دری بنسټيزې پوښتنې

له کومه راغلی يم؟ د څه لپاره راغلی يم؟ بالاخره چېرته ځم؟

أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى    (القيامه/ 36)

بنسټیزې پوښتنې

هره ناپوهي د زغملو وړ ده، خو د خپل پیدایښت د موخې او رسالت په اړه د انسان ناپوهي په هيڅ ډول كوچنۍ نه ګڼل كيږي. د عاقل او با اراده موجود لپاره خو تر ټولو ستر عيب او ننګ دا دی چې په بې خبرۍ كې ژوند تیر کړي، د څاروي په څیر وخوري او وڅښي، نه د خپل برخلیک په اړه سوچ وکړي او نه هم د ځان په حقیقت پوه شي، ترهغې چې ناڅاپه مرګ راورسیږي او له هیڅ ډول چمتووالي پرته له ناآشنا برخلیک سره مخ شي… بیا چې نه پښېماني ګټه لري او نه د تېښتې لار وي،سر ټکوي،او د خلاصون هیله کوي.

ځکه نو هر عاقل انسان ته ښایي چې مخکې له مخکې متوجه اوسي او له ځان نه دا درې ګونې پوښتنې وکړي او مناسب ځوابونه ورته ومومي.

۱- زه څوک یم او له کومه راغلی یم؟ یا په بل عبارت چا پیدا کړی یم؟

۲- زما د کار پای څه دی او له مړینې وروسته چیرته ځم؟

۳- د څه لپاره پیدا شوی یم؟ او زما د پیدایښت موخه څه ده؟

په لنډو ټکو کولای شو دا راز وپوښتو: له کومه؟ چيرته؟ د څه لپاره؟

دا هغه پوښتنې دي چې تل له انسان سره شته،او مناسب ځواب غواړي. داسې ځواب چې له هغې پرته خو د انسان وجود او په نړۍ کې يې مقام تر پوښتنې لاندې راځي، ځكه نو د نړۍ ټولو فلسفو د هغې په موندلو كې تكل كړى.

له کوم لوري؟

پدې اړه د ماده پرستانو نظر دا دى چې: له هغه څه پرته چې په نېغه د حواسو له لارې حس شي، په بل څه ایمان نه لري. دوى د فطرت غږ په ستوني کې خپ کړی او ټينګار کوي چې دا نړۍ او پكې شته ټول شيان پخپله منځته راغلي او لدې پياوړي نظم او استحكام سره سره يوازې د تصادف زيږنده ده!

خو هغه كسان چې د فطرت غږ ته غوږ ایښی، اعتراف كوي چې دوی او چاپېره نړۍ يې ځواكمن خالق او پالونكى لري. آخر څرنګه شونې ده چې دغه ستره کارخانه له داسې حيرانوونكي نظم سره، بې له كوچنۍ نیمګړتیا، له كوم جوړونكي پرته پر مخ لاړه شي؟ د بانډې كوچي څرنګه په ساده ټكو كې دا پوښتنه ځواب كړه: (د اوښ پچه د اوښ پر شتون دلالت کوي او د پښې چاپ د تلونكي پر وجود، اوس نو څنګه تصور كيداى شي چې آسمانونه، ځمکه او څپاند بحرونه دې د الله د وجود كره دلايل نه وي؟)

ښه ده چې پدې اړه د تجربي علومو د پوهانو نظر هم واورو:

– مشهور عالم، اسحاق نیوټن وایي: د پیدا کوونکي په اړه شک مه کوئ، ځکه د منلو وړ نه ده چې د دې هستۍ بنسټ دې یوازې تصادف وي.

– دکارت وایي: زه د خپلو نیمګرتیاو له درک سره سره، د یوه کامل ذات شتون احساسوم، او د ځان لپاره دا عقیده اړینه بولم چې دغه پوهه هغه کامل او په ټولو صفتونو متصف ذات زما په خټه كې ایښې چې خداى دى.

– سپينسر وايي: څومره چې د علم لمن پراخیږي، همغومره د ازلي خالق په اړه چې د بې پايه قدرت څښتن دی، كره دلايل زیاتیږي. هغه عالم چې د اوبو څاڅکی ویني، او پوهیږي چې له اکسيجن او هایدروجن څخه په ټاكلي تناسب جوړ شوی، او که یې اندازه لږ هم زیاته یا کمه شوې وای نو د اوبو پر ځای به بل څه رامنځ ته شوي وو، تر هغه چا به زیات او په ژوره توګه د الله په قدرت او لويۍ پوه شي،چې یوازې د اوبو دساده څاڅکي په توګه ورته ګوري.

– فرانسس بیکن وایي: لږه فلسفي پوهه د انسان عقل الحاد ته بیايي خو په هغې کې ژور تلل، او کره څیړنه، د ایمان په لور لارښوونه کوي.

پر الله باندې ایمان، د عقل اړتیا ده

پر الله ایمان یوازي فطري غریزه نه، بلکه عقلي ضرورت هم دی. له دې پرته خو د قران له خوا وړاندې شوې حیرانوونکې پوښتنه بې ځوابه پاتې کيږي:

(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ*أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ…) (الطور 35،36) (آیا له هیڅ نه پیدا شوي كه پخپله د ځان پیدا کوونکي دي؟ او كه دا چې ځمکه او آسمانونه دوی پیدا کړي؟)

دا پوښتنه يوازې يو ځواب لري او هغه دا چې: انسان نه د تصادف زيږنده ده او نه هم پخپله د ځان خالق، بلکه د هغه يوازيني رب مخلوق دى چې د ټولو كايناتو پيداكوونكى، څښتن او پالونكى دى. هغه ذات چې:(الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) (الفرقان۲) ژباړه: (هغه چې د اسمانونو او ځمكې د پاچايۍ څښتن دى او څوك يې زوى نه دى نيولى،او نه هم ورسره په پاچايۍ كې څوك شريك شته. او هر څه يې پيدا كړل بيا يې په مناسبه توګه اندازه كړل)

مقصد چیرته دی؟

اوس دويمه پوښتنه دا ده چې: په کوم لور؟… ماده پالونكي دې پوښتنې ته داسې ځواب ورکوي چې دا عزتمن انسان له حیوان سره برابروي. دوی له دې دنيا څخه د انسان د تګ په اړه په ساده ټكو كې وايي: مطلقه نیستي او كامله فنا! زمانه د نورو میلیونونو ساكښو په څېر انسان هم له كومي كوزوي او كالبود یې په لومړنیو عناصرو تجزیه کوي او خلاص. د انسان د ژوند ټوله کیسه د دوى له نظره همدومره ده چې: له رحم نه راوزي او په ځمكه ننوزي. نه تل پاتې ژوند شته او نه هم بدله او جزا! له دې لرليده، هغه چې ټول ښه کارونه يې ترسره کړي او څوك چې هر ډول بدۍ يې سر ته رسولي، سره برابر دي. چا چې ژوند د خلکو په چوپړ او له نفسي غوښتنو سره په مبارزه كې تير كړى، کټ مټ د هغه په څیر دی چې ژوند یې د انسانانو په ضد او د خپلو نفساني خواهشاتو په خدمت کې لګولى. د دوی په اند خو هغه كس چې ځان يې له حق نه قربان کړی له هغه سره چې په باطل یې د خلکو سرونه پرې کړي هېڅ توپیر نه لري….! که داسې وي، نو پر نورو ساكښو د انسان غوراوى په څه كې دى؟ ولې د چاپيريال ټول شيان هغه ته مسخر شوي او له داسې ځانګړتیاوو برخمن دى چې له ده پرته يې هېڅ موجود نه لري.

خو د دې پر خلاف، مومنان پوهیږي چې چیرته به درومي، هغوى ډاډه دي چې د دې دنيا لپاره نه دي پیدا شوي بلکې دا نړۍ د دوی له پاره پیدا شوې، دوی ايمان لري چې په همیشنۍ دنیا کې د تلپاتې ژوند له پاره پیدا شوي، او دا دنیا د دوی لپاره یوه وسیله ده تر څو پکې هغې دنیا ته تیاری ونیسي، او ځانونه د معنویت لوړو پوړو ته ورسوي تر څو هغه سپيڅلي ځای ته ننوزي چې له پاکانو پرته بل څوک نه شي ورتلای. هغه ځای چې د ننوتو پر مهال عزتمن كوربانه ورته وايي: سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ (زمر73) (سلام دې وي پرتاسې، ښه راغلاست نو د تل لپاره د ننه شئ.)

انساني عقل نه شي کولای په داسې حکیم ذات چې نړۍ یې په بهترین شکل جوړه کړې، او هر څه يې پكې په پوره انډول برابر كړي ايمان راوړي او بيا په دې عقيده شي چې په داسې ساده توګه به د ژوندون كتاب تړل كيږي. لوټمار ښارونه ولوټل، غله مالونه يوړل او قاتل په مظلومو وينو لاسونه سره كړل، خو الهي عدالت به ترېنه هيڅ انتقام نه اخلي!؟ آيا د هغه كمزوري لاس نيوى به ونه كړي چې له الله پرته بل مرستندوی نه لري؟ آيا هغه نیک سيرته مؤمن ته به چې د خلکو له ځور او ظلم سره مخامخ شوی اجر ور نه کړي؟ دا ډير پوچ فکر دی چې د داسې هستۍ خالق ترې پاك دى. قرانکریم دا حقیقت په څومره ښکلو ټكو كې بيانوي:

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ. فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ

(ایا ګومان كوئ چې تاسې مې بیهوده پیدا کړي یاست او زما خواته به نه را ګرځئ؟ الله ریښتينی څښتن له دې نه ډېر پاک او لوړ دی) (المؤمنون۱۱۵،۱۱۶)

– أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى (القيامه/ 36).

(ايا انسان دا انګېرلې چې همداسې مهمل او بېهوده به پرېښودل شي؟)

– أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُواوَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ (الجاثيه 21). (ایا هغوی چې بدي یې کړې، ګومان كوي چې موږ به يې له نیکي کوونکو مومنانو سره برابر كړو، ژوند او مرګ به یې سره يو شان وي؟ دا څه بد قضاوت کوي!).

انسان د څه له پاره پیدا شوی؟

اوس نو هغه درېیمه پوښتنه چې انسان یې باید له ځانه و پوښتي دا ده چې: زه

د څه له پاره دې دنیا ته راغلى یم؟ د ځمكې پر سر څه ماموريت لرم؟ ولې پر نورو مخلوقاتو امتياز راكړل شوى؟

د نوموړې پوښتنې ځواب د مومنانو له نظره ډیر ساده دی: هر جوړونکی او صانع د خپل صنعت په راز ښه پوهیږي، اوس چې موږ ته ثابته شوه چې الله د انسان خالق دى بیا نو باید له هغه نه وپوښتو چې: اى پروردګاره، دغه انسان دې د څه له پاره پیدا کړی؟ آيا هغه دې یوازي د خوړلو او څښلو لپاره خلق كړى؟ آيا د ساتیرۍ او لنډغرۍ لپاره؟ آيا د هغه د پیدایښت موخه دا وه چې یوازې پر ځمکه وګرځي، د خاورې حاصل وخوري او بيرته خاورو ته وګرځي او کیسه يې ختمه شي؟ آيا د دې له پاره دې پیدا کړی چې د تولد او مرګ ترمنځ لنډ واټن په كړاوونو كې تير كړي؟ يا الله! بيا نو هغه ته د ورکړل شوې عقلي، ارادي او رواني پیاوړتیا حکمت په څه کې دی؟ الله عزوجل دا پوښتنې پدې ډول ځوابوي: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً… (بقره/ 30) ژباړه: (او کله چې ستا پالونكي، پرښتو ته وویل: زه پر ځمکه خليفه ټاکم).

هر څه د انسان لپاره، خو انسان د چا لپاره؟

اوس نو جوته شوه چې الله عزوجل انسان د خلافت له پاره پیدا کړی، ځكه نو ترې غواړي چې له هغې برنامې سره سم ژوند وكړي چې ده ورته غوره كړې.

که څوک د چاپيريال موجوداتو ته ځير شي، ورته جوته به شي چې دلته هر شی د بل له پاره ژوند کوي. ګورو چې اوبه د ځمکې، ځمکه د بوټي، بوټى د څاروي او څاروى د انسان له پاره دى، اوس نو دا پوښتنه را ولاړيږي چې نو انسان د چا له پاره دی؟ دې پوښتنې ته د فطرت ځواب دا دى چې: انسان د الله له پاره دى. الله فرمايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ*مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ*إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ   (ذاريات58-56)

(انسانان او جنیات مې له خپل عبادت پرته د بل څه له پاره نه دي پیدا کړي، له هغوی نه هیڅ روزي نه غواړم او نه ترې غواړم چې ما ته خواړه راکړي. یقینا الله پخپله پراخ روزي ورکونکی، او د پياوړي قوت څښتن دى.)

ځکه نو په دې خلافت کې لومړۍ مسئله دا ده چې انسان خپل خالق داسې وپیژني او عبادت یې وکړي لکه څنګه چې ورسره ښايي. هو، انسان د الله د عبادت له پاره پيدا شوى، بيا نو هيڅكله ورته نه ښايي چې بل څه ته سر ټيټ كړي او د بل چا په چوپړ كې واوسي، ځکه چې د ټيټ او هسك ټول موجودات څرنګه چې يې پخپله ويني، هغه ته تسلیم او د ده په چوپړ کې دي، بیا نو څنګه انسان د هغوی په خدمت کې بوخت شي؟ له همدې امله د طبعیت كوچنيو او غټو، لوړو او ټيټو طاقتونو او نښانو لکه لمر، سپوږمۍ، سیندونو، غواوو، ونو او نورو ته د انسان عبادت د فطرت خلاف خبره او د

هغه لپاره لوی سقوط ګڼل کیږي!ځكه نو د فطرت د حکم او دخلقت د منطق له مخې انسان یوازې د الله لپاره دى، او يوازې د همغه عبادت ته پیدا شوی.

د الهي دعوت لومړۍ خبره

دا هماغه حقیقت دی چې ټول الهي پیغمبران یې د تبلیغ له پاره رالیږل شوي:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ  (نحل36)

(او په هر امت كې مو رسول مبعوث كړ ترڅو (خلكو ته ووايي چې:) د الله عبادت وکړئ او له طاغوت نه ډډه وكړئ)

وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ (انبياء25)

(ستا نه وړاندې مو هیڅ پیغمبر نه دی لیږلی مګر دا چې وحی مو ورته كړې چې: له ما پرته بل معبود نه شته، نو زما عبادت وکړئ.)

انسان د عبادت لپاره، نو عبادت څه دی؟

دا چې انسان د الله د عبادت له پاره پيدا شوى، نو اړينه ده چې د عبادت په معنی ځان پوه کړو: عبادت په لغت کې اطاعت، خضوع، عاجزۍ، د چا په وړاندې ځان كم ګڼل، او لنډه دا چې له نهايي مينې او عاجزۍ سره اطاعت كولو ته وایی، خو په اصطلاح كې: عبادت د ټولو هغو پټو او ښکاره ويناوو او كړو وړو نوم دى چې د الله د خوښې وړ وي. ځكه نو لمونځ، زکات، روژه، حج، رښتیا ویل، امانتداري، خپلوي پالل، له پلار او مور سره نيكي، په وعده وفا، په نیکیو امر، له بدیو منع، له کفارو او منافقينو سره جهاد، له ګاونډي، یتیم، ستړي، بې وزله، اسیر، ناروغ او آن څارويو سره ښيګڼه، د الله ذکر، د قران تلاوت، له الله او د هغه له رسول سره مینه، د الله لپاره اخلاص، له هغه وېره، د هغه اوامر منل، د نعمتونو په وړاندې يې شكرانه، پر قضا یې رضامندي، پر هغه توكل، په رحمت پورې يې هیلې تړل او له عذاب څخه يې وېرېدل… تر دې چې د خوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په وينا: له خپلې كورواله سره يو ځاى كيدل هم د عبادت په دايره كې شامل او د ثواب د ګټلو وسيله ګڼل كيږي.

لنډه دا چې د مسلمان هر عمل چې لاندې دوه شرطونه پكې وي په عبادت كې شميرل كيږي: ۱- د الله لپاره اخلاص، ۲- د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په طريقه .

د اصلاح پيغام لړۍ

1 Comment

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    څومره ښي پوښتني مو راخستي الله ج مو کامياب لره.
    امين

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: