د اخوت نعمت كه د جاهليت لعنت!

لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلى عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ  على عَصَبِيَّة وَ ليس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلى عَصَبَيَّةِ

(ابوداوود  )

مقدمه

نن چې له بل هر وخت څخه زيات، زموږ هېواد او ملت يووالي او ورورولۍ ته اړتيا لري، له بده مرغه، شته داسې دښمنې كړۍ چې د افغانانو د وحدت د له منځه وړلو په موخه د تفرقې يو لړ بدغوني مسائل راپورته کوي. دوى په ډيره هوښيارۍ سره هېوادوال په سمتي، توكميزو، ژبنيو او قومي… پولو ويشي او بيا هر يوه ته دا ښيي چې ګنې پر تاسې ظلم شوى او د نورو پر وړاندې مو حق تلف شوى…چې پدې توګه يې په ملت كې د تفرقې ناوړه اور بل كړى دى. متاسفانه وينو چې پدې بدبويه قضيه كې تر ډيره د هېواد لوستې ‌طبقه ښكيل شوې او آن كيسه دومره خطرناكه شوې چې يو شمېر په اسلام دردمن ځوانان يې هم ځان پسې راکښلي دي.له همدې امله د  اصلاح پیغام اړينه وبلله ترڅو خپل مسلمان ولس ته دا وبا په ښه توګه وروپیژني.

د شيطان ميراث

د عصبيت او قومي، نژادي او ژبنېزې برترۍ احساس د انسان له پيدا كيدو سره سم پيدا شوى دى. د دې ناوړه رنځ ريښه د شيطان هغې وينا ته ورګرځي چې آدم عليه السلام ته يې د سجدې نه كولو پر مهال وويل: (انا خير منه) يعنې (زه له هغه څخه غوره يم). كه دقت وكړو نو ډاډه به شو چې په هر پېر كې د دغې ناروغۍ اصلي لامل همدا د تكبر،لويۍ او ځان غوښتنې حس دى.

نشنليزم څه دى؟

د قوم، ولس، نسل او ژبې پر بنسټ د ټولنو او حكومتونو جوړول او همدا پولې د حق او باطل، دوستۍ او دښمنۍ لپاره معيار ټاكلو ته نشنليزم وايي. د نشنليزم دا مفهوم د لومړي ځل لپاره په اروپا كې هغه مهال رامنځ ته شو چې كله ملتونه د کليسا له زور او واک څخه په تنګ شول نو د هغه د ماتولو لپاره يې له دين څخه پرته د وطن او خاورې په نامه د ټولنو د تشکيل شعار پورته کړ او په تدريج سره د هغوى فلاسفه وو لکه روسو، جان لاک او مونتسکيو د اجتماعي تړون نظريه رامنځ ته کړه. له دقيقې څېړنې وروسته د نشنليزم د مفكورې نچوړ دا راوزي چې: د هر قوم لپاره لوړ اخلاقي معيار، د هغوی قومي ګټې دي. نيكي هغه ده چې د قوم لپاره ګټوره وي، كه څه هم دروغ، بې ايماني، ظلم، تيرى او بل هر ناوړه عمل وي. بدي هغه ده چې د قوم ګټو ته زيان ورسوي كه څه هم ريښتيا، عدالت، حق او بل هر غوره معيار وي. د وګړو د ښه والي، پوهې او فضيلت معيار دا دى چې د قوم د ګټو په لار كې قربانۍ ته تيار وي كه څه هم  ضمير، ايمان، اخلاق او انسانيت يې ترې قربان شي.

دا ناروغي څرنګه مسلمانانو ته راغله

د مسلمان او لويديځ وال تمدن تر منځ اخ او ډب له پيړيو روان وو چې تل به پكې مسلمانان برلاسي ول، بالاخره عیسوي ختیځ پيژندونكي دې پایلې ته ورسېدل چې پر مسلمانانو د بريا لاره دا ده چې په منځ كې يې نژادي او قومي اختلافات را برسېره کړو.دې موخې ته د رسيدو لپاره يې د عثمانيانو منځ ته داسې كسان ننويستل ترڅو دولت مجبور کړي چې په ټولو اسلامي سیمو کې چارواکي ترکان وټاكي، له بده مرغه عثماني دولت همداسې وكړل چې په پايله كې د اسلامي نړۍ نور ملتونه په غوسه شول. بل لوري ته يې نورو قومونو ته دا روحيه وركړه چې ځانونه د خلافت څخه خلاص او ځان ته د ژبې، قوم او توكم پر بنسټ ملي حكومتونه جوړ كړي، چې د همدې دسايسو په پايله كې عثماني خلافت سقوط وکړ او واحده اسلامي نړۍ په لسگونو کوچنیو هیوادونو بدله شوه چې بيا لويديځ په اسانۍ سره هر يو تر ښکیلاک لاندې راووست.

د اسلام دريځ

اسلام د الهی دین په توګه له كفر او شرك وروسته د نژاد او وطن پرستۍ طاغوت خپل ستر دښمن ګڼی. هو! اسلام كه له يوې خوا د رنگونو او ژبو بيلتون د الله د قدرت نښه ښیي: (او د هغه له نښو څخه د اسمانونو او ځمکې پیدایښت او ستاسې د ژبو او رنګونو بیلتون دی. الروم ۲۲) خو بل پلو ته د هغې پر اساس تفرقه او جګړه کول، د الله د عذاب په توګه بیانوی: (ووايه، هغه پردې قادر دى چې پرتاسې له پاسه عذاب نازل كړي، يا يې ستاسې د قدمونو لاندې نه راپورته كړي، يا تاسې پر ډلو وويشي او پر يوې ډلي د بلې د زور خوند وڅكي. (انعام ۶۵)

اسلام د قوم او نسل پر ځاى د انسانيت غږ پورته كوي او وایی چې ټول انسانان له آدم او هوا څخه پیدا شوي نو څرنګه شوني ده چې د قوم، ژبې او رنګ پر اساس یو پر بل غوره والی ولري. (اى خلكو! موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړى او بيا مو قومونه او قبيلې وګرځولئ ترڅو سره وپيژنئ. په حقيقت كې د الله په وړاندې ستاسې تر ټولو عزتمند هغه دى چې تر ټولو زيات پرهيزګار وي..) حجرات ۱۳

پیغمبر صلي الله عليه وسلم په عملي توګه د وينې، رنګ، خاورې او ژبې ټول جاهلي توپيرونه او امتيازات تر پښو لاندې كړل او په زغرده يې اعلان وكړ: (واورئ چې د جاهليت ټول وياړونه نن زما تر پښو لاندې دي) (مسلم) (الله ستاسې څخه د جاهليت كبر او غرور او په پلرونو او نيكونو وياړ او فخر ختم كړ) (اې خلكو! پوه شئ چې ستاسې پالونكی يو دى، ستاسې پلار يو دى، هيڅ عربي په عجمي او هيڅ عجمي په عربي، نه سپين په تور او نه تور په سپين څه فضيلت لري مګر په تقوى سره.) (صححه الالباني) اسلام په زغرده اعلانوي:

– ريښتيا، تقوا او عدل په هر ځاى كې غوره دي كه څه هم ‌ظاهرا ستا په زيان وي. دروغ، دوكه، ظلم او بې انصافي په هر صورت كې حرامه ده كه

څه هم ظاهرا ستا د ولس سترې ګڼې پکې پرتې وي.

– د قوم، رنگ او ژبې پر بنسټ خلک ټیټ ګڼل او طعنه وركول جاهلیت دی.كله چې ابوذررضي الله عنه بلالرضي الله عنه ته وايي: (د تور رنګې زويه) نو ګورو چې د پيغمبر صلي الله عليه وسلم رنګ بدليږي او ابوذر ته فرمايي: (په تا كې لا هم جاهليت شته.)

– د يو كس د بدۍ لپاره معيار دا ندی چې په كوم هېواد او قوم كې له كومې ژبې سره دنيا ته راغلى، بلكه بدي هغه ده چې سړى يې ترسره كوي که څه هم دا جناب د نوح زوی، د ابراهیم پلار یا د محمدصلي الله عليه وسلمتره وی.

اسلام له هیواد، قوم او ژبې سره د مینې مخالف ندی

دلته اړينه ده چې د ځینو خلکو هغه غلطه انګيرنه هم لرې كړل شي چې ګنې اسلام له وطن، قوم، خاورې او ژبې سره مينه غندي. پدې هکله بايد په ډاد سره وويل شي چې: اسلام د فطرت دين دى او هغه څه چې د انسان په فطرت کې پراته دي، هغه ټول په سمه لاره توجيه کوي، اسلام د دې لپاره نه دی راغلی چې کلتورونه، فرهنګونه، ژبې، او قومي هويتونه ختم کړي، بلکه اسلام د کلتورونو بدرنګۍ لرې کوي او ښه ټکي يې ستايي. اسلام دا مني چې د خاورې، قوم، ژبې او توکم سره مينه او محبت د انسان په فطرت کې نغښتي دي، او هيڅوک نشي کولاى دغه مينه د چا له زړه او ذهن څخه وباسي. رسول الله صلي الله عليه وسلم چې کله هجرت کولو، نو مکې ته يې مخ واړوه او خطاب يې ورته وکړ: (ته ما ته تر ټولو خاورو خوږه يې. که چيرې دښمنانو له تا څخه نه ويستلاى، نو زه به له تا نه واى وتلى.) د خپل هېواد او قوم پرمختګ، هوساينه، خير رسونه، آزادي…. د اسلام غوښتنه ده. خو پدې شرط چې د نورو حقوق تر پښو لاندې نشي. اسلام له قوم، ژبې او وطن سره په مينې او محبت اعتراض نه لري خو پدې شرط چې د بې ځايه تعصب بڼه غوره نكړي او د نورو سره د كركې تر بريده ونه رسيږي. د ښکیلاکګرو په وړاندې د خپل هېواد د خپلواكۍ ساتنه نه يوازې دا چې غوره كار دى بلكه شرعی مسؤلیت دی او څوك چې پدې لارکې ومړ، هغه شهيد دى.

ژبه او ادبیات:

همدا راز په اسلام کې ژبه او ادب خپل ځانګړی ارزښت لري، د اسلام ستره معجزه قرآن كريم تر هر څه د مخه يوه ادبي معجزه وه، چې څو څو ځله یې عربان په خپل ادبي اړخ کې ننګولي دي، په همدې توګه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ویناوو د اغیز يو عنصر ادبي ځواکمني وه. له همدې امله په اسلام کې د ژبې د ښيرازۍ او پرمختګ لپاره هڅې روا، بلکه د يو لړ انساني او اخلاقي معيارونو په رعايت سره خو آن په عبادت کې شميرل کيږي. ځکه نو په نيك نيت سره د ژبو د پياوړتيا او ودې لپار کار کول تر هغه چې له جاهلي تعصبونو، لويي غوښتنې، توهين او تبعيض څخه لرې وي، نیک او د ستایلو وړ کار دی ځکه ژبه د فكر او انديشې قالب دى، څومره چې دا قالب ښكلى، رسا، فصيح او مناسب وي، په هماغه كچه، د مفاهیمو افاده په ښه توګه كيږي، ډیره ګټه ترې اخیستل کیږي او اغيز يې زیات وي.

د الله نعمت په بدبويه لعنت مه بدلوئ

د يثرب د اوسيدونكو تر منځ د پيړيو جګړې روانې وې، چې ډيرې ككرۍ پكې خاورې شوې. خو كله چې د اسلام سپيڅلى دين راغى نو هغه پروني دښمنان يې سره داسې وروڼه كړل چې تاريخ يې ساری ندى ليدلى. الله تعالى دغه وروري خپله پيرزوينه بولي او فرمايي: ( ټول د الله رسۍ كلكه ونيسئ او مه تيتیږئ، او د الله هغه پيرزوينه در ياده كړئ چې کله تاسې يو د بل دښمنان وی، نو هغه ستاسې په زړونو كښې مينه واچوله او د هغه په لورېنه سره وروڼه شوئ او تاسې د اور دكندې پرغاړه وئ،چې الله ترېنه وژغورلی. (آل عمران 103)  هو! د دې سترې پېرزوینې په ارزښت خو د الله پیغمبر پوهیده چې کله یوځل د يو انصاري او مهاجر مسلمان تر منځ شخړه كيږي او هر يو په ناپوهۍ سره د خپلې قبيلې څخه د ملاتړ ناره پورته كوي، نو پيغمبر صلي الله عليه وسلم پدې خورا ناراحته كيږي او په حيرت سره پوښتنه كوي: أبدعوى الجاهلية وأنا بين أظهركم؟ دعوها فإنها منتنة (مسلم) (آيا تاسې د جاهليت بلنه كوئ حال دا چې زه مو په منځ كې يم؟ دا پريږدى. يقينا چې دا بدبويي ده.)

د ښکیلاک ډالۍ

درنو لوستونکو! ښه ده چې دې ته هم ځیر شو چې دا ډول اختلافونه راولاړول د ښکیلاک ډيره پخه او مخکینۍ وسیله ده چې د پخواني شعار (تفرقه واچوه او حكومت وكړه) له مخې، غواړی ورور قومونه په خپل منځ كې سره واچوي او په ډاډه زړه یې ټولې مادي او معنوي هستۍ لوټ كړي.

د هیواد له اساسي قضاياوو څخه د ملت پام بدلول

ښكيلاكګر غواړي د دې بدبويه قضاياوو په راولاړولو سره د ملت اذهان د هېواد د اساسي قضاياوو څخه لرې وساتي. پداسې حال كې چې د هیواد د بچيانو د وينو ويالې روانې دي، ولس په دغه او هغه نامه وژل او ربړول کيږي؟ په لس ګونو موسسات، ارګانونه او رسنۍ د مسلمان ولس د بی دینه کولو لپاره کار کوي، د هېواد په پلورلو او د پرديو په دايمي هډو ناندرۍ روانې دي… خو لدې ټولو سره سره شته دلته یو شمیر ځوانان! چې د پښتو او دري، شمال او جنوب، هزاره او ازبک، پښتون او تاجک… په نامه سره لاس او ګريوان دي. آیا د پرديو حضور، د بد اخلاقۍ توپان، د بې دينۍ څپې، د تنصيري موسساتو منظم کار، په ملت کې د بې شميره ناخوالو، فقر او بيکارۍ شتون…دا هر څه پدې نه ارزی چې دا ښاغلي ورته سوچ وکړي؟

پام چې د پيغمبر له امت څخه ونه وزې!

ګرانه لوستونکیه: د پیغمبر صلي الله عليه وسلم دې وینا ته ځیر شه او خپل ایمان پرې وتله چې فرمایی: چا چې تعصب ته بلنه وكړه، د تعصب په خاطر يې جګـړه وکـړه، او د هغې په لار کې ومړ، نو زموږ څخه ندى. (ابوداود)

دا په داګه اعلانوو چې:

– قومي او نژادي تعصبات د اسلام له اعتقاداتو سره په ټکر کې دي او هر څوک چې دې تعصباتو ته لمن وهي، هغه واقعي مؤمن ندى.

– د افغاني قومونو ترمنځ د قوم پرستۍ اور یوازې هغه کړیو بل کړی چې هدف یې د خپلو ناوړه سیاسي اغراضو لاسته راوړل دي، مونږ غواړو ولس ته دا غږ ورسوو چې د داسې خلکو په بې بنسټه خبرو ونه غوليږي.

– موږ د هیواد په واکمنانو، رسنيو، ډلو او لوستي قشر غږ كوو چې دې خوار ملت ته نوي غمونه نه راوړي او پریږدي چې د تېر په څېر د وروڼو په شان ژوند وکړي. همدا راږ ټولو هېوادوالو ته ځولۍ غوړوو چې د دغې فتنې د له منځه وړلو لپاره لاس سره يو كړي، د اسلامي او ايماني ورورولۍ په سيوري كې د (كونوا عباد الله اخوانا) په مصداق ژوند وکړي.

لږ پورته سوچ په كار دى

په پاى كې ښه ده دا هم یاده شی چې: له خپل قوم او ملت سره مينه درلودل هيڅ ستونزه نه لري خو د ټول اسلامي امت په درد كړېدل او ځان د هغه برخه ګڼل، ستر فضيلت دى. د دې ترڅنګ چې د خپل ښار او كلي د آبادۍ هوډ به لرو، ښه ده چې د ټولو اسلامي هېوادونو د آزادۍ خیال او هيله هم ولرو. د هغې ورځې په هيله چې ټول مسلمانان سره په يوه ټغر ټول ووينو او په اسلامي نظام مو سترګې يخې شي.

د اصلاح پیغام لړۍ – د ځوانانو څانګه

2 Comments

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    واقعا يوه په زړه پوری او د وخت سره برابره ليکنه ده الله ج دی زموږ په دی ککړه ناروغۍ ورونه د دی ناوړه او ناولی ناروغۍ نه نور وساتی. زموږ په هيواد کې نور داسی ناوړه کارونه روان دی بايد د هغی د له منځه وړلو لپاره داسی هلي ځلي وکړو نه داسی لکه دی ناوړه عمل ته مو چې ملا تړلی ده او د يو بل سره پری جنګونه کوو. واقعا چې اسلام يو کامل دين دی چې د هر څه باره کې یی غږ پورته کړی دی. د اصلاح انلاين پاڼه يوه د هغو پاڼو نه شميرل کيږی چې هر وخت یی د ناوړه عملونو په ضد غږ پورته کړی دی. الله ج مو سر لوړی لره چې د خپل زوريدلی ملت لپاره د انټرنیت په څپو کار کوی الله ج مو په دواړو دارينو کې سرلوړي لره. امين

  2. قریشی

    داسلامی ان لاین ټولو استا دانو او کار کونکو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوخدای د نور هم په دغه جاریه صدقه توفیق درکړی یقیناپه دغه اوسنیوشرایطو کی دا یو نه هیردونکی خدمت دی خدای مو په خپل حفظ او امان کی وساته په درنښت قریشی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

%d bloggers like this: