په اسلامې امت کې د ډیموکراسۍ ناوليې پايلې د سود او موسيقۍ رواجول

۸ ـ سودي نظام تر ويجول :

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ له پلي کولو څخه د صليبيانو اتم مقصد دسودي نظام د راکړې ورکړی ترويجول دي ، چې دټولنې لپاره د ناسور حيثيت لري ، ځکه چې سود په ټولنه کې دغربت بدمرغه اقتصادي پديده اضافه کوي او په ټولنه کې نا انډولي او طبقاتي نظام پياوړی کوي دويم دا چې دقرض حسنه نېکمرغه او له صميميت ، زړه سوي ، اجتماعي مساوات څخه مملوء شرعي عمل ختموي چې له همدې امله الله تعالی د سود خوړل  دجنګ اعلان ګڼلی دی چې يو مسلمان به يې هيڅکله هم جسارت ونه کړي .

۹ ـ موسيقي عامول :

په اسلامي هېوادونو کې موسيقي عامول ، رقص او نڅا ترويجول ، څو وګړی د الله تعالی د ذکر پر ځای سندرې زده کړی او دجوماتونوپر ځای ډمخانو ته لاړ شي او دشيطان مزامير واوري او د الله دقهر او غضب مورد وګرځېږي . دماغ او عصاب يې شل شي او په دماغي رنځونو اخته شي چې ښه بلګه يې  زمونږ استعمار ځپلی هيواد افغانستان دی ، چې له ۱۳۸۰کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې په تېرولسوکلونو کې چې د ډيموکراسۍ نظام حاکم شوی دی په هر ځای کې موسيقي ده ګډا ده او شورماشودی  په زيارتونو کې موسيقي په خانقاو کې موسيقي ، په هوټلونو کې موسيقي ، په موټرونو کې موسيقي ، په ښارونو او بازارونو کې موسيقي ، په ليسو کې موسيقي ، په کورونو کې موسيقي ، صليبيان همدغه هدف لري هغه ملت چې تر پرون پورې انګريزان په لندن کې د دوي د تورو له شرنګ څخه له وېرې رپېدل نن يې د تورې په بدل کې رباب او ډول په لاس کې ورکړی دی . هغه ملت چې تر پرون پورې يې په ډلي او اصفهان حکومت کاوه نن په خپل هېواد کې محکوم دي او صليبيان حکومت پرې کوي او دوی موسيقي او رقص ورته کوي .

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: