په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟

 سلامون او نیکی هیلی می ومنی.
زما پوښتنه د جنازی د غیابت د لمانځه په هکله ده،آیا که د یوه کس د جنازی لمونځ په یوه سیمه کی او خپله جسد یی په بله سیمه کی وی د جنازی لمونځ ورته څنګه ده؟
هیله ده راته مفصل ځواب راکړی.
زما دوه نوری پوښتنی چی دهمدی مخ ۵۹ او ۶۱مه پوښتنی دی تر اوسه بی ځوابه پاته دی هیله ده چی د ځواب په باره کی یی بیا کتنه وکړی.
له تاسو نړی مننه.

نجيب الله

د احنافو په نزد په عائبانه توګه د جنازې لمونځ نه صحي کيږي ځکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم چې د نجاشي د جنازې لمونځ په غائبانه توګه کړی دی هغه خاص د نجاشي په حق کې دی .

فلا تصح علی الغائب ……… وصلاة لنبی صلی الله عليه وسلم علی النجاشي لغوية او خصوصية الخ ( درالمختار باب صلاة الجنازة 2/209 – کفايت المفتی 4/73 او فتاوی دارالعلوم ديوبند 5/208 ) .

او که څوک بغير له جنازې حښ شوی وي نو تر دريو ورځو د هغه په قبر باندې د جنازې لمونځ کول جايز دي ځکه چې دلته قبر د جنازې قايم مقام دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبر باندې د جنازې لمونځ ادا کړی دی .

ولو دفن الميت قبل الصلاة او قبل الغسل فانه يصلی علی قبره الی ثلاثة ايام (هنديه باب جنائز 1/ 165 ) .

 آن لاين اسلامې لارښود

3 Comments

  1. راسخ سلفي

    نواوس دحديث اودرسول الله دقول منل فكار دي كه دامام ابوحنيفه

  2. dawat

    په اسلامې شريعت کې بغير د قرآن او سنتو د هيچا شخصي رايه شخصي نظر شرعي حجت او دليل نشي کيدای .
    يو شخصي رايه ده او بل د شرعي احکامو توضيح او تشريح ده چې د قرآن د توضح د پاره ډير تفاسير د نړې په مختلفو ژبو ترتيب شوي دي همدارنګه د احاديثو د صحي او مردود د پيږندلو ، راويانو پيږندلو او همدارنګه د احاديثو په تشريح کې علماؤ ډير زحمتونه ګاللې دي او د هغه په باره کې ډير کتابونه ليکل شوی دي او همدارنګه د قرآن او سنتو څخه د مسائلو را ايستلو توضيح او بيان په باره کې فقهې کتابونه ترتيب شوی دي .

    امام ابوحنيفه په ۸۰ هجري سنه کې پيدا شوی دی چې د هغه په بصيرت او تقوی د امت اتفاق دی .
    څلورو واړو امامانو د ځانه څه نه دی ويلي بالکې هغوی د قرآن او سنتو څخه مسائل او احکام څيړلي دي ‎‎‎‎‎او په څيړنه کې يې د احاديثو صحت او رد په پوره دقت سره په نظر کې نيولی دی .

    په پورته مسئله کې د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام مالک رايه دا ده چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم چې په نجاشي پسې غايبانه د جنازې لمونځ کړی دی يوازې هغه ته خاص وو ځکه په دور نبوت کې ډير صحابه د ښار څخه د باندې شهيدان شوي او وفاد شوی دي مګر د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د هغوي په باره د غايبانه لمونځ هيڅ ثبوت نشته .
    وهذا القول رواية صحيحة عن الإمام أحمد ، صححه ابن القيم في الهَدْي ، لأنه توفي زمن النبي صلى الله عليه وسلم أناس من أصحابه غائبين ، ولم يثبت أنه صلى على أحد منهم صلاة الغائب.
    او بل دا چې نجاشي په کومه ښار کې وفات شوی وو هلته مسلمانان نه وو چې هغوی د جنازې لمونځ ادا کړی وای .
    مګر امام شافعي او امام احمد بيا وايي غايبانه لمونځ جايز دی ځکه د نجاشي د پاره د خاصوالی څه دليل نشته
    چې په دې مسئله کې د دواړو ډلو هدف په دقت سره د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم اتباع ده ‎‎‎‎

    وقال الشيخ البسام رحمه الله في “نيل المآرب” (1/324)
    ” اختلف العلماء في الصلاة على الغائب ، فذهب أبو حنيفة ومالك وأتباعهما إلى أنها لا تشرع ، وجوابهم عن قصة النجاشي والصلاة عليه أن هذه من خصوصيات النبي صلى الله عليه وسلم .
    وذهب الشافعي وأحمد وأتباعهما إلى أنها مشروعة ، وقد ثبتت بحديثين صحيحين ، والخصوصية تحتاج إلى دليل ، وليس هناك دليل عليها ، وتوسط شيخ الإسلام فقال : إن كان الغائب لم يُصَلَّ عليه مثل النجاشي ، صُلِّيَ عليه ، وإن كان قد صُلِّيَ عليه ، فقد سقط فرض الكفاية عن المسلمين.
    وهذا القول رواية صحيحة عن الإمام أحمد ، صححه ابن القيم في الهَدْي ، لأنه توفي زمن النبي صلى الله عليه وسلم أناس من أصحابه غائبين ، ولم يثبت أنه صلى على أحد منهم صلاة الغائب.

    موقع افغانية اسلامية

  3. اسلام علیکم محترم د انلاین اسلامی لارشود کارکونکو ته!

    زه یوه پوشتنه لرم،

    هغه دا چی فرضاً د ماسپشین د لمانجه جماعت ولار دی او له مانه دوه رکعته تیر دی ما امام په دریم رکعت کی ونیو خو امام سهوه شو او پنجم رکعت ته پورته شو یعنی امام پوره شپژ رکعته ادا کرل او د سهوه سجده یی وکرله او ما چلور رکعته اداء کرل ایا زما لمونج پوره شو او که سرنگه.
    په مهربانی سره مو د جواب منتظر یم

    سهیل

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: