سيرت نبي د هجرت لړۍ

دحبشې په لور لمړني هجرت

د قریشو ظلم او تیرۍ د نبوت د څلورم کال په مینځ او یا اخیر کې پیل او ورځ په ورځ سخت تر څو د نبوت د پنځم کال په نیمائی کې خپل اخرني اوج ته ورسیده ، مکه په مسلمانانو تنګه او د دې فکر ور سره پیدا شو چې له دې ستونزو څخه د خلاصون یوه لاره را وباسي، د ستونزو په همدې موجونو کې سورة کهف د مشرکانو د هغو ځینو پوښتنو چې له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه یې کولې په ځواب کې نازل شو، دري مهمې کیسې هم پکې بیان شوې وې چې د هغې کیسو په واسطه الله جل جلا له خپلو نیکو بندګانو ته مهم ټکي په حکیمانه توګه په ګوته کړي وو.

د اصحب کهف کیسه دا را ښیې چې کله هم د دین د عملي کولو په درشل کې د فتنو ډار وي نو باید د کفر له مکزونو څخه په الله جل جلا له باندې د ایمان او باور په رڼا کې هجرت وشي.

(وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلاَّ اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحمته ويُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا 16 ) الکهف  ۱۶

ژباړه : کله چې تاسې له دوي او بې له الله جل جلا له څخه  د دوي له نورو خدایانو څخه جلا شوئ ، نو غار ته پناه یوسئ ، ستاسې رب به خپل رحمت په تاسې خپور او ستاسې د کارونو د جوړښت سنبالتیا به وکړي.

د حضرت خضر او حضرت موسی علیه السلام کیسه څرګندوي چې حالات تل د ښکاره او څرګندو شرایطو په رڼا کې حرکت نه کوي بلکې ډير ځله پیښې بالکل د ښکاره وضعې په خلاف مینځ ته راځي ،چې نتیجه یې همدا وه چې د مسلمانانو په خلاف روان جنګ به ډیر ژر په بل مخ واوړي او که دغه خونړي سرکشان ایمان را نه وړي د دغو بې وزلو مسلمانانو په وړاندې به د ملزمانو په څیر ولاړ او د خپل سر خیر به غواړي.

د ذوالقرنین کیسه په ګوته کوي:

۱.ځمکه د الله جل جلا له ده چاته یې چې خوښه شي ورته یې سپاري.

۲.خلاصون او کامیابي د ایمان په لیار کې دي نه د کفر په لیار کې.

۳.لوي الله جل جلا له تل خپل ځینې داسې بندګان میدان ته را وباسي چې د هغه دور د یاجوجو او ماجوجو له شر څخه بې وزلي او بې لاسه خلک خلاص کړي.

۴. دالله جل جلا له د ځمکې د واکمنۍ لایق یوازې د الله جل جلا له نیک بندګان دي.

ورپسې د زمر سورت نازل او د هجرت په لور یې اشارې درلودې او څرګنده یې کړه چې د الله جل جلا له ځمکه تنګه نه ده بلکې پراخه ده: (لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ 10 )  الزمر ۱۰

ژباړه : څوک چې په دې دنیا نیک کارونه وکړي نیکه بدله به ورکړاي شي ، د الله جل جلا له ځمکه پراخه ده بیشکه صابرانو ته به بې اندازې ثواب ورکړاي شي.

له بلې خوا نبي صلي الله علیه وسلم ته معلومه وه چې د حبشې پاچا (اصحمة النجاشي) خورا عادل پاچا دي چې په پاچایۍ کې یې په هیچا ظلم نه شي کولاي، نو مسلمانانو ته یې د فتنو څخه د دین د ژغورلو په هیله د حبشې په لور د هجرت امر وکړ.

د نبوت په پنځم کال رجب میاشت کې د مسلمانانو لومړۍ ډله چې دولس سړي او څلور ښځې وې د حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه په مشرۍ د رسول الله صلي الله علیه وسلم د لور رقیې په ګډون حبشې ته مهاجره شوه.

 نبي صلي الله علیه وسلم د حضرت عثمان او د ده د بي بي رقیې  د هجرت په هکله فرمایې: دا دواړه لومړني کور وو چې له ابراهیم او لوط علیهما السلام وروسته یې د الله جل جلا له په لاره کې هجرت وکړ.

د دې لپاره چې قریش د دوي مخه ونه نیسي دا کاروان د شپې له لوري د شعیبه بندرګاه په لور روان شو ، تقدیري خبره وه چې هلته په بندرګاه کې دوه تجارتي کښتۍ ولاړې وې او دوي یې د حبشې په لور سپاره کړل ، قریش لږ وخت وروسته په دوي خبر شول او د دوي د نیولو لپاره یې خلک د همدې بندرګاه په لور ولیږل خو مسلمانان د دوي له رسیدو مخکې روغ رمټ له منطتقې څخه وتلي وو، په حبشه کې مسلمانانو ته الله جل جلا له ښه ژوند په برخه کړ.

له بلې خوا د همدې کال د روژې په میاشت کې نبي صلي الله علیه وسلم حرم ته ولاړ هلته د قریشو یوه لویه ډله چې سپین ږیري او مشران پکې ناست وو رسول الله صلي الله علیه وسلم د دوي په مینځ کې پورته او د سورة نجم لوستل یې پیل کړل ، ناستو قریشو تر دې وخته قرآنکریم نه وو اوریدلي ځکه دوي په خپلو مینځونو کې پریکړه کړې وه چې : (وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ 26 ) فصلت ۲۶

ژباړه : کفارو به ویل چې قرآنکریم ته غوږ مه نیسي او همیشه پکې خنډونه اچوي ترڅو تاسې بریمن شئ.

کله چې ناببره د دې سورة له اوریدو سره مخ شول او د غوږونو پردې یې داسې یوه زړه وړونکې غږ وخوزولې چې له هر انساني بیان یې خوند او ښکلا زیاته وه نو ټول غوږ څکي او د دنیا له ټولو پیښو بې پروا په فارغ  زړه يې سورت واوریدو د سورت په پاي کې د تلاوت سجدې ایت (فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا 62 )  النجم  ۶۲

ژباړه : الله جل جلا له ته په سجده او عبادت یې وکړئ.

په خپله یې سجده وکړه ناست ټول کسان په سجده پریوتل ، وروسته ټول پښیمانه شول چې د الله جل جلا له د کلام عظمت دوي څنګه له واکه ایستلي وو ځکه دوي هغه څه کړي وو چې شپه او ورځ یې د هغه د بندولو او له منځه وړلو لپاره منډې وهلې ، او له بلې خوا پرې هغه کافرانو او مشرکانو چې په دې صحنه کې حاضر نه وو د ملامتیا او ماتې خوړلو غږ وکړ نو ځکه یې د خپلې سجدې لپاره د بهانې پیدا کولو په تکل په نبي صلي الله علیه وسلم درواغ وتړل چې نبي صلي الله علیه وسلم د دوي د بتانو ستاینه کړې او د خپلو خبرو په دوران کې یې ویلي دي دا بتان لوي موجودات دي چې شفاعت یې هرو مرو منل کیږي.

دا سپین درواغ یې یواځې دهمدې لپاره وتړل چې له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره یو ځاي سجدې کولو ته دلیل او وجه پیدا کړي.

همدا دهغه درواغجن قوم څخه چې شپه او ورځ درواغ تړي ، بهتانونه او تهمتونه په نورو پسې وایې څه لرې خبره نه ده.

د دې پیښې خبر د حبشې مهاجرینو ته ورسید ، خو د واقعیت په عکس چې ګنې قریش ټول مسلمانان شوي دي نو دهمدې کال د شوال میاشت کې ټول د مکې په لور را ستانه او چې مکې ته یوه ورځ لار پاتې وه هلته ورته ښکاره شوه چې خبره څه ده؟

له هغې ځایه بیرته د حبشې په لور روان شوه مکې ته  هیڅوک ولاړه نه شو که څوک ولاړ هم ډیر په پټه او یا دقریشو د کوم مخور سړي په سیوري کې.

آن لاين اسلامې لارښود – د رسالت د سختو پړاوونو پرپسې لړۍ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: