د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟

 كه چيري يو مسلمان متاهل نارينه په يو كفري مملكت كه وي او يوازي هم وي او له يوي كافري سره د پيسو وركولو بدل سره زنا كوي د اسلام له نظره يې حکم څه دی ؟

صادق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟

زنا سخته عظيمه ګناه ده .

الله تعالی فرمايي : وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلا  (الاسراء ۳۲ ) .

مه نزدې کيږی زنا ته چې دا بې حيايي ده او نا کاره لاره ده .

وقال تعالى : ( وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا(69)

او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

عَنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم : أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ». قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ». قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». (بخارى:4477)

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : له نبی کريم صلی الله عليه وسلم مې پوښتنه وکړه : د الله تعالی په نزد کومه ګناه لويه ده ؟ ويې فرمايل : له الله تعالی سره شريک پيدا کول حال دا چې ته يې پيدا کړی يئ . ومې ويل دا لويه ګناه ده ددې وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د لوږې او فقر له ويرې د خپلو بچيانو وژل . ومې پوښتل وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د ګاونډې له ښځې سره زنا کول .

زنا يو فاحش او سپک عمل دی هغه که هر چيرې او له هر چا سره وي

په اسلام کې د زنا سزا سل دورې دي او هغه چې واده شوی وي سزا يې رجم دی

مګر په دارالحرب کې د زنا حد نشي جايري کيدای کما فی درالمختار فی دارالاسلام لانه لاحد بالزنا فی دارالحرب .

نو په کفري ملک د زنا د سزا حد نشي جايري کيدای . نو کلکه توبه ايستل پکار دي .

وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (71) سورة الفرقان .

او څوک چې توبه وکړي او نيک عمل وکړي نو هغه بيرته ستنيږي د الله طرف ته په ستنيدو سره .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : التائب من الذنب کمن لا ذنب له (مشکوة باب الاستغفار والتوبه )

يعنی د ګناه څخه توبه کونکي داسې دی چې هغه ګناه بالکل کړی نه وي .

د توبه ايستلو شرايط دلته وګورﺉ .

آن لاين اسلامې لارښود

4 Comments

  1. اول سلام او بعد مخكي هم دا سوال سوي خو يو مهمه مسله دا ده چي زنا له كافري سره ناروا ده دلته د بيسو مسله ده چي كافري ته مسلمان متاهل د مسافرت وخت كي وركوي او يو كفري ملك شتون لري ولي دا مسلمان د اقتصاد له وجه ضرر ويني اوبيا دا عمل اجراكوي حكم چي ده او هم كومه كفاره لري او كه نه .وسلام

  2. dawat

    اسلام عليکم
    ځواب
    الحمدلله

    زنا يو فاحش عمل دی د يوه انسان په عزت او آبرو تېری دی او ددې فاحش عمل په تر سره کولو کې دين ته اعتبار نشته که د کافرې او يا مسلمانې سره زنا وشي يو جرم دی
    ځکه الله تعالی فرمايي وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَى چې دا يو عمومي لفظ دی او په دې د ټول امت اجماع ده چې په زنا کې د مسلمانې او کافرې تر مينځ فرق نشته

    وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَى”لم يفرِّق بين المسلمة والكافرة،فالزنا كله حرام وفاحشة، وعلى هذا إجماع المسلمين.

    وقد هَمّ النبي صلى الله عليه وسلم أن يلعن مَن أراد وطء امرأة كافرة مَسبية وهي حامل ، فقال : لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ أَلْعَنَهُ لَعْنًا يَدْخُلُ مَعَهُ قَبْرَهُ ، كَيْفَ يُوَرِّثُهُ وَهُوَ لا يَحِلُّ لَهُ ؟ كَيْفَ يَسْتَخْدِمُهُ وَهُوَ لا يَحِلُّ لَهُ ؟ رواه مسلم .
    په دارالحرب کې حد نشي جايري کيدای .
    زنا کومه بله کفاره نه لري بس کفاره يې کلکه توبه ده .

    وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ{النور: 31}.
    وقال تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحاً {التحريم:8}.

    او کوم مسلمان چې د دين د شعايرو حفاظت ونشي کړای هغه لره جايزه نه ده چې د کفر په ملک ووسي
    لايجوز اقامة في بلاد الكفر لمجرد العمل لمن لا يستطيع أن يقيم شعائر الدين ، ويخشى على نفسه الفتنة، لما رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إني برئ من كل مسلم يقيم بين أظهر المشركين
    آن لاين اسلامې لارښود

  3. د هرحه مخكي خبل سلامونه او نيكي هيلي له الله تعالي نه تاسو ته غوارم چي د مسلمانانو سوالونه دير شه اوزر جواب وركوي كاميابه او سرفرازه اوسي ديره ديره مننه او هيله لرم چي سوالونه ته دير به نرمه او خوشحاله لهجه جواب وركري وسلام

  4. Mujtaba

    Is keeping of wolf,dog) admissible in house?

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: