د بدې خاتمې اسباب (دوهمه برخه )

۳- په ګناه کې اخته کيدل او د هغه څخه لذت او خوند اخيستل :

کله چې انسان په ګناه کې اخته شي او هغه په بار بار تر سره کړي او د الله تعالی دربار ته رجوع نه کوي . شيطان د هغه په فکر غلبه مومي او هغه د اصلي هدف څخه چې د الله تعالی رضا ده او جنت ته رسيدل دي منحرف کوي حتې د ژوند په آخرو لحظو کې يې هم يوازې نه پريږدي او په يوه شکل په هغه باندې تسلط پيدا کوي چې د ځانکندن په وخت کې د هغه خپل او خپلوان د کلمې شهادت تلقين ورکوي نو په دغه وخت کې په هغه باندې د ګناه او معصيت فکرونه غلبه مومي او ددې توان نه لري چې کلمه ووايي او بلاخره بغير له کلمی څخه خپل ساه ورکوي په دې باره کې د څو قيصو بيان بې ګټې نه بولم :

۱- يو کس په بازار کې دلال وو خريد او فروش به يې کولو کله چې د مرګ په بستره کې پرېوتلو ، زامنو يې د شهادتينو تلکين ورکولو خو هغه به په ځواب کې ويل ( ۵، ۴ روپۍ – ۵، ۴ روپۍ ) او اصلاً د کلمې په ويلو قادر نشو او بغير له کلمې وفات شو .

۲- د يو بل شخص ځانکندن وو هغه ته حاضرينو د کلمې تلقين ورکولو مګر هغه په ځواب کې ويل :

يا رب قائله يوما وقد تعبت / کيف الطريق الی حمام منجاب

په همدې ډول نورې ډيرې قصي تيرې شوی دي الله تعالی زمونږ خاتمه په ايمان کړي .

الله تعالی دې زمونږ او تاسې او د ټولو مسلمانانو کلمه شهادتين په نصيب کړي څه معلومه ده چې مرګ په داسې حال کې حاضر شي چې انسان په ګناه اخته وي او الله تعالی ور باندې په عضب شي او روح يې په همغه وخت کې په الهي غضب ککړ شي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مات علی شیءٍ بعثه الله عليه

الله تعالی خپل بندګان په همغه حال کې پورته کوي په کوم حال کې چې قبض روح شوی وي .

ځان وژنه :

کله چې په انسان باندې د الله تعالی د جانبه تکليف ،مرض او مصيبت راشي نو هغه بايد ورباندې صبر وکړي او اجر له الله تعالی څخه وغواړي ځکه چې په مصيبت باندې صبر کول زيات اجر لري تفصيل دلته وګوري .

الله تعالی ددې د پاره پخپل بنده باندې مصيبتونه او سختۍ نه نازلوي تر څو هغه نابود کړي او له يښو يې وغورځوي بلکي ددې د پاره مصيبتونه ورباندې نازلوي تر څو دهغه بندګي وآزمايي .

ځکه لکه څنګه چې الله تعالی ته عبادت کول دنعمت او آرامۍ په وخت کې لازم دي همداسې د سختۍ او ناخوښۍ په وخت کې هم لازم دی .

مګر که د هغه په مقابل کې بې صبرې وکړي او د ژوند کولو څخه په تنګ شي او نجات آخري لاره ځان وژل وګڼي ، بې شکه په ابدي غم او عذاب يې ځان اخته کړ او د الهی غضب د پاره پخپله زمينه برابره کړه او خپل ځان يې په ناحقه له مينځه يوړ .

حضرت ابې هريرة رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي چې فرمايي : الذي يخنق نفسه يخنقها فی النار ، والذی يطعنها يطعنها فی النار

هر انسان چې خپله ځان زندۍ کړي هغه خپل ځان په دوزخ کې زندۍ کړ ، او هر څوک چې خپل ځان په نيزه ووهي ، په دوزخ کې به هم په نيزه ووهل شي .

پای

ليکنه : عبدالله بن عبدالمحسن الترکي

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: