په فرانسه کې کليساوي په جوماتونو بدليږي

ډير ژر به په فرانسه کې لومړی دين اسلام وګرځي

هغه راپور چې يوې کاتوليکي ورځپانې په نوم د “لاکرویکس” په فرانسه کې خپور کړی وو اعلان وکړ چې په تيرو لسو کلونو کې په فرانسه کې يوازې ۱۰ کليساوي جوړی شوی دی (حال دا چې همدا اوس ۱۵۰ جوماتونه د جوړيدو په حال کې دي) او همدانګه د ۶۰ کليساؤ ورونه ددې وجې نه قفل دي چې هغه ته بالکل څوک نه ورځي، چې اکثريت يې د مسلمانانو لخوا اخيسل کيږي او پر ځای يې جوماتونه جوړيږي

د هدسون امريکايي موسسې هم د پورته راپور په تائید سره په خپل سايټ کی راپور ورکوي چې : دا سروي ښیې چې اسلام په يو صحي مسير روان دی او ډير ژر به ددې هيواد لومړنۍ دين وګرځي

دا موسسه زياتوي د لمونځ کونکي زياته شميره اکثره وخت ددې سبب کيږي چې پر سړکونو ودريږي ځکه چې په جومات کې نه ځايږي او کله کله بيا د ترافيکو د پاره مشکل شي په خاصه توګه د پاريس په ښار کې

د فرانسې د اسلامې مجلس مشر محمد موسوي په يوه مصاحبه کې د  ” آر تی ال” راډيو ته وويل : په فرانسه کې همدا اوس ۱۵۰ جوماتونه د جوړيدو په حال کې دی او په تيرو لسو کلو کې په فرانسه کې د جوماتونو شميره له زرو څخه دوو زرو ته لوړه شوه او داسې وړانديز کيږي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به دا شميره څلورو زرو ته ورسيږي

راپور : اخبار جهان اسلام

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: