سيرت نبي صلی الله عليه وسلم په زغرده د حق اعلان

په زغرده دحق اعلان او دمشرکانو عکس العمل :

په همدې ترتیب دې خوږ غږ د مکې په  کوڅو کې انګازې کولې چې لوی الله جل جلاله حکم نازل کړ چې: ( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ 94) ژباړه:هغه چې امر درته پرې شوی په زغرده اعلان او له مشرکانو مخ واړوه.

دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم پورته او د شرک پریوتې او بدۍ یې بیان ، د بوتانو بدې او ناتوانۍ یې بیان او دا یې څرګنده کړه چې د بوتانو عبادت او یاې الله جل جلاله ته وسیله ګرځول لویه بې لیاري او ګمراهي ده.

د مکې اوسيدونکو ددې نا اشنا اواز چې د مشرکانو بې لیاری او د بوت بلونکو ناپوهي یې په ډاګه کوله خورا په قهر او دمقابلې جوش یې را پورته شوی وو.

د مکې خلکو ځکه پاڅون وکړ چې دوی پوهیدل چې بې له الله جل جلاله څخه د نورو خدایانو پریښودل او په پیغمبرۍ او دقیامت په ورځ باور لرلو معنی دا ده چې باید په بشپړ او پوره ډول الله جل جلاله او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ته ځانونه داسې وسپاری چې نه یوازې د دنیا په کارو کې به خپلواک نه وي بلکه په مالونو او ځانو کې به هم خپلواک نه وي .

معنی یې دا هم ده چې په اسلام را وړلو سره به د دوی مشري او سرداري له مینځه لاړه شي چې د دین په نامه یې په نورو عربو تر لاسه کړې وه.

قریشو دا ټول په خلاصو سترګو لیدل نو ځکه تیار نه وو چې ټولو خلکو ته رسوا او بربنډ شي نه دا چې ګني دوی د نیکو تکل کړی وو،بلکې له دې کبله چې: (ناپوهه انسان غواړی چې وړاندې نور هم بد کارونه وکړی).

په دې ټول ښه پوهیدل خو څه وکړی؟

هیڅ یې نه شو کولای ځکه په مقابل کې داسې رښتینۍ او امانتکار سړی وو چې په لوړو اخلاقو او انسانی صفتونو کې د ټول بشریت نمونه وو.

قریش هک پک حیران ؤ او نه پوهیدل چې څه وکړی؟

وروسته له زیات غور او مشورو څخه یې تصمیم ونیو چې کاکا ابوطالب ته به یې ورشی او له هغه به غوښتنه وکړی چې د خپل وراره مخه ونیسي ځکه نبی صلی الله علیه وسلم د دوی په خدایانو بد وایي او دا معنی هم لري چې زمونږ پلرونه ډیر سخت ناپوه او بې لارې وو چې دغه دین یې منلی وو،قریشو ته همدا خبره ښه ښکاره شوه او بډې یې پسې ووهلې.

د قریشو جرګه له ابوطالب سره:  

ابن اسحاق لیکي: دقریشو د مشرانو یوه ډله ابوطالب ته ورغلل او ورته یې وویل:

ای ابوطالبه ! ستا وراره زمونږ خدایان ته کنځلې کوي ، دین مو بد ګڼي عقلونه مو کمزوري او پلرونه مو ګمراهان بولي، یا يې په خپله مخه ونیسه يا یې مونږ ته را پریږده ته به منځ ته نه راځې ستا بدل به هم ترې اخلو ته خو هم زمونږ په شان په پخوانی دین یې.

ابوطالب د قوم په ځواب کې نرمې خبرې وکړې او په خوږه ژبه يې ځواب کړل ، دوی لاړل نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلو هڅو ته دوام ورکړ او د الله جل جلاله د دین په لور یې بلنه لا پسې ګړندۍ کړه.

حاجیان باید د محمد پیغام وانه وری:

قریش له یو بل لوی غم سره مخ کیدونکی وو او هغه دا چې د ښکاره بلنې لا څو میاشتې نه وې تیرې شوې چې د حج موسم مخ په نژ دې کیدو وو،قریش پوهیدل چې دحج په دوران کې به له لرې سیمو څخه ډلې ډلې عرب مکې ته راشی نو باید داسې یوه خبره جوړه کړو تر څو د محمد صلی الله علیه وسلم د عوت او بلنه په هغوی اغیز ونه کړي، ټول ولید بن مغیره  ته ورغلل ترڅو په دې هکله مشوره ورسره وکړي.

ولید ورته وویل: چې تاسې ټول باید یوه خبره جوړه کړی هسې نه چې هر یو بیله بیله خبره وکړي او یو بل دروغجن وښیۍ اوس وښایۍ څه خبره جوړوئ؟

قریشو وویل : مونږ به خلکو ته ووایو چې محمد کوډګر دی.

ولید وویل چې نه سوګند په الله چې کوډګر نه دی مونږ کوډګران لیدلی دی محمد د هغوی په شان نه دی.

قریشو وویل : مونږ به ووایو چې لیونی دی.

ولید وویل : نه لیونی هم نه دی مونږ لیونیان لیدلی دی.

قریشو وویل: مونږ به وایو شاعر دی.

ولید وویل: نه شاعر هم نه دی ، د شعر زیر و بم ،رجز،هجز  او ټول نور اړخونه مولیدلی دی د ده خبرې یوه ته هم نه دی ورته.

قریشو وویل : مونږ به وایو چې ساحر دی.

ولید وویل: نه ساحر هم نه دی مونږ ساحران لیدلی دی.

قریشو ټولو په یوه خوله ولید ته وویل نو ته ووایه چې مونږ څه ووایو؟

ولید وویل چې سوګند په الله چې تاسې هر څه ووایئ خلک به یې ونه مني ځکه د محمد صلی الله علیه وسلم خبرې ډیرې خوږې، ریښې یې ژورې او څانګې یې میوه لرونکې دي، یواځې یوه خبره کیدای شي چې لږ څه غوره وي هغه دا چې تاسې ووایئ ساحر دی او داسې سحر یې له ځان سره را وړی دی چې پلار او زوی، ورور او ورور ، میړه او ښځه او خپلوان یو له بل سره دښمنوي ، د ټولو دا خبره خوښه شوه او سره خواره شول.

په ځینو روایتونو کې راغلی دی چې ولید وویل ماته وخت راکړی چې فکر وکړم، بیایې فکر او چورتونه وهل تر څو یې پورتنۍ خبرې وکړې، د همدې ولید په هکله  د سورت مدثر ۸ ایتونه نازل او د ده د فکر کولو طریقه یې هم په ګوته کړې ده چې فرمایې:  (17 إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ 18 فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ 19 ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ 20 ثُمَّ نَظَرَ 21 ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ 22 ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ 23 فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ يُؤْثَرُ 24 إِنْ هَذَا إِلاَّ قَوْلُ الْبَشَرِ 25 )

ژباړه:هغه فکر وکړ اندازه یې ولګوله په دې اندازه لګولو دې دی تباه شی ، بیا دې  دی په دې اندازه لګولو تباه شی، بیا ښه زیر شو،بیا یې تندۍ تریو او خوله یې کږه کړه، بیا یې شاه کړه او لویې یې وکړه او ویې ویل دا هغه اغیزمن جادو او سحر دی چې له خورا پخوا زمانې نه پاتې دی، د ده کلام د الله نه بلکه د انسان خبرې دی.

کله چې د حج موسم را ورسید نبی صلی الله علیه وسلم به د حاجیانو په دمه ځایونو خیمو باندې ګشت کولو او د اسلام د دین دعوت به یې ورکاوه او د قریشو مشرکین به ورپسې وو او نبی صلی الله علیه وسلم به یې دروغجن ګاڼه او ویل به یې چې د ده خبره ونه منۍ.

د دې هلو ځلو په نتیجه کې عربانو له دې حج څخه له ځانونو سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نبوت خبره یوړه او په ټوله عربی وچه کې دا خبره خپره شوه.

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: