د خبرو کولو آداب

بې ضرورته خبره مه اوږدوۍ

عن عمرو بن العاص انه قال يوماً وقام رجل فاکثر القول فقال عمر ولو قصد فی قوله لکان خيراً له سمعت رسول الله صل الله عليه وسلم يقولُ لقد رأيت او قال امرت ان اتجوز فی القولِ فان الحواز هو خيرُْ . ( رواه ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه نه روايت دی چې يوه ورځ هرکله چې يو سړی ( دهغوی صل الله عليه وسلم په حضور  کې ) ودريدلو ( دوعظ او تقرر په ډول باندی ) خبری کولی . او خبره يې ډيره اوږده کړه نو هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې که دی سړی مختصره خبرې کولی نو دده دپاره به ډيره غوره وه .

ما درسول الله صل الله عليه وسلم نه اوردلی دی هغوی صلی الله عليه وسلم ارشاد وفرمايلو چې زه دا مناسب ګڼم يا يې داسې وفرمال چې ماته د الله تعالی نه حکم شوي دی چې په خبرو کولو کې د اختصار نه کار واخلم ولی چې په خبره کې اختصار غوره وی .

ژبه د فلاح او هم دهلاکت وسيله ده :

عن بلال بن الحارث قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم ان الرجل ليتکلم با لکلمة من الخير ما يعلم مبلغها يکتب الله له بها رضوانه الی يوم يلقاه وان الرجل ليتکلم بالکلمة من الشرما يعلم مبلغها يکتب الله بها عليه سخطه الی يوم يلقاه . ( رواه فی شرح السنة وروی مالک و الترمذی و ابن ماجه نحوه )

ژباړه : دحضرت بلال بن حارث رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل : چې د سړی د ژبې نه کله دخير او ښيکڼې داسې خبره وځي چې دهغه پوره قدر او قيمت هغه ته پخپله هم نه وي معلوم خو الله تعالی د دغه يوی خبری په وجه سره پخپل حضور کې دحاضریء د وخته پوری د هغه بنده دپاره د خپلې رضا فيصله کړی وی او دغه شان کله دسړی د ژبې نه د شر څه داسې خبره وځې چی د هغه د بد او د خطرناک حد په سبب سره پخپله هم نه وي معلوم . مګر الله تعالی د دغی خبرې په وجه سره په دغه سړی باندی د آخرت د پيشء پوری دخپل ناراضګۍ او غضب فصله کړی وي  .

په تعريف کې احتياط کول ضروري دي :

د چا تعريف کول هم په اصل کی د هغه په حق کې شهادت او ګواهي ده چې دلويی ذمه وارۍ خبره ده او په دی سره ددی هم خطر دی چې په هغه سړی کې ځان غوښتنه پيدا شي . نو له همدی امله رسول الله صلی الله عليه وسلم پدی باره کې دسخت احتياط امر فرمايلی دی . افسوس چې ددی تعليم او هدايت نه په دی زمانه کې ډير د بې پروايې چلند کېږ ی تعوذ بالله من شرور انفسنا .

عن ابی بکره قال اثنی رجل علی رجل عند النبی صل الله عليه وسلم فقال وتلک قطعت عنً اخيک ثلاثاً من کان منکم ماد حاً لا محالة فليقل احسب فلانا والله حسيبه ان کان يری کذالک ولا يزکې علی الله احدًا . ( رواه البخار ومسلم )

ژباړه : دحضرت ابو بکر رضی الله عنه نه روايت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې يو سړی دبل صاحب تعريف وکړ ( او پدی تعريف کې يې بې احتياطې وکړه ) نو هغوی صلی الله عليه وسلم ارشاد وفرمايلو چې : تاد دخپل ورور ( په داسې حال کې تعريف کولو سره ) څټ پرې کړو . يعنی داسې کار دې وکړو چې دهغې نه هغه هلاک شي . دا خبره هغوی صلی الله عليه وسلم دری ځله ارشاد و فرمايله  دهغه نه پس يې و فرمايل  : څوک چې په تاسو کې د چا د ورور تعريف کول  ضروری وګڼې . او دې دغه تعريف او  مدحی مستحق کڼی نو داسی دی ووايې چې زه دفلانې ورور په باره کې داسې ګمان کوم . او زما د هغه په باره کې دا رايه ده او ددی حساب کولو والا الله دی چې هغه ته دحقيقت پوره علم دی . او داسې دې نه کوي چې په خدای باندی دچا دپاکيزګې حکم ولګوی يعنی دچا په حق کې دی داسې خبره نه کوی چې هغه بې شبهی او يقيناً عند الله پاک او مقدس دی ولی چې دا په خدای  باندی حکم لګول دی او بنده ته ددی حق نشته .

عن المقداد بن الاسود قال قال رسو ل الله صلی الله عليه وسلم اذا راايتم المداحين فاحثوا فی وجوههم (رواه مسلم )

د مقداد بن اسود رضی الله عنه نه روايت دی جې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : جې هر کله تاسې مداحين ( ډير زيات صفت کونکي ) ووينﺉ نو د هغوی پر مخ خاورې واجوﺉ

تشريح : په دې حديث کې د مداحين نه غالباً هغه خلک مراد دي چې د خلکو د چاپلوسۍ د پاره د هغوی مبالغه اميزه تعريفونه کوي

آن لاين اسلامې لارښود

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: