په استمنا سره روژه فاسديږي ؟

سلامونه:په روژه کی د موټک (جلق) وهل څه حکم لری،یعنی که سړی روژه وی او په زوره د لاس پواسطه ځان انزال کړی،دا روژه یی څنګه شوه؟مکروه،قضا او که کفاره ده!؟ نجيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لاس سره انزال کول يا استمنا حرام دی نور تفصيل دلته وګورﺉ

د روژې يو حکمت دا دی تر څو مسلمان په دغه لنډ مهاله تربيوي دوره کې په ښو کارونو عادت او له بدو کارونو او زهرجنو شيطاني افعالو منع شي .

کوم څوک چې په روژه کې ناروا کارونه نه پريږدي  د هغوی په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو د الله تعالی دده خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته.

نو د رمضان المبارك خو يوه موخه د نارواه کارونو څخه د مخ ګرځول او منع ده .

که خدای مه کړه له چا څخه په رمضان کې دغه بد عمل وشي روژه يې فاسده ده داسې چې دغه روژی ته به دوام ورکوي هغه به نه خوري او د رمضان په پای کې به د دغه روژې قضايي ادا کوي کفاره نشته .

د روژې مکروهات او فاسدونکي دلته وګورﺉ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

2 Comments

  1. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ،هیله ده چی روژی آخیری ورځی مو ښی وی.
    زماپوښتنه د اختردورځی په باره کی دی،ځینی خلګ وایی چی سعودی عربستان اعلان کړی چی یوه ورځ روژه خوړل شوی،آیا دا خبره رښتیاده او که نه؟
    یعنی که داسی خبره وی نو له شکه وتلی ددوشنبی ورځ چی د 1390/سنبلی/08 =۲۰۱۱/۰۸/۳۰ نیټی سره سمه ده داختر لومړی ورځ راځی،هیله ده په دی باره کی راته پوره مالومات راکړی؟څومره ډاډه یاست چی ددوشنبی او یا سه شنبی په ورځ د اختر لومړی ورځ ده؟
    نجیب الله له کابله

  2. نجیب الله وروره الله دې مونږ ټولو ته توفیق د نیکو اعمالو راکړی راکړی
    که یوه روژه خوړل شوی هم وی نو داخو ضرور نه ده رمضان دې ۲۹ وی.
    قمری کال ۳۵۴ ورځی دی چی ۶ میاشتی یی ۲۹ او ۶ یی ۳۰ دی، خو چې کومه ۳۰ او کومه ۲۹ ده دا نه ده مالومه، کیدای شی د رمضان میاشت ۲۹ وی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: