا چې : احتکار هغه وخت مينځ ته راځي چې کله خلک احتکار شوي اجناس ته اړتيا ولري لکه خوراکي مواد ، پوښاک او نور ….. او هغه اجناس چې خلک هغې ته ضرورت نه لري احتکار نه بلل کيږي ځکه خلکو ته يې ضرر نه رسيږي .

په اوس عصر کې د احتکار نوي ډولونه

په اوسني اقتصادي بازار کې لاندې دری ډوله عصري او مډرن احتکار رواج لري .

الف ) : شرکت قاضبه :

په تجارت کې د دوه يا څو کسانو کډون ته ويل کيږي ، داسې چې د هر يوه د پانګې اندازه ټاکلې وي او په هماغه اندازه د کټې ونډه اخلي .

دا ګډون کونکي د يو خاص تجارتي شي د ټولو پيداوارو او توليداتو ونډه او حصې پخپله قبضه کې نيسي او د هغې خريداري کوي او بل چا ته د هغه د پيرودلو حق نه وي ، چې له همدې امله د مربوطه تجارتي شي د توليد حد ، اندازه او د نرخ تعين د هغوی په لاس کې وي او پخپله خوښه د هغه نرخ ټاکي او په دې توګه عام خلک لوټ کوي .

دا که هر ډول مواد وي تيل ، خوراکي مواد او نور ، د احتکار ددې مډرن طريقه په وسيله مارکيټ پخپله قبضه کې نيسي چې په همدې وجه شرکت قابضه بلل کيږي .

ب ) ادماج : دا د تجارتي وحدت يو شکل دی ، ادماج يو کولو يا يو شی په بل شی کې په هر اړخيز توګه مدغم کولو ته ويل کيږي ، داسې چې د احتکار په عرض د واريداتو او يا توليداتو  د څو شرکتونو ماليکان پخپل مينځ کې تجارتي وحدت قائم کړي په بيلابيل ډول په تجارتي اجناسو ونډه نه لري بلکي ټول خپله پانګه سره ګډوي او تجارتي منابع هم يو شان او مشترک وي .

دوی د څو تجارتي اجناسو ولکه پخپل لاس کې نيسي او د هغه په وسيله د مارکيټ او بازار نرخ د هغوی په واک کې وي .

ج) د قيمت وحدت :

د قيمت يوالی داسې چې د څو کمپنيو يا واريدونکو تجاران په دې باندې متفق شي چې د تجارتي اجناسو نرخ به يو شان ټاکي او د دغه ټاکلي قيمت په ذريعه د مشريانو لوټول کوي چې دا هم د احتکار يوه نوې طريقه ده .

په هر صورت احتکار حرام ګناه کبيره ده ، که په هره طريقه وي او يا په هر څه کې وي .

امام ابو يوسف رحمه الله وايي : کل ما اضر الناس حبسه فهو احتکار . يعنې د هر هغه شي زيرمه کول احتکار دی چې ټولنې او خلکو ته زيان رسوي که څه هم د زرو رايج الوقت سکو او د رختونو زيرمه کول وي ، د امام ابو يوسف قول ته د نړي زياتره علماؤ ترجيح ورکړی ده .

نوټ : په دې يو پښتنه هم راغلي مګر هغه پيدا نه کړه چې د کوم ورور وه .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: