آيا دا حديث دی چې لمونځ جهاد اکبر دی ؟

زماسوال دهغه حدیث په باب دی چه النعمان سراج من امتی:ایاداحدیث موضوعی دی اوکه صحی؟اوبل هغه حدیث چه نبی ع فرمایی چی لمونزجهاداکبردی .خلگ وایی چه داحدیث دجهاد پر ضد د دین دشمنانو د خوا جوړ شوی

رفيع الله فرياد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

النعمان سراج امتي حديث موضوع او له ځانه جوړ شوی دی نور تفصيل دلته وګورئ

دا حديث شريف چې لمونځ افضل جهاد دی په لاندې ډول دی :

أَقِيمِي الصَّلاةَ ، فَإِنَّهَا أَفْضَلُ الْجِهَادِ ، وَاهْجُرِي الْمَعَاصِي ، فَإِنَّهَا أَفْضَلُ الْهِجْرَةِ ، وَاذْكُرِي اللَّهَ كَثِيرًا ، فَإِنَّهُ أَحَبُّ الأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ أَنْ تَلْقِينَهُ بِه   (طبرانی)

لمونځ قايموه ځکه چې دا افضل جهاد دی ، له ګناهونو څخه هجرت کول غوره هجرت دی ، او د الله جل جلا له  ډير يادول الله تعالی تر ټولو خوښ عمل دی .

او په مجمع الزاوئد کې په لاندې ډول راغلی دی :

وعن أم أنس قالت : أتيت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقلت : جعلك الله في الرفيق الأعلى من الجنة ، وأنا معك ، وقلت : يا رسول الله ، علمني عملا صالحا أعمله ، فقال : ” أقيمي الصلاة ; فإنها أعظم الجهاد ، واهجري المعاصي ; فإنها أفضل الهجرة ، واذكري الله كثيرا ; فإنه أحب الأعمال إلى الله أن تلقينه به  ” .

مجمع الزاوئد ومنبع الفوائد  – 16756

د جهاد کلمه عامه ده يعنې د دين په کار کې کوښښ او هڅه کول .

خو دې ته بايد پام وشي چې د اسلامې شريعت هر حکم پخپل ځای کې اهميت لري يقيناً چې لمونځ د توحيد نه وروسته يو اهم رکن د اسلام دی او په دين کې يوه غوره هڅه او کوښښ دی ، مګر د کفارو پر وړاندې جهاد کول هم د الله جل جلا له  يو بل مستقل حکم دی او د دين د بقا او قيام د پاره يوه لويه هڅه او کوښښ دی .

کله چې د مسلمانانو په سيمه کفار يرغل وکړي هغوی مسلمانان په شهادت رسوي او غواړي اسلام له بيخه و باسي نو الله جل جلا له  مسلمانانو ته حکم کوي چې دغه کافران چې تاسې وژني او له خپلو کورونو مو باسي د هغوی پر وړاندې مسلحانه جهاد وکړئ

قوله تعالی : ( و قاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم ) يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني .

مطلب دا چې يو حکم پر بل حکم نشي خلاصيدای لمونځ فرض دی د الله جل جلا له  حکم دی خو چې کله حج فرض شي نو حج ادا کول بيا په لمانځه ادا کولو نشي ساقط کيدای همدارنګه کله چې د کفارو پر وړاندې جهاد فرض شي هغه بيا په بل عبادت کولو نشي قاسط کيدای بلکي د الله جل جلا له  هر حکم به ځانته ادا کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: