د جنت منازل او درجې

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو متدینو کارکونکو ته د رسول الله ص تحفه وړاندی کوم

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

یوه پوښتنه می درلوده که د قران او حدیث په رڼا کی یی را ځواب کړی نو منندوی به مو یم

سوال: که یو څوک په ناوړه او فاحشو اعمالو لکه زنا، لواطت، شراب او نورو فاحشو اعمالو اخته وی او ټوله عمر یی پدی کی تیر سی خو داچی نوموړی کس سرمایه داره وی  په پای کی توبه وباسی او حج وکړی نو الله ج خو غفور او رحیم ذات دی نوموړی کس بخښی او تر ګناهونو یی ور تیریږی، خو یو بل کس بیا ټوله عمر په تقوا، غربت او پرهیزګاری کی تیروی، نو د دی دوو کسانو تر منځ فرق څه دی؟ آیا د دوی دواړو درجه یو شان ده، ځکه چی هغه بل کس ته هم الله ج عفوه کړی او تیر ګناهونه یی هم معاف سوی دی؟

مننه

ذبیح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په جنت کې داسې درجې دي لکه په دنيا کې مګر د جنت درجې ډيرې لويې دي او د درجو لوړوالی په تقوای پورې اړه لري .

الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآنکريم فرمايي : ( انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلاً ) الإسراء/ 21 ،

ژباړه : وګوره ! چې څرنګه مونږ فضيلت او غوروالی ورکړي دی ځنو ته په ځنو نورو (رزق او نورو  کې ) او خامخا آخرت ډير لوی دی له جهته د غوروالی او درجو  (له دنيا څخه ) .

يعنې څنګه چې د دنيا په ژوند کې د مال ، دولت او عزت له وجې د خلکو په مينځ د فضيلت او غوره والی توپير شته همداسې په آخرت کې د اعمالو په نسبت تفاوت شته .

چې دا فرق په اعمالو پورې اړه لري ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا  الأنعام/ من الآية132

د سراقه بن حارث مور جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته راغله او عرض يې وکړ : يا رسول الله ! ما د حارث له حاله باخبره کړه . ويل کيږي حارث د بدر په ورځ د نامعلوم کس په غيشي وژل شوی وو . که په جنت کې وي صبر کوم او که نه وي د هغه د پاره ډیره ژړا کومه آنحضرت صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای د حارث مورې ! ستا زوی په جنت الفردوس کې دی جنت مختلفې درجې لري او یقيناً ستا زوی په فردوس اعلی کې دی .

أُمُّ حَارِثَةَ بْنِ سُرَاقَةَ أَتَتِ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالَتْ: يَا نَبِيَّ اللَّهِ أَلا تُحَدِّثُنِي عَنْ حَارِثَةَ؟ وَكَانَ قُتِلَ يَوْمَ بَدْرٍ أَصَابَهُ سَهْمٌ غَرْبٌ فَإِنْ كَانَ فِي الْجَنَّةِ صَبَرْتُ، وَإِنْ كَانَ غَيْرَ ذَلِكَ اجْتَهَدْتُ عَلَيْهِ فِي الْبُكَاءِ، قَالَ: «يَا أُمَّ حَارِثَةَ، إِنَّهَا جِنَانٌ فِي الْجَنَّةِ وَإِنَّ ابْنَكِ أَصَابَ الْفِرْدَوْسَ الأَعْلَى». (بخارى:2809)

په جنت کې يو له بله اختلاف ، بعض او کينه نشته چې کوم څوک د ځان په نسبت د بل کس په لوړو درجو رنځ او غم وکړي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

لا اخْتِلاَفَ بَيْنَهُمْ وَلا تَبَاغُضَ، قُلُوبُهُمْ قَلْبٌ وَاحِدٌ يُسَبِّحُونَ اللَّهَ بُكْرَةً وَعَشِيًّا». (بخارى:3245)

 هغوی يو له بله هيڅ ډول اختلاف او کينه نه لري زړونه يې يو زړه دی سبا او بيکا د خپل رب تسبيح وايي .

الله تعالی مونږ پخپل فضل او کرم د جنت فردوس په نعمت وپالي

آن لاين اسلامې لارښود

2 Comments

  1. د یو مسلمان د عباداتو تلاوت سواب بل مسلمان ته د بښلو په صورت کی رسیری او کنه

  2. dawat

    اداره الموقع افغانية الاسلامية
    يوه مسلمان هغه که ژوندې وي يا مړ د عبادت د ثواب بښلو تفصيل دلته وګوري
    http://dawat.katib.org/archives/2263

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: