آداب دوهمه برخه د مجلس ادبونه

مصافحه ( ستړی مشي )

د ملاقات په وخت کې د محبت ،عزت او احترام د اظهار يوه ذريعه د سلام نه علاوه او د هغې نه او چته ستړی مشي هم ده . چې عمو ماً د سلام سره او د هغې نه پس  او په دې سره د سلام د هغه مقاصدو ويل تکميل کېږی .چې په بعضې حديثونو کې صراحتاً دا خبره فرمايل شوی ده .

حديث : عن ابن مسعود عن النبی صلی الله عليه وسلم قال من تمام التحية الا خذُ باليد . ( رواه الترمذی و ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل : چې د سلام تکميله ستړي مشي ده .

دمجلس آداب

حديث  :  عن ابن عمر عن النبی صلی الله عليه وسلم لا يُقيم الرجل الرجل من مجلسهِ ثم يجلس فيه لکن تفسحوا وتو سعوا .( رواه البخاری ومسلم )

ژباړه : د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ارشاد فرمايې چې يو سړی دې داسې نه کوی ( يعنی چاته ددې حق نشته ) چې بل سړی دې د هغه د ځای نه پاځوی . او پخپله دی د هغه په ځای کېنې . بلکه خلکو ته په کار ده چې د راتلونکې لپاره فراخې او ځای پيدا کړی او هغو ته ځای ورکړی .

حديث  :  عن ابی هريرة ان رسول الله صل الله عليه وسلم قال من قام من مجلسه ثم رجع اِليه فهو احق به . ( رواه مسلم ) .

ژباړه : دحضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : چې کوم سړی دخپل ځای نه د څه د پاره پاڅيد او بيا بېرته راغیء نو د دغه  ځای هغه سړی زيات حقدار دی ( مسلم )

حديث  : عن عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال لا تجلس بين اثنين الا باذنهما . ( رواه ابو داؤد ) .

ژباړه : عمرو بن شعيب دخپل پلار شعيب او هغه دخپل نيکه عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهم نه روايت کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايې : چې د دوه سړو په منځ کې دهغوی د اجازی نه بغير مه کېنۍ .

حديث : عن معاويه قال قال رسول الله صل الله عله وسلم من سره ان يتمثل له الرجال قياماً فليتبوأُ مقعده من النار .( رواه ترمذی وابو داؤد )

ژباړه : د حضرت معاويه بن ابو سفيان رضی الله عنه نه روايت دی چې کوم سړی په دې خبره خوشحالېږی چې خلک دی  دده د تعظيم لپاره ولاړيږی هغه ته پکار ده چې هغه خپله استوګنځی په جهنم کې جوړه کړی .

تشريح : هغه څوک چې دا غواړي چې خلک د ده د تعظيم د پاره پورته شي ددی کبرجن په باب دا وعيد راغلی دی ،مګر که څوک دا د ځان د پاره نه خوښوي چې خلک د ده احترام وکړي خو خلک خپله داسې کوي نو داسې کول په دې وعيد کې شامل نه دي

دتعظمی قيام نه خوښول

حديث  : عن ابی امامة قال خرج رسول الله صلی الله عليه وسلم مفتکيا عل عصا فقمنا له فقال لا تقوموا کما يقومُ الا عاجم يعظنُ بعضها بعضاً .( رواه ابو داؤد )

ژباړه : دحضرت ابو امامة رضی الله عنه نه روايت دی چې يو ځل رسول الله صل الله عليه وسلم امسا تکيه کړه ، بهر ته تشريف راوړلو نو مونږ پا څيدو هغوی ارشاد وفرمايلو : تاسو داسې مه ولاړيږی لکه عجمی خلک چې د يو بل د تعظيم دپاره ولاړيږی .

حديث : عن انس قال لم يکن شخص احب اليهم من رسول الله صلی الله عليه وسلم وکانو اِذا رواه لم يقو موالِما يعلمون من کَرَا هيتِهِ لذالک  (رواه الترمذی )

ژباړه : د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې د اصحابو لپاره يو شخصيت هم د رسول الله صل الله عليه وسلم نه زيات محبوب نه ؤ ، ددی با وجود د هغوی طريقه دا وه چې هغوی به حضور صلی الله عليه وسلم وليدلو نو نه پاڅيدل ولي چې هغوی پوهيدل چې هغه دا خبره نه خوښوی . ( جامع ترمذی )

حديث : عن ابی هريرة قال کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يجلس معنا فی المسجد يُحدثنا فاذا قام قمنا قياماً حتی تراه قد دخل بعض بيوت  ازواجه . ( رواه البيهقی فې شعب الايمان )

ژباړه : دحضرت ابو هريره رض الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم په جماعت کې ؤ او زمونږ سره به يې خبرې کولې بيا به چې هغه کور ته د راتلو لپاره  دمجلس نه پا څيده نو تر هغې و خته پوری به ولاړ وو چې مونږ به ليدل چې دخپلو بيبيانو په کور کې به يو کورته ننوتلو .

د څملاستو او بيده کيدو اداب …………… بيا

آن لاين اسلامې لارښود

2 Comments

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیر مهم معلومات دی مننه الله ج مو کامياب لره په دواړو دارينو کې.امين ثم امين

  2. که څوک غاښ

    که څو غاښ ډک کړی او د غاښ د ډکولو یا دغاښ ایښودلو په حالت کی اودس ونلری او یا په جنابت کی وی هغه به ځنګه کوی
    ځواب http://dawat.katib.org/archives/2860

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: