په سعودي عربستان کې د کفري اډو د شتون په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

پوښتنه می داده چی د سعودی عربستان په باره کی ستاسی څه نظری دی
چی هغوی د کافرانو لپاره د غلطو کارنو ( زنا او فحشا) ترسره کولو لپاره زمینه مساعد کړی ده
آیا دا د شرم ځای ندی چی په یو مسلمان هیواد کی د کافرانو لپاره داسی زمینه برابره وی آیا په دی هیواد کی جهاد نه فرض کیږی آیا ددی هیواد خلک خپل هیواد پریږدی او د بل هیواد ته د جهاد لپاره لاړ شی دا مناسبه ده .
مثلاً یو څوک یو چاته وایی چی ستا بچیان لمونځ نه کوی په حال ددی چی ددی خپل بچیان هم لمونځ نه کوی ددی خبره پرځای ده یا اول باید دی خپل بچیان لمانځه ته را وبولی بیا بل وو وایی چی لمونځ وکه .

دا چی دوی خپل هیواد کی جهاد نه او بل هیواد کی جهاد کوی آیا څوک به دا ومنی چی دوی د جهاد لپاره راغلی دی او یا یی کم بل استراتیژیکی هدف دی .

او همدا رقم د پاکستان په باره هم معلومات راکره چی هغوی هم په خپل واک ندی . لمړی خو دا چی د هغوی قانون د کفارو دی چی نوم حتا اسلامی ندی آیا هلته هم جهاد فرض دی اوکه ندی .
او دا چی تر ټو لو مخکی د کافرانو ته سعودی عربستان او پاکستان هډی ورکړی دی .
د یو چا چی په خپل کور کی مرداخوری او فحشا موجوده وی آیا هغه اجازت شته دی چی بل ته ګوته ونیسی او و وایی چی تاسی داسی یاست .
ډیره بښنه غواړم چی ډیری خبری می وکړی .
ستاسی د ځواب او ددی په باره کی اسلام احکاماتو په هیله
په درناوی
شمس الرحمن  زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : له بده مرغه د اسلامې نړې حکمرانان د کفري نړې تر تسلط لاندې دي څوک لږ او څوک ډير او د اسلامې امت اکثره حکومتونه په ماانزل الله باندې فيصلی نه کوي بلکي په وضعي قوانينو فيصلې کوي .

دوهم : پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې يهود او نصارا به له جزيرة العرب څخه باسې او بغير له مسلمان څخه به بل څوک نه پريږدی ( مسلم 1767)

همدارنګه د وفات په وخت کې يې وصيت وکړ چې له جزيرة العرب څخه به ټول مشرکين وباسئ (بخاري 3053، 3168، 4431 او مسلم 1637) .

د نړی يو ظالم کفري طاغوت ته به د نظامي اډی ورکول څنګه جايز شي .

مخکې مو اشاره وکړه چې نن زمان مسلمانانو له قرآن او سنتو څخه مخ اړولی دی نو ځکه پر دوی باندې کافران مسلط شوی دي .

ايمان يې ضعيف دی پر الله تعالی توکل نه کوي د کفر له نظامي قوت څخه ويره لري .

هر اسلامې هيواد چې کفارو ته نظامي اډي ورکوي د اسلام او مسلمانانو په حق کې ستر خيانت او سخت ناکاره عمل بلل کيږي .

مګر په کوم عقل او منطق د سعودي اډي له دغه ظالمانه يرغل سره مقايسه کوﺉ ؟

هلته تر اوسه پورې په دې نه دې توانيدلی چې د ملک په قضايي نظام ، تعلمي نصاب کې بدلون راولی يا کوم مسلمان قتل او بې عزته کړي ، زمونږ په هيواد کې چې دغه ظالمانه يرغل په دې تيرو لسو کلونو کې کوم ظلمونه او اسلام ضد کړنې تر سره کړې د تأثيرات له مينځه وړل به يې په سلو کلونو کې هم مشکل وي .

د زرګونو بې ګناه مسلمانانو قتلول ، بې عزته کول ، وهل او بندي کول او له خپل کور او ولس څخه شړل او فرارول ، د خلکو مسيحي او دهريي کول ، د قضايي نظام بدلول د اسلامې تعلمي نصاب له مينځه وړل ، ټولنه فاسدول ، په ټولنه کې تفرقو ته وده ورکول د فحشاء خپرول او داسې نور په سلګونه اسلام ضد اعمال تر سره کول .

نو کله چې د مسلمانانو پر کلی او ولس کافران يرغل وکړي په توره شپه کې يې په کور ورخيږي وژني يئ او بې عزته کوي يئ په دې صورت الله تعالی مسلمانانو ته حکم کوي چې :

( و قاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم ) يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني

په کوم هيواد او ولس چې کافران يرغل وکړي د هغه هيواد او ولس په ټولو وګړو جهاد فرض عين ګرځي او په اسلامې امت فرض کفايي .

نو د افغان مجاهدينو مرستې ته چې کوم بهريني مسلمانان راځي هغوی د اسلام د لوړوالی او د فرض د ادا کولو د پاره پخپله خوښه راځي ، د هغوی د حکومتونو لخوا نه راليږل کيږي که هغوی پخپله د جهاد جزبه لرله نو په خپل هيواد کې به يې کفري اډو ته ځای نه ورکولو .

په اسلامې امت کې د مسلمانانو لخوا يو د بل سره مرسته کول په عوامو او ولسونو پورې اړه لري نه په حکومتونو ځکه حکومتونه خو هسې هم د کفارو په رايه کار کوي .

دريم : دا يو څرګند حقيقت دی چې د افغان پر کړيدلې ولس باندې د ستر نړيوال کفري حشر په يرغل کې د پاکستان انګريز حکومت ، د ايران د ګرګين لمسيانو او داخلی مليشو پوره ونډه واخسته .

ای افسوس د داسې مسلمانانو په حال !!!!!!!!!!!!!!

هر څوک به د خپل عمل جزا ويني .

د کافرانو سره په اسلام او مسلمان ضده اعمالو کې مرسته کول او د هغوی سره دوستي کولو په اړه په قرآنکريم کې سخت وعيد بيان شوی دی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ  المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

 نو څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرﺉ هغه دې عامه تبليغاتو ته نه ګورﺉ ، د هيچا اعمال د اسلام ترجماني نشي کولای ، هغه که اسلامې ولسونه وي او که د جهاد په صف کې دځنو کسان ناکاره اعمال وي بلکې د نجات لاره داده چې سړی د قرآن او سنتو لارښوونو ته مخ کړي او هغه ټينګ ونيسي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ»: موطا مالك» 2/899 (1594)

(ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي (په هغه عمل وکړی ) د الله کتاب (قرآن ) او سنت نبوي

آن لاين اسلامې لارښود

8 Comments

  1. په اوسني وخت کې د ټولې نړې پر مسلمانانو جهاد فرض عین دې ځکه نن په نړۍ کې داسي ځاي ندي پاتې چې هلته کفارو ناولي قدمونه نه وي ایښي او د خپلو مقصدونو د لاس ته راوړلو لپاره خپلې هر ډول مرستې د هیوادونو څخه نه سپموي او د څو ډالرو په مقابل د مسلمانانو جسمي او روحي طاقت په بیه اخلې دوي غواړې چې په اسلامې نړې کې عیسویت او یهودیت خپور کړې او خلک د څو ډالرو په مقابل کې د خپل تسلط لاندي راولي لکه نن چې په ډیرې هیوادونو کې همداسي وکړل ان د ډالرو په بدل کې خلک د خپل ناموس څخه هم تیر شول او ………………….

  2. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    ډیر د وخت سره مناسبي پوښتنې دي وکړي زاهده وروره الله ج دی موږ ټولو ته په اسلام باندی په سمه او صحيح توګه د زده کړی او په هغی د عمل او همدا رنګه نورو ته درسولو توفيق راکړي.امين ثم امين

    دا نن چې کومو حالاتو کې موږ مسلمانان قرار لرو دا زموږ د ټولو د دين نه د ناخبری ښکارندوی کوی نو ځکه دا ناولي او مردارخواره په موږ باندی مسلط دي. که موږ د قرانکرم او د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په خوږو مرغلرو باندی عمل وکړو نو بيا به نه دا سره وه او نه تور.

    انلاين اسلامی لارښود تل داسلام د مقدس دين په رڼا کې خپلو ورونو او خويندو ته معلومات ورکړی. الله ج دی دوي ته په دواړو دارينو کې سرلوړی او کاميابی ورکړي. امين ثم امين

  3. شمس الرحمن " زاهد‌"

    اسلام عليكم .رحمته الله وبركاته
    بعد له سلام نه دكوچني اختر مباركي د انلاين اسلامی لارښود تولو استاذانو ، عالمانو او همكارانو ته د زړه له كومي ډالي كوم.
    د الله ” ج ” په په تولو مسلمانانو خوشحالي سره تير شوي وي .
    انشاء الله

    ديره مننه د انلاين اسلامی لارښود نه چي زمونژ پوشتني ته يي جواب وركر .

    او په پاي كي د محترم ورور حيات الله هجران شيرزاد نه هم مننه چي
    د هغي هم دي مهيمو تكوته پام الله تعالي دي هميشه لپاره تولو مسلمانانو ته بري لپاره حوصله او طاقت وركري .

    وسلام عليكم و رحمته الله و برركاته

  4. شمس الرحمن " زاهد "

    دآن لاين اسلامې لارښود تولو کارکونکو ته خپل د زره له کومی سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم .
    اسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته!
    الله ” ج” دی ستاسی د دی لوی خدمت په بدل کی تاسو او ستاسو
    والدینو ته جنت فردوس ور به برخه کری .

    بعد له سلام نه

    محترمه تاسی په پورتنی دوهم پراو کی دا وو ویلی چی
    پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې يهود او نصارا به له جزيرة العرب څخه باسې او بغير له مسلمان څخه به بل څوک نه پريږدی ( مسلم 1767)

    او بل دی دا هم و ویلی چی
    همدارنګه د وفات په وخت کې يې وصيت وکړ چې له جزيرة العرب څخه به ټول مشرکين وباسئ (بخاري 3053، 3168، 4431 او مسلم 1637) .

    اوس زه دا وایم چی دا به کم عقل و منی چی د امت رهنما به خپل امت ته دا ویلی وی او بیا به هم کافران موجود وی

    که د هغوی په حکومت کی لاسوهنی نه کوی نو سه کوی چه هلته ده دوی هدی دی با وجود ددی چی د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ” ص ” دا ارشاد کری وی چی کافران به جزيرة العرب څخه باسې او بغير له مسلمان څخه به بل څوک نه پريږدی .
    آیا یو مسلمان حکومت ته پکار ندی چی د رسول الله خبره ومنی
    آیا هغه به گنهگار او فسادی حکومت نوی کم یو چی د خپل پیغمبر خبره نه منی .
    آیا دا به سنگه مونژ قبول کرو چی دیو مسلمان حکومت په شتون کی دی معلومی مردگاو خای وی او حتی د مسجدونو په شاو او خوا کی

    ستاسی د خبری په اساس چی تاسی ویلی دی چی حکومتونه خو هسې هم د کفارو په رايه کار کوي .

    زه نو دا وایم چی هغه خلکو باندی چی جهاد فرض وی نو دومره لری سله رازی خو خپل وطن دی آزاد کری او د خپل رسول الله خبره دی ومنی

    ولی زه په دی خبره تنگار کوم هغه دا چی عرب د اسلام مرکز دی او کله چی مرکز د چا په گرفت کی وی نو د نورو زایونو اداره کول د هغه خلکو لپاره هسی لوبی دی .
    دوی باید اول د خپل وطن سخه شرو کری او اقدام دی وکری چی د نری تول مسلمانان را ویش شی .

    او پاتی شوه د افغانستان د جهاد خبره هغه داسی ده چی په افغانستان کی همیشه جهاد شتون لرلو او همیشه به وی لکه سنگه چی اوس دی .

    که دوی دا کار وکری نو انشاء الله دوهم به افغانستان وی
    انشاء الله د افغانستان مسلمانان د پخوانه تولی دنیا ته معلوم دی.

    دا چی فعلاً په افغانستان کی خلک مضبض دی خو د دا رقم مسلمان هیوادونو کرنی گوری لکه ( پاکستان او عربستان سعودی)

    چی هیران دی له سنگه چی وایی ( مونژ ته مسلی کوی او خپله پری حملی کوی )

    آیا د دوی جهاد به قبول شی چی دوی په افغانستان کی د کافرانو ورکولو لپاره جهاد کوی او د یو سو ورزو وروسته چی کله خپل بچیانو خواته زی نو بیا هم د کور په شا او خوا کی د دوی د کافرانو هدی وی .

    نو اول د کور شا او خوا گندگی ورکول پکار دی او یا د بازار گندگی ورکول پکار دی .( چی بازار کاک کره او بیا پخپله په کور کی د گندگی د پاسه ویده شه )

    وسلام
    په دناوی
    ستاسی د جواب په هیله
    شمس الرحمن ” زاهد”

    • dawat

      وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
      فکر کوم ددې مطلب ځواب هماغه پورتی ځواب وي .
      دا چې داسې ويلې ولې يو حکومت د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره نه مني
      زه دا وايم چې الله تعالی دی په ټول اسلامې امت او ټولو مسلمانانو ورحميږي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکمونه نن ورځ ډير مسلمانانو بغير له کوم فشار او تکليف څخه پخپله پريښي ، مثلاً رسول الله حکم کړی دی چې جومات ته ولاړ شي او لمونځ په جماعت کوي مونږ وينو چې ډير مسلمانان جومات ته نه ځي ، رسول الله حکم کړی دی چې ږيرې پرېږدی او بريتونه لنډوي خو وينو چې نن زمان ډير مسلمانان ږيرې خريي نو د رسول الله حکمونه نن ډيرو تر پښو لاندې کړی دي .
      دا خو يو واقعيت دی چې سعودي د اسلام مرکز دی هلته بايد يو ټينګ اسلامې حکومت وي او د کفر نظامي اډي بالکل نه وي
      مګر بيا هم په تکرار سره وايم چې د اسلامې امت اکثره حاکمان د کفري سلطي تر تاثير لاندې دي الله تعالی ټولو ته هدايت وکړي .
      د يو مسلمان د پاره دا ډير د تعجب خبره ده چې په يوه واړه مظلوم او دردلی هيواد باندې نړيوال کفري حشر وشي او ۴۵ کفري ملکونه ټول د مسلمانانو پر خلاف يرغل وکړي په توره شپه کې د مسلمانانو پر کليو او کورونو ور خيږی قتلوي ، بې عزته کويي او بندي کوي ، او ددې ستر کفري سيلاب پر وړاندې مسلمانان اسلامې مقامت کوي او د دوی د اسلامې مقامت او مظلوميت تر څنګ ډير کم شمير بهرني مسلمانان دريږي او دوی سره ددې ستر طوفان پر وړاندې جهاد کوي .
      نو دا کسان چې يوازې د دين د قيام او کفر د ځپلو د پاره د خپلو مسلمانو مجاهدو تر څنګ دريدلی دی ګوته ونيول شي چې تاسې ولې دلته راځي ؟ د يوه مسلمان مفکوره همداسې وي ؟
      ايا اسلام زما او ستا دی که نه د ټولې نړی دی ؟ ايا کفر ما او ستا ته کفر دی که ټولو مسلمانانو ته کفر دی ؟ ايا ټول مسلمانان د يوې کلمې وروڼه نه دي ؟
      د مسلمانانو پر خلاف چې نړيوال کفري حشر تر سره کيږي هغې ته ګوته نه نيول کيږي خو د مسلمانانو د مرستې د پاره چې د ګوتو په شمار مسلمانان دريږي هغه ته ګوته نيول کيږي
      که په مسلمانانو کې همت وای بايد همداسې حشر ورباندې جوړ شوی وای .
      يو ځل بيا دا خبره تکراروم چې دا کار د حکومتونو نه دی بلکه د مسلمانانو مرسته يو له بله په عام او ولسي ډول ده نه په دولتي توګه .
      او بل دا چې زه د سعودي سفير او نماينده نه يم چې دوی ته ووايم چې ولې جهاد نه کوﺉ ، ولی مو کفارو اډې ورکړی دي .
      د هيچا عمل د اسلام ترجماني نه شي کولای .
      نن د افغان پر مظلوم ولس د ستر کفري حشر يرغل شوی دی که د بهر مسلماناڼ مرسته ور سره وکړي او که يې ونه کړی زمونږ مظلوم ولس ته پيښه ده
      الهم انصر المجاهدين فی کل مکان

  5. شمس الرحمن " زاهد "

    د ټولو نه مخکی خپل سلامونه او نیکی هیلی د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته وړندی کوم .
    اسلام علیکم و رحمـﺔ الله و برکاتـﺔ◦

    هو د یو مسلمان عقیده همدا شان وی هغه دا چی هر څوک پوهیږی چی غوا توره ده او پی یی سپینی دی داچی دوی په خپل مملکت کی جهاد نه کوی (( با وجود ددی چی کافران هلته هم موجود دی )) دوی ته داسی ښکاریږی چی دا جهاد د دوی په ګټه ندی یعنی (( په جهاد کی خو لکه د افغانستان په شان مکتوبونه ،مسجدونه کورونه ، درمل ځایونه ،وغیره ویجاړ او ورانیږی .
    او دینی عمالمان ، انجنران ، استادان ، داکتران او ماشومان وژل کیږی نو دوی کله په دا رقم جهاد غواړی په خپل وطن کی دوی خو د جهاد لپاره ډیر ښه ځای په نښه کړی دی چی هغه افغانستان دی . پدی صورت کی به په دوی څوک اعتماد وکړی چی دوی جهاد کوی .
    دوی خو په خپل مملک کی دومره هم ونکړل چی یو تظاهرات یی کړی وی ددی موجود کافرانو په باره کی چی د دوی موجودیت په سعودی عربستان کی د افغانستان او نور مسلمان هیوادونو په نیولو کی غټ رول درلودلو هغه دا چی د کافرانو ټول د طیارو د نفتو اکمالات د سعودی عربستان نه کیږی آیا دوی باید د کافرانو سره مرسته وکړی ولی ددی په باره کی جهاد پکار ندی . چی فعلاً د کافرانو له لاسه ټول مسلمانان په عذاب دی .
    یوه وړه شانتی قصه :- وایی وی د یو چا په کور کی یوه هګی ورکه شوی وه او بیا یو څو ورځی روسته چرګه ورکه شوه او یو ځو ورځی وروسته غوا ورکه شوه او د کور ټول غړی د غوا په پلټنی پسی ګرځی . نو کله چی د کور مشر په دی ټوله قصه خبریږی نو هغه وایی چی غوا پسی مه ګرځی بلکی هغه هګی پیدا کړی .

    زما هدف ددی قصی څخه دا دی چی دا کافران خو د پاکستان او سعودی عربستان څخه راغلی دی او تر اوسه پوری ورته تیل رالیږی مرسته یی کوی . پدی حال کی چی د اسلام ستر لارښود هغه ځای ښودلی دی چی باید د مسلمانانونه بغیر هیځوک پکی نه وی که دوی واقعاً مسلمانان دی دوی باید هغوی د خپل هیواد څخه وباسی .

    له څنګه د اسلام مرکز دی او هلته دا پلیت خلک اوسیږی یو مثال ( وای وی د انسان د بدن ټولو حجرو ته د زړه له لاری وینه پمپ کیږی او ښایی چی زړه د بدن مرکز دی او کله چی زړه ضعیفه شی نو ټول وجود ورسره ضعیفه کیږی نو پدی حال کی باید اول د کم ځای علاج وشی د زړه او یا د وجود . ؟؟؟؟

    ګرانو استادانو او عالمانو ستاسی د پرله پسی ځوابونو څخه یوه نړی مننه !!!!
    پدی ځوابونو کی اګر چی ما څه غوښتل تر لاسه می نکړل زه نه پوهیږم چی آیا زما علمی او یا زهنی برداشت کمزوری دی او یا خدای مکړه تاسو کتمان دعلم کوی . که چری زما علم او یا می زهن قاصره وی نو د الله “ج” څخه په راتلونکی کی غواړم چی زما او د ټولی نړی د مسلمانانو ښه لارښود شی .
    او که تاسو کتمان د علم کوی نو په یاد ولری چی د دواړو جهانونو سردار څه ویلی دی .
    (((( من کتم علماً یلجم یوم القیامـﺔ بلجام من النار))) او لماقال رسول الله “ص”
    شمس الرحمن “زاهد”

  6. شمس الرحمن " زاهد "

    او په اخر کی دوه پوښتنی نوری هم لرم چی هغه په لاندی ډول دی .
    1:- ډیر مسلمانان لیدل کیږی چی مټ لڅ لمونځونه کوی .
    ددی باره کی له تاسی څخه هیله کوم چی ماته د اسلام په رڼا کی معلومات راکړی .
    چی دا رقم لمونځ کول څنګه دی آیا دا لمونځ به قبول شی او که نه ، یا خو مکروح دی او که ګناه لری.
    پدی حال کی چی د نارینه لپاره عورت د ګونډونه تر نامه پوری دی .

    2:- او دویمه پوښتنه می دا ده چی د ځانمرګی په باره کی د الله “ج” او د هغه رسول “ص” څه حکم او وینا ده .
    چی آیا ځان وژل روا دی او که نا روا دی .
    که روا دی په کومو حالاتو کی روا دی او که ناروا دی نو دا خلک چی یی کوی د دوی به په قیامت کی څه حال وی . د دی دواړو پوښتنو ځوابونه د اسلام په رڼا کی راولیژی او یا یی نشر کړی انشاءالله که ژوند وو او صحت می درلودلو نو زه به یی هم ولوولم . ستاسی د ځواب په هیله

  7. شمس الرحمن " زاهد "

    د ټولو نه مخکی خپل سلامونه او نیکی هیلی د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته وړندی کوم .

    اسلام علیکم ورجمته الله و برکاته
    خدای دی وکری چی تاسی او ستاسی کورنی روغ جور او صحتمند اوسی .

    بعد له سلام نه محترمو زما د پورتنی دوو پوشنتو جواب را نغی د هغی د جواب په هیله او یوه پوشتنه بله هم لرم هغه دا چی

    1:- په تول کال کی 11 میاشتی د وترواجب لمونح تنا کول کیژی او صرف د روژی په میاشت کی د ملا پسی نیت ترل کیژی ددی سه حکم دی آیا دا به رسول الله “ص” همداسی کول او یا کم بل حکم لری ؟

    خدای دی وکری چی د سو ورحو په سراسر بحث رانه خوا شینی شوی نه یاست او ددی پوشتنو جوابونه را ولیژی .
    وسلام
    په درناوی
    شمس الرحمن ” زاهد “

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: