آيا د ټولو کافرانو وژل روا دي ؟

آيا د هر قسم کافر وژل رواه دي  ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نه د ټولو کافرانو وينه او مال حلال نه دي بلکه کافران په دوه قسمه دي :

اول قسم معصوم الدم و المال: هغه چې وينه او مال يې خوندي دي او په هغوی باندې تېری کول حرام دي لکه معاهدين ،ذمي او مستأمن .

المعاهدون : هغه کفار دي چې د هغوی سره د اور بند د جنګ د ترک داسې تړون شوی وي چې مونږ به پر تاسې جنګ نه کوو او تاسې به پر مونږ جنک نه کوﺉ لکه نبی صلی الله عليه وسلم چې کفارو سره د حديبيه تړون لاسليک کړی وو .

الذمي : هغه کافر دی چې د مسلمانانو په ښارونو کې اوسيږي د ذمي تړون له مخې خپله جزيه ادا کوي .

دريم المستأمن : هغه کافر دی چې د تجارت ، مزدوزۍ يا بل څه د پاره د اسلام خاورې نه ننوځي هغه ته د دخول ويزه ورکول کيږي ،مستأمن نشي کولای په دارالاسلام کې کال پوره کړي تر يو کال به کم وخت تيروي ،اسلامې چارواکي به هغه ته وايې که پوره يو کال تيروې نو جزيه در باندې ږدم که يو کال يې تير کړ جزيه به ورکوی هغه ذمي ګرځي او د ذمي احکام ورباندې جايري کيږي .

که مستأمن کافر اسلام ضده تخريبي اعمال لکه جاسوسي او نور تر سره کړل نو وژل يې حلال دي .

نو د معاهد کافر لکه تډون واله ، ذمي او مستأمن وژل حرام دي :

 قوله تعالی : ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ) الأنعام/151 :

تفسير القرطبي 7/134 – او تفسير ابن کثير 190/2  لیکي دغه آيت د ليل دی په حرمت د ناحقو وژلو او دلته د نفس کلمه عامه ده مسلمان او معاهد کافر دواړو باندې اطلاق کوي مګر هغه نفس چې الله تعالی د هغه قتل حلال ګرځولی وي .

همدارنګه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». (بخارى:3166)

ژباړه : هر چا چې معاهد ( هغه کافر چې د مسلمانانو سره عهد کړی وي ) ووژني د جنت بوی به و نه مومي او د جنت بوی د څلويښتو کلونو لارې له مسافې څخه حس کيږي.

دوهم قسم : هغه کفار دي چې قتل يې واجب دی

اول : حربي کافران چې د مسلمانانو په هيواد او سيمه تیرې کړی وي د مسلمانانو سره د جنګ په حال کې وي او غواړې مسلمانان ووژني ، اسلام له مينځه يوسي او پر ځای يې کفري نظام حاکم کړي لکه امريکا او ناتو چې زمونږ پر مظلوم ولس تيری کړی دی ددې ډول کافرانو پر وړاندې جهاد فرض دی  :

قوله تعالی : و قاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم  يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني .

دوهم : مرتد دی چې قتل يې مباح دی هغه چې د اسلام د دين څخه بل باطل دين ته ګرځيدلی وي قوله صلى الله عليه وسلم : (من بدل دينه فاقتلوه) رواه البخاري (6922) يعنې څوک چې مرتد شو هغه قتل کړﺉ .

دې ته مو پام وي چې دا حکم د مسلمانانو د نائب او حاکم د پاره دی نه د عامو خلکو د پاره د مرتد احکام به وروسته ان شاء الله نشر شي .

دريم : د هغه کافر وژل مباح دی چې د مسلمانانو سره شوی ټدون مات کړي .
“مجموع الفتاوى” (10/372 من موقع السلام السوال جواب
والله أعلم .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: