د اختر لمانځنه

هر ملت اختر لري او دا زمونږ اختر دى

هر ملت خپل ځانګړي جشنونه او ميلې لري چې خوښۍ پكې كوي. اسلام هم د تر ټولو غوره دين او د ژوند د پوره برنامې په توګه د خپلو لارويانو دغه فطري اړتيا له پامه نده غورځولې او كله چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره كې د اسلامي حكومت بنسټ كېښود نو ويې ليدل چې د مدينې خلك دوه ورځې ميلې كوي، نو يې مسلمانانو ته وفرمايل: الله ستاسې لپاره تر دې غوره دوه ورځې ټاكلې دي چې د كوچني او ستر اختر ورځې دي. (رواه ابو داوود)

قرآنكريم، زموږ د اخترونو سرچينه

ملتونه تل هغه سترې تاريخې ورځې لمانځي چې ټولنيزه پيژندگلوي او وياړونه يې ورپورې تړلي وي. راځئ وګورو چې د مسلمانانو په تاريخ كې كومه داسې ستره پيښه ده چې د جشن په توګه ولمانځل شي. دا ستره پيښه د قرآن كريم له نزول پرته بل څه ندي. په ښكاره وينو چې د مسلمانانو دوه اخترونه په حقيقت كې دوه قرآني جشنونه دي. کوچنى اختر د قرآن كريم د نزول د پيل جشن دي: (رمضان هغه مياشت ده چې قرآن پكې نازل شوى دى) (ژباړه: البقره۱۸۵) او لوى اختر د قرآن د نزول د پاى او د الهي نعمت د بشپړيدو جشن دى: (نن مې تاسې ته ستاسې دين تكميل كړ، او خپلې پېرزوينې مې پر تاسې پوره كړې…) (ژباړه: المائده ۳) هو د الله همدا ستره پيرزوينه پدې ښايي چې خوښي ورته وكړل شي ځكه نو الله فرمايي: (فبذالک فليفرحوا) (يونس ۵۸) (نو مؤمنان بايد په همدې باندې خوښي وکړي). څومره شانداره جشنونه او ستر مناسبتونه!

اختر، د مؤمنانو جشن!

روژتيانو پوره مياشت د الله جل جلاله په عبادت كې تېره كړه، هغوى د خپل رب ميلمانه ول او الله هم خپل ميلمانه د (رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون) په خوږو ډاليو ونازول او اوس يې د مياشتې په پاى کې يوه ورځ ورته ټاكلې تر څو خوښي پكې وكړي. سبحان الله. آيا په ژوند کې تر دې بل كوم ستر مناسبت شته چې ولمانځل شي؟ مسلمانان هر کال د فطر اختر په خوښۍ او له محبت څخه په ډکو زړونو سره پدې وياړ لمانځي چې له سترې آزموينې څخه په بريا سره راووتل او د رمضان په مباركه مياشت کې يې د نورو هغو په پرتله ډير عبادت وكړ او له همدې ځايه د الله د دې وينا مصداق ګرځي چې د روژې د احكامو په پاى كې فرمايي: (ترڅو د دې په بدل كې چې تاسې ته يې لارښونه وكړه، الله په لويۍ سره ياد کړئ، كيداى شي د هغه شکر په ځاي کړئ.) (البقره۱۸۵)

د اختر ټولنيز اړخونه:

دغو نيكمرغه جشنونو ته په ژور ليد سره څرګنديږي، چې دا خوښۍ، له ځان سره ګڼ ټولنېز ګټور اړخونه لري چې لنډ يې په لاندې ډول دي:

  1. له زړونه څخه كينې او كركې له کينې لرې کول: اختر د مينې پيغام راوړي، ځكه نو بايد د هغې په درناوي ټولې تيرې دښمنۍ هيرې شي.
  2. مرسته او تكافل: که له اختر څخه د مسکينانو د لاسنيوي مفهوم لري

شي نو په داسې تشو ورځو به واوړي چې يوازې د بډايانو لپاره به وي چې پدې صورت كې به هيڅ ارزښت نه لري.

  1. د مينې او ورورولۍ زياتوالى: اختر د مينې د پياوړتيا غوره موكه ده چې د ليدو كتو او ډاليو په راکړه ورکړه تر لاسه كيدلاى شي.
  2. د امت يووالى: د اختر تر ټولو مهمه ځانګړتيا د مسلمانانو د يووالي څرګندونه او پياوړتيا ده چې ټول په ګډه د الله د لورينو شكرانه ادا كوي او د نړى په ګوت ګوټ كې دا خوښي لمانځي.

دا هم د شكرانې ادا كول!

ګرانه وروره، درنې خورې! پورته د اختر د لمانځلو فلسفه او حكمت بيان شو ترڅو مسلمانان خپل ژوند د قران په محور جوړ كړي او د الله جل جلاله شكرانه پر ځاى كړي، خو په ډيره خواشينۍ سره وينو چې زموږ په ټولنه كې د اختر په رارسېدلو سره د ټولو بې لاريو دروازې پرانيستل شي، اخلاقي او اجتماعي مفاسد په چټکۍ سره خپرېږي، د لهو او لعب په مجلسونو کې ګډون، قمار، عياشي، بې لارۍ، د الله په معصيت کې وخت ضايع کيدل او اسراف… نعوذ بالله! آيا همدا د الله شكرانه ده ؟ د داسې كسانو له كړنو څرګنديږي چې د رمضان هركلى د هغې موخې پر بنسټ ندى شوى چې الله U ټاكلې بلكې يوازې دود او د زمانې شرم اړ ويستلي تر څو روژه ونيسي. هغه د لعلکم تتقون، لعلكم تشكرون او لعلهم يرشدون د كلماتو مفاهيم څه شول؟ قرآن كريم خو د روژې موخه په همدې كلماتو كې خلاصه كړې ده: ( ترڅو تاسې پرهيزګاره شى، تر څو د شكر پرځاى كړى، تر څو دوى لارموندونكي شي.)

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې يوه مياشت د حلالو څيزونو خوړل او څښل او له نكاح شويو ميرمنو سره يو ځاى كيدل د الله په امر باندې پرېښودل آسانه برېښي خو د هغه د څرګندو محرماتو په وړاندې دا ډول بې پروايي! دا څرنګه دين داري ده؟ ځكه نو بايد ځير اوسو چې دا ايماني جشن د الله په نافرمانۍ ونه لمانځو او د يوې مياشتې عبادت او له ګناهونو څخه لرې والى په حرامو باندې افطار نكړو.

خو له رمضان څخه وروسته!

د رمضان په راتلو سره مو له قرآن څخه د ټول کال ګردونه پاک کړل او د دې هېر شوي دوست ياد مو وکړ خو اوس به بيا څه کېږي…؟ كيداى شي بيا تر بله رمضانه د هغه مخ راخلاص نه کړو. د رمضان په وروستۍ شپه جومات له لمونځ کوونکو څخه ډک وي خو يوه شپه وروسته بيا دوه صفه لمونځ کوونکي هم نه پاتې كيږي. يا الله! آخر په دې يوه شپه

کې څومره بدلون راغى چې ټول لمونځ کوونکي يې د الله له کوره وتښتول؟ آيا هغه الله چې پرون يې عبادت كيدلو، نعوذبالله نور نشته؟ آيا هغه الله چې تر پرونه ورته سجدې كېدلې داسې څه فرمان صادر کړى چې نور عبادت مه کوئ؟ آيا هغه خداى چې په روژه کې مو رب وو، نعوذ بالله نور زمونږ خداى نه دى؟ کله چې دا یو هم ندی پيښ شوي نو دا څرنګه مدرسه وه چې له يوې مياشتې تمرين وروسته يې پر زده كوونكو هيڅ اغيز ونكړ؟ په مدرسه كې خو هېڅ ستونزه نه وه. ښوونكى او مربي مهربانه الله او د لوست مضمون د الله سپېڅلى كلام وو، نو ښكاري چې ستونزه په زده كوونكو كې وه. موږ ښه زده كوونكي نه وو چې لدې يوې مياشتنۍ رباني مدرسې څخه مو هېڅ لاس ته را نه وړل تر څو يې په رڼا كې خپل پاتې ژوند جوړ كړو.

رمضان لاړ خو الله جل جلاله تلپاتې دى

ګرانه لوستونكيه! پوه شه هغه معبود چې په روژه کې يې د عبادت امر کړى وو، مونږ ته يې په هر ځاى او هر وخت كې په طاعت باندې د استقامت او ثبات امر کړى دى، هغه چې په روژه كې يې د حرامو څخه منع كړي وو، موږ يې د تل لپاره د منكراتو څخه منع كړي يو. د رمضان څښتن د ټولو مياشتو مالک دى او تر مرګه يې د عبادت امر راته كړى دى:(د مرګ تر رسېدو پورې د خپل رب عبادت وکړه) (ژباړه:الحجر۹۹)

له رمضان څخه وروسته كړنې

  1. د الله تعالى په وړاندې د اعمالو د قبليدو دعا كوه: علي t فرمايي: صحابه كرام به د نيكو اعمالو له ترسره كولو وروسته انديښمن وو چې آيا دا اعمال به مو قبول شوي وي كه نه؟
  2. ځان وارزوه: له روژې وروسته بايد خپلې كړنې وارزوې، كه دې وليدل چې نيكۍ دې زياتې شوې او د ښيګڼې په لور روان يې نو خوښ اوسه او كه په عباداتو کې سست شوى وې نو په ځان دې وډار شه.
  3. تقوا: لدې نه ووېرېږه چې خپله توبه ماته كړې او له هغه ژمنې چې له الله سره دې کړې سرغړونه وكړې، مه پريږده چې په عبادت سره د تقوا جوړه كړې ماڼۍ دې، د ګناهونو په سېلاب كې ډوبه شي.
  4. پر نفس اعتماد: د روژې مياشتې عبادت جوته كړه چې ته د التزام، استقامت، د منکراتو د پريښودلو توان لرې، نو ډاډه اوسه چې د الله په مرسته له رمضان وروسته هم داسې كولاى شې.
  5. د شوال شپږ روژې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې د رمضان د مياشتې او له هغه وروسته د شوال د مياشتې شپږ روژې ونيولې، داسې ده لکه ټول عمر ېې چې روژه نيولې وي. (المسلم)
  6. همدا راز له رمضان څخه وروسته د نفلي روژو لكه ددوشنبې او پنج شنبې ورځې روژې او په هره مياشت كې درى ورځې روژې نيولو له

لارې د خپل نفس په تزكيه كې ګام پورته كړه.

  1. د فطر صدقه: د ابن عباس رضی الله عنه په وينا، پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ناوړه خبرو او كړو وړو څخه د روژې د پاكولو او د مسكينانو د بسېا په موخه د فطر صدقه واجب كړې ده.

د اخترونو آداب

– رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کوچني اختر كې په طاق خرماوو سره افطار کولو (البخاري) او په لوى اختر كې به يې د قربانۍ له غوښې څخه خوړله (ترمذي).

– رسول الله صلی الله عليه وسلم به جومات ته په تګ کې تکبير ويلو. د کوچني اختر تکبير د روژې د وروستۍ ورځې له لمر لوېدو څخه پيل او وروستى وخت ېې د اختر د لمانځه پاى دى. د تکبير الفاظ دا دي:

الله اکبر الله اکبر، لا اله الا الله، و الله اکبر، الله اکبر و لله الحمد (ابن شيبه)

– يو بل ته مباركي ويل: ځينې صحابه کرام رضی الله عنهم به چې د اختر په ورځ سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: (تقبل الله منا و منكم) الله دې يې له مونږ او تاسو څخه قبول کړي

– غسل کول (موطا) او ښې جامې اغوستل (صحيح ابن خزيمه)

– عيدگاه ته د تګ او راتګ لاره بدلول: پيامبر صلی الله عليه وسلم  به د اختر په ورځ په يوه لار تله او په بله به راته. (رواه البخاري)

د اختر لمونځ

د کوچني او لوى اختر لمونځونه په دوهم هجري کال کې واجب شوي او سنت خو دا ده چې د اختر لمونځ په پراخه ساحه (عيدگاه) کې وشي ترڅو د ډېرو كليو او سيمو خلك سره راټول شي. كه شوني وي نو ښه ده چې د اختر لمانځه ته ټول مسلمانان، نارينه، ښځې او ماشومان عيدګاه ته لاړ شي او په دې د خوښۍ کې برخه واخلي. د حنفي مذهب مطابق د اختر لمونځ واجب دى، دوه رکعتونه او شپږ تکبيرونه لري. د اختر لمونځ بايد په جماعت سره اداء شي او له لمانځه وروسته خطبه ويل كېږي او له خطبې وروسته مسلمانان له يو او بل سره روغبړ كوي او يو بل ته د خوښيو د دې موسم مباركي وايي.

په اختر كې ناوړه دودونه

په اختر كې بايد له لاندې ناوړه كړنو څخه په كلكه ډډه وشي.

  1. په كورونو، بازارونو او نورو سيمو كې د نارينه وو او ښځو اختلاط.
  2. له نامحرمو سره مصافحه او په لاس ستړي مشي.
  3. د لمونځونو په ادا كولو کې ټمبلي.
  4. په ناروا لوبو كې وخت ضايع كول.
  5. د خپلو ماشومانو او كورنۍ ناوړه كړو وړو ته پاملرنه نه کول.
  6. تکبر او د نورو کم ګڼل.
  7. اسراف په ځانګړې توګه په جامو، خوړو او نورو مواردو كې.
  8. د خپلوانو په ځانګړې توګه بېوزلانو سره صلۀ رحمي هېرول.
  9. د كوچني او لوى اختر په لومړۍ ورځ روژه نيول (البخاري)

د مسلمانانو د اخترونو ځانګړتياوې

د مسلمانانو اخترونه دوې سترې رباني او انساني ځانګړتياوې لري.

۱- رباني ځانګړتيا: دا چې انسان په خوښيو كې هم بايد هېڅكله خپل رب هېر نكړي ځکه چې د اختر مفهوم د نفسي غوښتنو او شهواتو پيروي نه ده، بلکه دا خوښي د الله U په ياد، تکبير، لمانځه او الله ته په نږدې کېدلو سره پيل کېږي او له همدې سره پاى ته رسېږي.

۲- انساني ځانګړتيا: چې له نورو سره د اړيكو په ژوندي ساتلو كې

نغښتې ده ځكه خو اسلام د فطر صدقه لازمه ګرځولې ده، چې په نر او ښځه، لوى او واړه او آزاد او غلام، ټولو باندې واجب ده.

اى الله! مونږ له ريښتيني اختر څخه برخمن كړې!

درنو ورووڼو او خويندو! راځئ ټول د اختر په ورځ، په هر ګوټ کې چې يو، د اختر له لمانځه وروسته د دعا عاجزانه لاسونه الله ته پورته کړو څو مو واقعي خوښۍ په برخه کړي چې نور مو اخترونه په اوښکو او وينو نه وي لړلي. راځئ له مهربان الله څخه وغواړو چې مسلمان امت په ريښتينې ورورولۍ او يووالي سره ونازوي او له يوه بيرغ لاندې يې راټول كړي.

 اى الله! اى زموږ ربه! اسلامي امت نور لدې عذابونو، كړاوونو، تفرقې، ذلت او بدمرغيو څخه خلاص او سترګې مو په هغه اسلامي حکومت يخې کړې چې ټول مسلمانان يې په سيوري كې هوسا ساه واخلي.

اى مهربانه خدايه! نور مو ماشومان د خونخوارو ځناورو په لاس مه يتيمانوې! خدايه د نړۍ په هر ګوټ كې مسلمانانو ته د كفارو له ظلم څخه نجات وركړې. اى الله! زموږ لومړۍ قبله (مسجد اقصى) چې كلونه كلونه د خونخوارو يهودو په لاسونو كې اسيره ده، آزاده او زړونه مو د ټولو اسلامي هيوادونو په ريښتينې آزادۍ سره خوښ كړې. آمين

د اصلاح پيغام لړۍ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: