د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟

ددعوت د سايټ و ټولو کارکونکو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم پسله سلامه يو ه پوښتنه  که يي تاسي جايز ګڼي کوم، هيله ده چي د اسلام په چوکات کي ددغه سوال جواب واورم او هم يي نور انډيوالونو او مسلمانانو ته چي د غربي اوامرو لاندي ژوند کوي واوره وم اوهم يي دليل ورته وړاندي کړم
پوښتنه: که يوڅوک خپل دښځي  د شاه له طرفه  سره نژدي والي وکړي حکم يي په اسلام کي څنګه دي؟
مننه
عبدالهادي مبارز – المان

سلام
زه یوه پوښتنه لرم
ایا د معقد له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري ؟
مننه – تريالی


ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
له ښځې سره د شا په طرف (مقعد ) کې کورواله کول حرام دي او د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی .
د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته ؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې بالکل له منځ لاړي  .
په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ ((او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول ) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ،پرته له ښځو خپلو )) (المؤمنون ) .
مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي .
او د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي  :
 « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .
د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای معلوم دی  .
د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارخيدو په ځای ) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي : پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل:
« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] 
« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »
او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2]  :
 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »
 له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :
« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال «فی أدبارهن»[3]
« د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .»
مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .
وبالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و آله و صحبه و سلم
فتاوي البداحرام – کفايت المفتي
آن لاين اسلامې لارښود

[1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015)  او آلبانی په “صحیح ابی داود” (1894) حسن بللې دی .
[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .
[3] احمد (1/86) او هیثمی په “مجمع” (1/243) وايي : راویان د هغه موثق دی . ن .ک تفسیر ابن کثیر (1/263)  په تفسير آيت  223 بقره  « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ »

3 Comments

  1. تريالی

    مننه یو څه ځواب مې تر لاسه کړه خو بعضی ځایونه ګونګ دي د مثال په ډول [ تعزیر څه ته وایې ؟ [ معلون ]
    دا عربی ټکي دی نو که لږ یې راته واضع کړی خوشحاله به شم
    مننه

  2. dawat

    بسم الله الرحمن الرحيم
    ملعون د الله تعالی د رحمت څخه لری شوی ته وايي
    تعزير د يوې جزا هغه سزا ده چې د اسلامې شريعت لخوا حد او اندازه نه وي ټاکل شوی بلکې د مسلمانانو د حاکم او قاضی لخوا ټاکل کيږي .

    مثلاً يوه ښځه د خپل حق د تر لاسه کولو د پاره اسلامې حکومت ته رجوع کوي چې خاوند مې زما سره شرعي جماع نه کوي بلکي لواطت را سره کوي (ځکه د لواطت په صورت کې د ښځې شهوت نه پوره کيږي ) نو اسلامې حکومت به د ثبوت په صورت د هغې خاوند ته تعزيري جزا ورکوي .

    که له چا څخه په ناپوهۍ يا بله وجه دا ګناه شوي وي هغه به پر خپله ګناه پرده واچوي او خپل رب جل جلاله ته به مخلصانه توبه وباسي .

    رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : التائب من الذنب کمن لا ذنب له (مشکوة باب الاستغفار والتوبه )

    يعنی د ګناه څخه توبه کونکي داسې دی چې هغه ګناه بالکل کړی نه وي .

    آن اسلامې لارښود

  3. محترمو ورونو!
    السلام علیکم
    یو له دوستانو نه راڅخه وپوښتله چې که یو سړی د خپلې ښځې سره د نفاس په حالت کې د شا لخوا یعنی د مقعد لخوا یوځای شي څه حکم لري.
    دا چې ما سره پوره او دقیق ځواب نه وو نو له تاسو وروڼو څخه غواړم چې په دغه مورد باندی خپل نظریات راسره شریک کړی

    والسلام
    ستاسو ورور محمد حامد له کابله

    __________________________________

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: