لولاک لما خلقت الافلاک حديث دی ؟

دآن لاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته!
زما څلور پوښتنی دی هیله ده ځواب یی راکړی تر څو ټول لوستونکی ور څخه ګټه واخلی.
لومړی پوښتنه: ایالاندینی حدیثونه شتون لری او که نه که لری په کومو حدیثو کتابونو او د چا لخوا روایت شوی؟
1-(لولاک لولاک لماخلقت الافلاک)
2- لولاک لولاک ……………..
3-انعمان سراجی امتی
پداسی حال کی چی امام ابو جنیفه رض تبع تابع دی
4-اصحابی کنجومی بایهم اقتدایتم اهتدایتم

حليم الله – ننګرهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لولاک لما خلقت الافلاک حديث موضوع يعني له ځانه جوړ شوی حديث دی نور تفصيل دلته وګورﺉ

النعمان سراج امتي حديث هم موضوع او له ځانه جوړ شوي دي او په دې باندې هم د ټولو محدثينو اتفاق دی

أخرجه الخطيب البغدادي في تاريخه 2 ص 289 من طريق محمد بن يزيد المستملي الكذاب الوضاع وقال: هو موضوع باطل.

أخرجه الخطيب الخوارزمي في مناقب أبي حنيفة 1 ص 14 بإسناد باطل.

(3) قال الشيخ على القاري في موضوعاته الكبرى: هو موضوع باتفاق المحدثين. كشف الخفاء ج 1 ص 33.

قال الخطيب في تاريخه 2 ص 289: باطل موضوع

قال السيوطي : موضوع ، آفته الجويباري

الألباني في ‎السلسلة الضعيفة و الموضوعة

همدارنګه صحابی کنجومی بایهم اقتدایتم اهتدایتم حديث هم  د محدثينو په نزد حديث نه دی نور تفصيل دلته وګورﺉ

مګر ددې مطلب په اړه صحيح حديث شريف داسې دی :

«عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: .[1]

ژباړه : زما په طريقه يا سنتو او د خلفای راشدينو طريقه او سنت کلک ونيسئ او په دين کې د نويو پيدا شويو امرو څخه ځان وساتئ

الله سبحانه و تعالی د صحابه کرامو د لوړ شان او منزلت په اړه په قرانکريم څو ځايه يادونه کړی ده :

رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ) البينه ۸ ( .

( وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ) – التوبه ۱۰۰

( لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً وَيَنصُرُونَ اللَّهَوَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ) – الحشر ۸

د موضوع حديث نقلول او ليکل  حرام دي مګر ددې د پاره يې ليکل جواز لري چې خلکو ته وښودل شي چې دا حديث هيڅ اصل نه لري او موضوع دی .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: