الله تعالی د څه د پاره پر خپل بنده مصبتونه او سختۍ راولي ؟

الله تعالی ددې د پاره پخپل بنده باندې مصيبتونه او سختۍ نه نازلوي تر څو هغه نابود کړي او له يښو يې وغورځوي بلکي ددې د پاره مصيبتونه ورباندې نازلوي تر څو دهغه بندګي وآزمايي .

ځکه لکه څنګه چې الله تعالی ته عبادت کول دنعمت او آرامۍ په وخت کې لازم دي همداسې د سختۍ او ناخوښۍ په وخت کې هم لازم دی .

زيات بندګان چې د آرام او نعمت په وخت کې عبادت ورباندې لازم دی عبادت تر سره کوي مګرلکه څنګه چې د مصيبت په وخت کې هم عبادت لازم دی خو په دغه وخت کې د بندګانو درجې فرق کوي په همدې ترتيب الله تعالی هم دوی ددې درجو په وسيله د درجو او مرتبو له روی فرق ورکړی دی  .

د مثال په ډول په ګرم موسم کې په يخو اوبو باندې اودس کول عبادت دی او د نمعت او دارايﺉ په وخت د اولاد د نفقي برابرول او پخپل اهل عيال خرڅ کول عبادت دی . همدارنګه په يخ موسم کې په يخو ابو باندې اودس کول عبادت دی او د سختۍ او بې وسۍ په وخت د اهل عيال نفقه او په هغوی باندې خرڅ کول هم عبادت دی . مګر په لويوالي او درجه کې په دواړو ډولو عباداتو کې فرق دی . نو هر چا چې په دواړو حالاتو کې د آرام او نعمت او همدارنګه د سختۍ او بې وسۍ او غم په حالت کې د الله تعالی عبادت او بندګي وکړه .؟؟؟

په دې بنا کامل کفايت په کامل عبادت او بندګې سره دی او ناقص کفايت په ناقص عبادت او بندګۍ کې دی .پس هرچا چې خير په لاس راوړ هغې دې شکر ادا کړي او چا چې خير تر لاسه نه کړ هغه دې خپل ځان ملامت کړي

د شيطان دوکه :

کله چې شيطان پوه شو چې الله تعالی خپل بندګان هغه ته نه پريږدي او هغه په هغوی باندې نه مسلطوي نو ويې ويل :لکه چه قرآنکريم يې داسې بيان کوي :

{ قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٢﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ } [ص: 82-83].

(ابليس وويل ستا په عزت قسم چې زه به دوی ټول ګمراه کړم (82) پرته د ستا له هغو بندګانو چه مخلصان دي)

او الله تعالی فرمايي :

{وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٢٠﴾ وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ} [سبأ: 20-21]

(د هغوی په باب ابليس خپل ګمان صحي و موند او هغوی د همغه پيروي وکړه پرته له يوې کوچنی ډلې چه هغوی مؤمنان وو ،

پس الله تعالی خپل دوښمن پر خپلو بندګانو نه دی مسلط کړی ځکه هغوی د الله تعالی په حفاظت او څارنه کې دي او دغه دوښمن به انسان ته هغه وخت دوکه ورکوي چې کله انسان غفلت اختيار کړي او انسان په غفلت ،عصه او شهوت مبتلا دی ، شيطان يو له دغو لارو (غفلت له ذکرالله ،شهوت او غضب يا قهر کولو) انسان ته داخليږي .

آدم ابوالبشر که څه هم تر ټول مخلوق نه عاقل او هوښيار هم وو مګر شيطان هغه ته دوکه ورکړه او په هغه څه کې يې مبتلا کړ چې بايد په هغه نه وای مبتلا شوی نو د انسان عقل به د هغه د پلار د عقل په پرتله څومره کمزورې وي ؟

روانه لړۍ د نفس تذکيه

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: